د ډوما جنګ


د ۱۷ پېړۍ په نیمایی کې دغه جنګ د هزاری تور غر کي وشو او په نتیجه کې یوسفزو دلته نورې زمکې ونیولې.
د چترال او ګلګت له غرونو تر اباسین په درو کې لرغونی آریایی قامونه مېشت دي. په سوات، کونړ، نورستان، کافرستان، چترال، ګلګت، اګرور او تالاش کې اوسېدونکي وګړي په نسلی توګه پښتنو نه توپیر لري او دلته د زرګونو کالو نه مېشت وو. د دغو ټولو لپاره “دردیک” یا “درد” توری کارېږي چې د ژبو، عقیدو او د کړو وړو د توپیر سره وېشلي وو. د پاکستان “کېلاش” قام اوس هم د خپلو روایات او عقیدو منونکي دي.
ډوما د اباسین په ختیځه غاړه د هزارې د تورغر په یوه دره کې میشت و. دوی د مانسهری پکهلي راجه ته پتمن وو چې مغلو ته يې باج ورکاو. دغه ټوله سیمه اوس د “کوهستان” په نوم پیژندل کېږي. ډوما درې ته تلل ګران وو ځکه سړک ورته نه و او خلک يې ځان له یواځې پاتې وو. د قام مشر “ډوما خان” به اوړی بونېر او ژمی د تور غر په پلوسه کې تیراو.
په ۱۶۲۰م کې د کالو خان له مړینې وروسته د یوسفزو باکو خان قامي مشر شو. ده د شاو خوا نورو زمکو د نیولو لپاره لوی لښکر جوړاو. هغه وخت د صوفي مسلمانانو څو ډلې، یو بل سره په مناقشو اخته وو. د چشتیه صابري صوفي طریقې منونکي په دوو ډلو چشتیه نظامي او چشتیه صابریه وېشلي وو. صابریه ډله د اورنګ زیب خلاف او پښتانه يې د هغه مخالفت ته راهڅول.
د اخوند څالاک (چالاک) اصل نوم اکبر شاه و. د ده د نسب په اړه هر تاریخ بېل معلومات ورکوي. یو دا چې هغه په خټه درانی ابدالی افغان وو. د ده بل ورور عمر د “پیر سباک” په لقب مشهور و. دواړه وروڼه د اخوند پنجو ( شیخ عبدالوهاب) مریدان او د اخوند درویزه ډلې سره يې مخالفت لرلو. په تاریخ مرصع کې لیکلي دي چې دی ” د خېل له مخې ترین دی خو پلار یې په خټکو کې استوګن وه نو له همدې بابته به هر وخت د خپل پلار د زیارت لپاره راته او پخپله د غزا په هیله له یوسفزو سره اوسېده.” اخون درویزه لیکی چې یو ځلې د خټکو پیران، عمر او څالاک، بونېر ته راغلل. خلکو غوښتل چې دوی له ما سره مناقشه وکړي خو زه خاموش پاتې شوم.
چالاک دره د کابل په شمال کې ده. بابر لیکي. ” د کابل کلا په جنوب کې لوی تالاب دی… شا و خوا دري مرغزار چې د یو نوم ” سیاه سنګ، بل سونک قورغان او دریم چالاک دی…”
اخوند څالاک له اخوند پنجو دیني زدکړې تر سره کړې نو هغه ورله یو اس او توره ډالۍ کړل. هم هغه وخت ملا څالاک د یوسفزو مشر ته ورغلو او هغه يې جهاد ته راوهڅاو. د خدو خیلو باکو خان د ده په اشاره خلک راټول کړل او د پښتنو په هوجرو کې د مغلو خلاف د غزا تیاري پېل شوه. اورنګزیب د یو سخت دریز مسلمان و چې په موسیقۍ يې بندیز لګولی او پخپله د اسلامي شریعت پابند و. خو اخوند څالاک د هغه مخالفت کاو. د اورنګ زیب په تاریخ کې ملا چالاک “دوکه باز او سازشي” په نوم او باکو خان “تورمخی” نومول شوی دی.
د اخوند څالاک د جهاد هدف واړه قامونه زپل وو چې اورنګزیب ته پتمن وو. هغه په تنولي کې د دوو مشرانو سره ولیدل چې په هزاره کې د ” لالوګلۍ” سیمه په زوره له مغلو بیرته واخیستو. د تنولیانو شفاهي کیسو کې وایی چې اخوند څالاک هلته د ” بادشاه ډوما” له خوا وننګول شو. په ۱۶۶۷م کې اخوند څالاک باکو خان په ملاتړ، بټه ګرام کې د مغلو په “چنچل”(چانجل) کلا حمله وکړه. ملا څالاک د یوسفزو نه علاوه د مندڼو نورو قامونو ته هم د جهاد پیغام ورساو او تور غر په درو کې يې وړې حملې شروع کړې.
په یو ټاکلي ورځ د ملا څالاک لښکر په ډوما وروختل او هلته يې یو ناتار جوړ کړو. د ډوما له خوا ورسره سخته مقابله وشوه. د ډوما باچا پخپله هم د جنګ میدان ته راوتلې و. وايي چې د حسن زو د کوټوالي یو ځوان په هغه غشی وویشتلو. د باچا له مړینې سره پښتنو په دغه دره یرغل او په چور چپاول يې ګوتې پورې کړې. د هر چا لاس ته چې ورتلل هغه يې د غنیمت په توګه له ځانه سره وړل. د ډوما د خان کونډه ” شنډۍ” اخوند څالاک په زوره مسلمان او باکو خان ته په نکاح کړه. ورپسې د ظلم او د یو قام د ختمولو لړۍ پېل شوه چې مشر يې اخوند څالاک و.
هغه په تور غر کې د یوسفزو مداخیل، حسن زي، اکازي، نصرت خیل او بسيخیل قامونه میشت کړل. د ډوما خلکو د کر زمکې يې په هغوی وویشلې او د دغه درې بڼه يې بدله کړه. خپل ظلم ته د جواز ورکولو لپاره یوسفزو د ډوما په اړه رنګا رنګ کیسې جوړې کړې. ډوما يې د انسان په ځای ځناور یا وحشي مخلوق وګڼلو. دا چې د ډوما خلکو خامه غوښه خوړه، وینه د اګۍ ژیړ په شان وي. هم هغسې چې د یورپ سپین پوست اباد کارو د افریقه خلک “ځناور” اعلانول.
د یوسفزو د ابادولو سره سره اخوند څالاک د کافرانو په مسلمانولو لاس پورې کړ. په دیر، کوهستان او سوات کې د ډوما په شان نور قامونه هم د ده هدف شول چې پخپلو پخوانو روایاتو ولاړ وو. اخوند څالاک به د خپلې ډلې سره ورتلو او پوره کلي ته به يې د اسلام دعوت ورکړو. بیا په یو ټاکلي ورځ هلته حمله وکړه او چې څوک به نه وو مسلمان شوي، هغه به يې ووژل. هم دغسې یو جنګ د بره دیر په ” بټوټ” کې وشو چې هلته د کوهستان لوی شمیر خلک يې ووژل او یواځې هغه کس به يې ژوندی پریښودو چې کلیمه به يې ورته وویله.
په تورغر کې د یوسفزو اباد شویو قامونو، شا و خوا ۲۰۰ کاله، د اباسین پرغاړه ” د ډومامو ګټ” په نوم یو لوی تیږې خپلې جرګې کولې. دا تیږه په ۱۹۷۰م کې د تربیلا بند د جوړیدو په وخت په اوبو کې پټه شوه. هلته اوس هم ” ډوما خوړ” شته چې پکې د دې قام باچا وژل شوی و. اخوند څالاک پخپله هم د اباسین پر غاړه یو کلی ” کابل ګرام” کې مېشت شو. وروسته د هغه زوی اشرف شاه د ” سواتو بابا” په لقب مشهور و. دی د مانسهری د بټل په هروړي خاکو کلي کې اوسیدو. د ده ټبر سري د خپل نوم سره سید او د شاه توری کاروي نو ځکه خلک يې سېدان ګڼي.
د دیر کوهستان بره غرونو دردیک خلکو تر۱۹ پېړۍ هم خپله عقیده نه وه پریښې. د برطانوي هند له خوا ټاکل شوی د “دیر” پښتون نواب، د خپل ریاست د پراخولو لپاره، د کوهستانیانو په زمکو اخیستو لاس پورې کړ. د انګریز په نوي وسله سمبال پښتانه به کلیو ته په زوره ننوتل. هغوی سره به یواځې غشي لیندی یا جزېل ټوپک و. زوره ور خلک به د نواب له پنجو وتښتیدل او کمزوری به په زوره مسلمان کړی شول.
د اباسین پر څنډه دوه ځایونه بر او کوز ” کابل ګرام” نومېږي. دلته یوې پخوانۍ هدیری کې د اخوند څالاک قبر هم شته چې توره پرې جوړه ده خو د مړینې نېټه پرې نه ده لیکل شوی. په ډوما دره کې اوس چغرزی قام پروت دی. د اخوند څالاک د کورنۍ ” مولانا ولی الله کابل ګرامي” د پاکستان د طالبانو په تحریک کې د ملا فضل الله سره مله و.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.اخوند څالاک. جنګي پیر. جهانداد خان. آنلاین مقاله. ۱۴ می ۲۰۲۰م.
۲.یوسفزی افغان. الله بخش یوسفي. محمد علي تعلیمي ټولنه. کراچی ۱۹۶۰م
۳. تاریخ مرصع. افضل خان بن اشرف خان بن خوشال خان خټک – یونیورسټی بک ایجنسي ۲۰۰۴م.
۴.د هندو کش قبایل. جان بډلف ( ژباړه ظفر حیات پال) د شمال خپرونې ګلګت ۲۰۱۲م
۵.تاریخ هزاره. منصف خان سحاب. مکتبه جمال. لاهور ۲۰۱۴م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *