په ۱۸۶۷ م کې د بارکزوعبدالرحمن د امیر شیرعلي خان د پوځ سره په جنګ و. ده غزني کې له ماتې وروسته، قلات غلزي نه د وزیرو سیمې ته واوړېدو. دی لیکي، ” ما د خپلې ماتې نه وروسته څه نه وو خوړلي. خپلو سوارو ته مې وویل چې سخت وږې یم او یوه ټوټه غوښه راته راوړئ. یو کس په خپلو پېسو غوښه، کؤچ او پیاز واخیستل. مونږ سره د پخولو لوښې هم نه و او ځایی خلکو د خاورو لوښي کارول. بیا زما کسانو د اوسپنې یو لوښې پیدا کړو. په دې کې يې د ښوروا پخولو لپاره غوښه او پیاز واچول. لوښی مو د یو لرګي سره وتړلو چې په دوو نورو لرګو ټینګ او ورلاندې مو اور بل کړو.
کله چې دا پاخه شول نو ما د غوښې راویستلو لپاره لوښي ته لاس کړ خو ناببره یو سپي ورټوپ کړل. هغه لرګی چې لوښی ورپورې تړلې و، سپي د هډوکي په شان په خله کې یوړو او د ښوروا لوښی چپه شو. خلکو سپي پسې وځغستل خوغوښه د خوړو نه وه. له دې راته د خدای قدرت معلوم شو. درې ورځې وړاندې ما سره ۱۰۰۰ اوښان، د پخلي لوښي پرې بار روان وو. اوس یو سپي د خواړو سره سره د پخلي لوښی هم رانه یوړو. په دغه شرموونکي پیښې خندا راتله. ما سپوره ډوډۍ وخوړه او ویده شوم.
د وزیرو کلاګانې په “مورغه” کې وې. زما تره (اعظم خان) چې د سیمې خلک يې پیژندل، د دې ځای ملکانو ته زمونږ د رهنما په لاس لیکونه ورواستول. په جواب کې ۱۰۰ سپاره زمونږ هر کلي ته راغلل. شا و خوا ۱۰۰۰ پلي کسانو زمونږ په درناوۍ ملي نغمې وغږولې. دوی دوه ورځې زمونږ میلمستیاوې وکړې او اسونه يې راته ماړه کړل. مونږ ورته پېسې ورکولې خو دوی انکار وکړو. سردار عبد الله (د عبد الرحیم زوی) ۲۰۰ طلایی سکې ما ته راکړې وې. هم دغه زمونږ ټول شته وو. عبد الله دا سکې د خپل کارتوس په پېټۍ کې دننه ساتلي چې د رانجو له کبله تک تور وو. د دوو ورځو له دمې وروسته مونږ بیا سفر پېل کړو او یو بل ځای ایسار شو. هلته خلکو د ډوډۍ لپاره رانه پېسې غوښتلې.
ما د هغو سکو نه یو څه ورته وړاندې کړل خو خلکو نه منل، دا يې د مسو ګڼلې او روپۍ يې رانه غوښتلې. شیر جان سره ۱۰۰۰ روپۍ وې نو هغه ته مې وویل چې دا ورله ورکره او په بدل کې رانه طلایی سکې واخله. خو هغه هم نه منل. ویل يې “چې تا نه څوک نه اخلي نو زما له لاس به يې څوک واخلي؟ اخر مجبوره شوم چې په زوره ترې واخلم. هغه له مې ۱۰۰ طلایی سکې ورکړې اوپه دغو پېسو مې د سړو او اسونو لپاره خواړه واخیستل.
د امیر عبد الرحمن یادښتونه.
صفیه حلیم