هونیګبرګر


د افغانستان د بوټو او نباتات په اړه لومړی کتاب د یوهانس مارټین هونیګبرګر په قلم وکښل شو.
دی په ۱۰ مارچ ۱۷۹۵م آسټریا (اتریش) کې وزیږیدو او له وړوکي عمر نه بوټو او ونو مشاهده يې کوله. د راټولو شویو پاڼو انځورونو جوړولو سره سره د بوټو له طبي ګټو به يې ځان خبراو. د ډاکټرۍ سند اخیستو نه وروسته دی په ۱۸۱۵م کې ترکي ته لاړو او دوه کاله د سرکاري طبیب په توګه مصر، عربستان او فارس کې يې کار کاو. ده به هرځای د نباتات نومونه د انځور سره په وړو کتابچو کې لیکل. په بغداد کې خبر شو چې د پنجاب مهاراجه رنجیت سنګ د خپل پوځ د روزنې لپاره اروپایی جنرالان ټاکلي او یو مسلکي ډاکټر ته يې ارتیا وه.
په ۱۸۲۹م کې هونیګربرګر د یوسفارشي لیک سره لاهور ته ورسیدو او د ایسټ انډیا کمپنۍ عسکرو د درملنې لپاره د راجه سره نوکري شروع کړه. دی د “مارټین صاحب” په نوم مشهور و او کله چې رنجیت سنګ د ده له پوهې او علم خبر شو نو د خپل درباري طبیب يې وټاکلو. په ۱۸۳۰م کې هغه په یورپ کې د “هومیو پیتک” درملنې سره اشنا شو. په ایشیا کې د هومیوپیتک علاج د ده له خوا وروپیژندل شو. هغه د رنجیت سنګ د غاړې (ستونی) د بندیدو درملنه په هومیو پېتیک دارو وکړه. ده د ۴ کالو نه زیات په پنجاب کې تېر کړل. هونیګبرګر په هند کې د داروګانو لپاره د بوټو، جرړو او پاڼو د طبي ګټو په اړه کتاب ولیکلو. په ۱۸۳۴م کې دی د سړک د لارې بیرته خپل وطن ته روان شو او د سندهه – شالدرې او کندهار نه کابل ته ورسیدو. په ۱۸۳۳م کې ۵ میاشتې هغه په افغانستان کې تیر کړل. هلته هم ده د بوټو او نباتات نومونه لیکل او انځورونه يې جوړول. د افغانستان د بوټو په اړه لومړی معلوماتي کتاب د هونینبرګر په قلم ولیکل شو. کله چې تاجکستان او روس ته تلو لپاره دی بامیانو ته ورسیدو نو په لاره غلو ووهلو. روس نه دی ترکي ته لاړو او د ۱۸۳۶-۳۸م ترمنځ په هومیو پېتهک” درملنه بوخت و.
په ۱۸۳۸م کې دی د رنجیت سنګ په بلنه یو ځلې بیا لاهور ته لاړو خو هونیګبرګر د راجه د ظلم او بې لارې توب په اړه ښه نظر نه لاره. رنجیت سنګ هغه ته ډېر مراعات او د توپخانې د مشرۍ پیشکش وکړو خو هونیګبرګر ورته وویل چې دی پوځي نه و. بیا هم په لاهور کې د بارود د یوې کارخانې مشر شو او ۲۰ کاله يې په پنجاب کې تیر کړل. هلته د خپلو مشاهدو په اړه يې لیکنې وکړې او دا يې ولیدل چې د وبا په وخت به خلک قرنطین کیدل.
په ۱۸۳۹م کې رنجیت سنګ مړ شو نو دی د هغه جنازې په مراسمو کې موجود و. د راجه په چتا د هغه ۴ ښځې او ۷ مینځې هم (ستي) وسیزل شوې. څو میاشتې وروسته، هغه د رنجیت سنګه زوی کهړک سنګ په جنازه کې هم موجود و چې د هغه درې کونډې او ۱۱ مینځې يې پکې ستي کړې. دا هر څه د هونینبرګر لپاره د کرکې وړ وو. ډاکټر برګر ۳۰ کاله په ایشیایی ملکونو کې سفر او د خپلو تجربو په اړه يې کتابونه ولیکل. دی په ۱۸ دسمبر ۱۸۶۹م مړ شو او په ژوند يې یو ناول هم کښل شوی دی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.