جوګ-یوګ او یوګا


شا و خوا ۳۰۰۰ کاله پخوا، د جنوبي هند جولاګانو له کرناټکه، اندهرا پردیش او تاملناډو شمال ته کډه وکړه. دوی د لرګي په اوزار له کاټن کپړه (ټوکر)جوړله.
دوی د دنیاوي شیانو سره ځان نه نښلاو، واده يې نه کاو او د نفس د کنټرول لپاره مشر ورته څو اصول ټاکلي وو. یو دا چې ټولو انسانانو سره به یو شان چلن، غوا سره مینه او له سپي به ځان ساتي. د ۵ خواهشاتو نه به ځان ژغوري چې مادي شته مني- قهر- جنس- ویره- او خوب دی. دوی به هرسهار ورزش “یوګ” کوو چې وروسته ترې جوګ او جوګي جوړ شو. د دوی ډلې به په “جوګي نات” مشهور او د هرغړي په لاس یا غاړه کې “سپیڅلی تار” و. جوګیان به غارونو، عبادت ځایونو او کنډوالو کې لنډ وخت لپاره میشت او بیا ترې کډه کیدل.
د جوګیانو ډلې په ټول هند کې ګرځیدل او په جهلم کې یوه غونډۍ ” ټیله جوګیان” د دوی د راټولیدو ځای و. د سیکانو په عقیده، د ۱۵ پېړۍ په سرکې ګورونانک هم هلته ۴۰ ورځې چله (مراقبه) کړی وه. د هغه یو خلیفه، ګورو ګورکنات به هلته خلک سیک عقیده کې شاملول نو غوږ به يې ورته سوری کړو. دغه سیک کنپهټ (سوری غوږ) په نوم پیژندل کیده چې مانا د پلار نیکه پخوانی دین يې پریښی دی. د ګورو نانک پېروان پیښور ته هم ورسیدل او د دې لرغونی عبادتځایکې به ناست وو. هم هغه راهیسې دا ټوله سیمه د ” ګورګټرۍ” په نوم مشهوره شوه.
د پیښور ښار نه بهر لویدیځ لوري ته د ګرمو اوبو ” سخي چشمه” د پوټکي د ناروغیو درمل ګڼل کېږي. د سیکانو عقیده وه چې ګورکهنات د پخواني ښار یو کوهي کې ورک شو او بیا له هغه چینی راووتلونو د “ګورک ډیګي” په نوم يې مشهوره کړه. د ۱۶ پېړۍ په سر کې بابر باچا پنجاب ته په لار ګورک ډیګي سیل له ورغلو. اکبر او د هغه زوی جهانګیر په جهلم کې نامتو جوګي “بالانات” لیدو ته ورتلل چې هغه وخت د ګورکهنات وارث و. په ۱۹ پېړۍ کې مهاراجه رنجیت سنګ د جهلم په ټیله جوګیان د ګورو نانک د مراقبې په ځای، یو څلی او د تیږو پوخ تالاب جوړ کړل.
د پښتو ولسي لنډیو کې هم د جوګیانو زکرشته خو په افغانستان کې “جوګي” هغو خانه بدوش خلکو ته وایی چې په خرو یا ټټوانو يې سامان بار وي. دوی مستقل میشتځایونه نه لري او ځینې پکې پالګر وي.
د جوګیانو ورزش چې په هند کې ” یوګ” اوس په ټولې نړۍ کې د ” یوګا” په نوم د بدن د توان او زهني سکون لپاره مشهور دی.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.