بند امیر
د الوتکې له کړکۍ د غرونو په منځ کې نیلا اوبو لوی کاسی ښکاري.
د بامېانو نه ٧٠ کلوميټر شمال لوېديځ کې د ” یکاولنګ”ولسوالي کې بند امیرچینې د هندو کش په غرونو کې ۳ زره میټر لوړ واقع دي. ددوی منرالي اوبه د غرونو له درزونو را ووځي چې په نړۍ کې ګوتو په شمېربیلګې شته. په اوبو کې دومره کیلشیم وي چې د دې چاپېره دېوالونه يې جوړ کړي دي. له زمکې ۳۰۰۰ میټر لوړ زرګونو کاله پخوا د غرونو سره لاوه په اوبو کې ورګډه او دا قدرتي جهیلونه يې جوړې کړل.
“امیر” په شیعه عقیدی، د حضرت علي (رض) لقب دی او بند امیر په نوم ایران کې هم څو ځایونه شته. د بامیانو بند امیرهره کاسه او جهیل خپل نوم لري. تر ټولو لوى ” بند هېبت” ۱۵۰ میټر ژور او ۲ میله اوږد دی. د دې سره یو وړوکی زیارت د حضرت علی ( رض) ته منسوب دی چې ځینې تبرکات پکې ایښودل شوي دي.
تر ټولو لوړ يې “بند زوالفقار” ۴ میله اوږد دی. د دې سره جوخت “بند پنير” ١٥٠ ميټر اوږد او تر ټولو وړوکى جهیل دی. له بند هېبت اوبه ۳۰ میټر ښکته ” بند قمبر” ته ورتوی شي. پينځم جهيل “بند غلامان” نیم کلومیټر دایره کې ښکاري او یوې تیږې نه تودې اوبه راووځي چې “چشمه شفا” نومېږي. شپږم جهیل څو میټر اوږده پټۍ ده چې پکې د پودینې بوټي راشنه شوي دي او بند پودینه په نوم مشهور دی.
د اوبو سرچینه دننه په اورشیندي غرونو کې ده او کله چې دا ګرمې اوبه بهر راووځي نو په دې کې ورګډ سپین زیړ بخن چونه په کلکو کاڼو ونښلي. د کلونو په اوږدو کې دا مواد په بند امیر کې پخپله د اوبو تالابونه جوړ کړي دي.
د چشمه شفا په نوم چینې سره شا و خوا زیړ بخن رنګ زیږه زمکه د کیلشیم کاربونیټ نښه وي. په اطالیی کې دا تيږه د جوړښتونو لپاره کارېږي ځکه سپک خو کلکه وي. د ټولو جهیلونو ترمنځ د کیلشیم کاربونیټ سپین دېوالونه د وخت له تیرېدو سره خپل شکل بدلوي. د دې ځای اوبه وړاندې د بلخ سیند سره یو ځای کېږي.
د بند امیر نه علاوه د اوبو یو بل جهیل ” بند اژدهار” نومېږي چې د بامیانو ښار نه څو کلومیټر جنوب ختیځ کې دی. دا هم په زمکې کې دننه د کاربن ډای اوکسایډ لرونکی تیږو نه راووځي او پر زمکه کیلشیم کاربونیټ راټولوي.
له دغو اوبو په ” اژدانر” ولسوالۍ کې ۱۸ نهرونو (کنالونو) ته کر کروندې لپاره اوبه ورکړی کېږي. په ۲۱ پېړۍ کې دلته د سېلانیانو تګ زیات شوی دی او ځینو کاروباریانو ورته واړه ” موټر کشتۍ” هم راوستي دي. خلک دوی ته پېسې ورکوي او جهیل سېل کوي. خو په دې خاموش او ښکلې دره کې د بادباني کشتیو اړتیا ده.
صفیه حلیم