آریه


د “آر” توری هندي ژبو کې زمکه او کروند ګر، تیره څوکه لرونکی اوزار ته وایی. د ګنډلو یو سیخ اوس هم “آر” نومېږي. د نیزی سر، د میخ څوکه، د اوسپنې سر لرونکی شپون لکړه او سسپار له دغه توري بڼه ده.
شا و خوا ۵ زره کاله پخوا د نړۍ هغه قامونه چې زمکه يې لرله، غنم- جوار او نوره غله کرله، اريه نومیدل. د لرغونې فارسي “ارته” د هند “ورتا” او د انګریزي “ارتهه” د زمکې نومونه دي. په پنجاب کې کروند ګر ته “هاري” وایی اوهلته “آرائیں” قام کروند ګر دی. په لاېیني کې ” اریه” د هوا نوم دی چې “اېر” ترې جوړ شو. په نړۍ کې د لومړیو انسانانو د کډوالۍ په اړه هر کال سوونه څېړنې کېږي. د هر یو بن سټ جغرافیه او د هوا حالت وي.
شاو خوا ۸۰ زره کاله پخوا د هند جنوبي ساحل سريلنکا سره نښتې و. یو وخت په افریقه کې د سوکړې له کبله خلکو هند ته کډه وکړه. د جنوبي هند پروفېسر پي- چپن وايي،” د افريقه انسانان په دوو لويو جوپو کې د هند جنوبي ساحلونو ته ورغلل. د “جينيالوجي” دغه استاد د تامل ناډو قامونو په اصل څيړنې وکړې چې يوه يې” کلار” نوميږي. د دغو قبایلو ډي-اين-اې کې “ايم ۱۳۰” جين هم موجود و چې د افريقه اوسيدونکي يې لري.
شا و خوا ۲۰ زره کاله پخوا زمکه د یو کنګلي دور (آیس اېج) نه راووتله او د سمندر اوبه ډېرې شوې. د هند جنوبي ساحلونه په اوبو پټ شول او دا خاوره له افريقه بيله شوه. بیا په هند کې پاتې افریقای خلک د سمندر سره سره نورو سيمو کې خپاره شول. د مکران په ساحل افريقاي نژاد خلک د اور چاپيره يوه نڅا ” ليوا” کوي او له خلې هم هغسې غږ وباسي. شا و خوا ۱۰۰۰۰ کاله پخوا د اوسني روس خاوره وچکالۍ وزپله او خلک هلته نه په کډه شول. د دوی کوچ ممکن د دویم ” کنګلي دور” نه لږ وړاندې شوی وي. روسي لرغونپوهه وکټور ساريانيدي د ۲۱ پېړۍ په سرکی د ترکمانستان یو لرغونې ښار وسپړدلو چې د اقليم په بدلون لوې شمیر خلکو ترې کډه کړې وه. یوه ډله اروپا ته روانه شوه او بل په ایران کې تم شوه چې له هغوی هم ځینې هند ته ورتلل چې د کډوالۍ وخت يې ۲۰۰۰ ق م نه تر ۱۰۰۰ ق م اټکل شوی دی. دوی په قد قامت کې لوړ او قوي او پوټکی يې په یخو سیمو کې د اوسیدو له کبله ژیړ-سپین و. دغو خلکوته ” آریا” ویل کېږي چې وروسته په هند کې “اریه ورت” شو.
اريا د کوچ په وخت، د سیلۍ، تالنده او باران نه ویریدل او له دغو افتونو يې پناه غوښتلو لپاره سندرې ویلې چې وروسته “وېدونو” په نوم جنوبي هند کې په سانسکرت ولیکل شول. ددې ۴ برخې رګوید- یجروید- اتهرا وید او سمه وید دي. په رګوید کې ۱۰۰۰ نه زیات مناجات په ۱۰ کتابونو وېشلي دي. په دې کې غرونه تل د دوی ګس لاس “واما” (شمال) ته وو. دوی د کابل، اباسین، سوات، کرمه، گومل او پنجاب له سیندونو تیر شول . جمنا یوځل او ګنګا ۳ ځلې یادوي نو ممکن هم هلته تم شول. اریا د پلار نیکه ارواح نمانځل. غرونه، ونې، سیندونه، څاروي او وحشي ځناور ورته مقدس او کله کله د یو خدای عبادت يې کوي.
په ویدونو کې د وروسته پاتې خلکو زکرنشته. ښایی د کوچ نه وړاندې د دوی پخپلو کې دشمني وه. خو د پارس کډوالو د وېدونو په شان، یوه صحیفه “واي-ديو-دات” (وندیداد) لرله. د دې په لومړي څپرکي” فرگاد” کې د اريا طلایی دوره یادېږي چې لوې باچا يې” يما کشايته” و. په وېدونو کې دا باچا “يمراج” نومېږي. په وندیداد کې لومړیو انسانانو ” ګایوماریتان” ولوږه تنده او ناروغي نه لرل. د دوی په خاوره د ژمي “اهریمن” سوکړه راوسته. ناروغي، وبا او ولوږې د لاسه خلک مړه شول، د واورې طوفان راغلو او د يخۍ دوره پېل شوه نو ټولو جنوب ته کډه وکړه. ژبپوهان وندیداد او “وېد” د یو بل کاپي ګڼي. دواړو کې د اسطورو نومونه لکه اسورا، مترا او “دېوا” یو شان دی. سانسکرت د وېدونو سمه کړې شوې ژبه وه چې له له آمو تر پنجاب د هر یو ژبې توري پکې موندل کېږي. د فارسي “برادر” د سانسکرت ” براته” او په یورپ کې د لاطین “بردر” یو دی.
اریایان د پنجاب د خلکو رنگ تور، ويښته گورگوتي، شونډې غټې او قد لوړ بیانوي او ” سودرا” راکهشس، داس او هيوم نومونه ورته اخلي. داس هغه وو چې د دوی کارونه يې کول. راکهشس په ځنگلونو کې پټ او د اريایانو په کلیو چپاو وکړو. نور نڅاګر او سندرغاړي وو چې اوس جوګیان، چنگړيان، موسليان او جټ په نومونو يې پېژنو. دوی خپل دشمن ته غل، ډاکو او د پشا، یاني کچه (اوومه) غوښه خوړونکي نوم اخلي. د زمکې د نیولو لپاره د سخت ظلم نه يې هم ډډه نه کوله. دوی د ځایی خلکو “ماڼۍ او ښارونه وران کړل، کورونه يې وسيزل او لوې شمېر يې خپل مرئيان کړل.” د احمد داني په نظر، ناگ، لوشالي، کوکالي، ليچيا، تهارو، کچاري او بوکسا قامونو لوړو غرونو ته او نورو د هندوستان مرکز او دکن ته کډه وکړه. “اسواميدا” د اس د قربانۍ دستور هم اریا هند ته له ځانه سره یوړو. په ترکمانستان کې ساریا نیدیز یوه قبر کې د اس هډوکي او د ګاډي لرګي وموندل چې د هغه دود یوه نښه وه. د آریایی باچا د زور ښودلو یا نوره زمکه نیولو لپاره، یو سپين اس به يې په ورشوګانو خوشې کړو چې يوکال به کاواکه گرځيدو او څارنه يې کیده. اس چې په کومه زمکه وګرځیدو، هلته به د باچا نښه ولګوله. کال وروسته به هغه اس قرباني شو. د اریایانو راتګ سره په هند کې د زمکو شخړې زیاتې شوې.
د هند عالمانو د اريا مفکوره اوس رد کړی ده او وایی چې دلته ډېر قامونه د وخت په اوږدو کې راغلي دي. د اباسین پرغاړه میشت خلک هم اریه وو. دوی په ۱۹۰۰ ق م کې د نورو ډلو د حملو له ویرې، ختیځ ته لاړل. د منډيگک، هړپه، موهنجوداړو، مهرگړه او رڼا غونډۍ نه خلک گنگا لوري ته ووتل. په رگ ويد کې د هړپه نوم ” هرييوپويا” یاد شوی دی. د وېدونو اریایان په کرهنه پوهيدل خو بندونه يې نه جوړول، بلکه خپلې اسطورې “اندرا” ته يې دعا کوله چې د دشمن بندونه وران کړي. د دوی په پرتله د هند خلکو د اوبه خوړ نظام لرلو، کنالونه يې جوړول، د ځان وينځلو لپاره يې حمام لرلو چې پکې د خاورو پاخه لوخي د شاور په توګه کاريدل.
په ۱۷ پېړۍ کی برطانویانو د سانسکرت له مطالعې دا نتیجه واخیسته چې معتبر او ښاغلي آریه د اروپاي نسل، سپين رنګ او په خوي خصلت د هند له “دراوړ” خلکو ښه وو. د وېدي څېړنو امریکایی انستيتيوت يو استاد، ډاکټرډېويډ فرالي واي، دا نظریه چې په هند کی هيڅ تمدن نه و او هرڅه د لویدیځ بهرنيانو له ځانه سره راوړل، غلطه ده. په هند کې لرغونی انسانانو طبقاتي وېش نه لاره. خو د وېدونو اریه پخپل منځ کې طبقې لرلې. هغو خلکو چې “اتهراوان” په عبادتځای کې يې اور بل ساتلو، وروسته “برهمن” شول. تکړه او جنګي کسان ” کشتري” نومیدل او سردار یا باچا به له دغې ډلې و. د ډوډۍ غم به کروند ګرو په غاړه و چې دریمه ډله ” وېش” شوه. ترڅو دوی په کوچ کې و نو څلورمه طبقه يې نه لرله. بیا په ښاري ژوند دوی مزدور ته اړتیا لرله نو دراوړ يې غلامان کړل او د “شودره” په نوم څلورمه طبقه يې جوړه کړه. اخوا په ایران کې پاتې اریایانو “ماګه” یا مجوسیانو ته د “خیراو شر” خدایانو سره د اړیکو امتیاز ورکړو. باچا د دوی په خوښه ټاکل کېدو او دریمه طبقه ” دګان” یا دهقان زمکه کرله.
د وېدونو آریا د هند يو باچا “سمبارا” سره تر ۴۰ کاله ملګرتیا وروسته جنګېږي. دوی د اندرا ستاینه کوي چې”۵۲” زره تور پوستي يې مړه کړل، د دوی کلاگانې يې لکه د ټوکر وشلول، د سمبارا ۹۹ کلاگانې يې ويجاړې کړې او ۳۰ زره “داسه” يې ووژل. ” د اریایانو۳۰ قامونه په نوم یاد شوي دي چې يو باچا سوداس په ۱۲۰۰ ق.م کی ۱۰ نورو اریایی ډلو سره وجنګیدو. په ۸۶۰ ق.م کی د جمنا پرغاړه د دوی دوو قبيلو “پانډو” او “کورو” تر منځ د گنگا پرغاړه (هستينه پور)کې لوی جنګ وشو. د دې داستان په ۱۰۰۰۰۰ بېتو کی وليکل شو چې “مها بهارت ” نومېږي. د پورو قبيلې يو مشر اسينارا زوې سېوۍ و چې په نوم يې د بلوچستان “سبي” ښار اباد شو. يو بل باچا ناگاجيت (نګنجیت) په ۱۰۰۰ ق م کې د ټېکسلا حاکم او د گندهارا لومړې باچا گڼل کيږي. په ۶۰۰ ق م کې يو بل باچا ” پوکوستي” د کابل، کرمې، کندهار، هرات او په لوېديځ گندهارا حکومت کاو.
په ۲۰ پېړۍ کې د جرمني هټلر د آریا نژاد مفکوره خپلو خلکو ته ورکړه چې د نفرت سیاست و. ډېر پښتانه هم په دغه لاره روان دي چې خپل ځان له نورو قامونو غوره ګڼي. د دغه سیاست وخت اوس تیر شوی دی.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. تمدن هند. سید علی بلګرامی. د فرانسوی محقق ډاکټر ګستاولی بان د څېړنو بنسټ( اردو) . ۱۹۶۲م مقبول اکاډمي لاهور.
۲.د هند ارياي نسلونه- رام پرساد چنده، د راجشاهي د وريندرا څيړنوټولنه. ۱۹۷۶ م. انډولاجيکل بک کارپوريشن. ډېلي.
۳. هند، يوه تاريخ. جان کي. ۲۰۰۰م -هارپرکولنز، ۳۲-۳۶ او ۵۷ مخ
۴. په هند د اريایی حملې افسانه. ډاکټر ډيوډ فرالي. د ويدي علومو امريکاي انسټيټيوټ.
۵. لرغونی هند. رمیش چندر مجومدار. موتیلال بنارسیداس خپرونې. ډېلي- ۲۰۰۳م – ډیجیټل بڼه. ۲۸ مخ.
۶.د لرغونی سانسکرت ادب تاریخ. د برهمنانو لومری دین. میکس ملر. ویلیم نارګیټ. لندن پاریس. ۱۸۶۰م

1. The Aryans and the Holy Vedas. B&Y Padhyay Pranab.1993 Research. KK294-5921/699473. Calcutta.
2. The Rigveda. The oldest Aryan Book. 2000 to 1000BC. Charles F. Horne. Kessinger Publishing. 2010
3. Zoroaster. The First known teacher of the Aryan Race. Charles F. Horne. Kessinger Publishing 2010
4. Looking for the Aryans. R.S Sharma. Orient Blackswan Private Limited. 2014
5. Aryans. Myth and Archealogy. M.K. Dhavaliker. Munshiram, 2007

Leave a Reply

Your email address will not be published.