بامیان


د کابل نه ١٤٠ ميله شمال لوېديځ کى بامیان يوه خوندى دره ښکاري. کله چې لوړ واورې ویلي شي نو ښکته سیند له اوبو ډک او کله کله سیلاب هم پکې راشي. د دې هواره زمکه ډبرینه او قولبه پکې نه ګرځي خو قدرتي څمڅې او غارونوانسان ته د ژمي له سختو واورو پناه ورکوله. تر ۲۰ پېړۍ هم دلته تلونکي خبر نه وو چې په غر کې توږل شوی مجسمې د چا وې. ځای خلکو به دا” سلسال” او ” شاه ماما” بلل.
په ۱۸۳۵م کې برطانوي چارلس مېسن لوی مجسمي شا ته يوه لاره وموندله چي راهبان به پرى تلل راتلل. بل کال “جان ووډ” د آمو سیند د سرچینې معلومولو لپاره بامیانو نه تیر شو. پخپل کتاب کې لیکي چې “هلته لویو مجسمو، څمڅو او دعجیبه نسل خلکو د تاریخ او تمدن په اړه هیڅوک خبر نه دي.” مهابهارت” منظوم داستان کې وایی چې ۵ پانډوانو پخپل مټ په تیږه کې دا مجسمې وتوږلې.
په ۱۹۰۶م کې د اوومې پېړۍ چینایی راهب خوان زانګ د سفرنامې په ژباړه څرګنده شوه چې د بامیانو مجسمې د ګوتما بودا او د هغه منونکو بودایانو ۱۶۰۰ کاله پخوا جوړې کړې وې. بامیانو ته د تلو لپاره شمالي لاره “شیبر” او جنوبي لاره حاجي گک له درې تېرېږي. دا دواړه لارى د ژمي په واورو کې بندې وي. د میلاد نه درې پېړۍ وړاندې، د بامیان په ۵۰۰ میټر لوړې غونډۍ د ضحاک باچا دنګه کلا کومو انسانانو جوړ کړو؟ د دوی نسل، ژبه او عقیده څه وو؟ ایا اوسني هزاره له هم هغه وخت دلته ژوند کوي او که نا؟ ځینې وایی چې دوی په ۱۳ پېړۍ کې د چنګیز د پوځ پاتې ۱۰۰۰ کسان وو؟
د ۱۶ پېړۍ د اکبر باچا وزير ابو الفضل په “ايين اکبرى” کى د بامیان څمڅو او لويو مجسمو نه علاوه د يو موميایی مړي په اړه وایی.
” په يوې څمڅې کې تابوت او پکى یو سړى د مرگ په خوب اوده دى. د سیمې ډېرسپین ږیري هم د دى تابوت له قدامت خبر نه دي خو دا د پخوانۍ زمانى یو یادګارګڼي.” د مړي مومیایی کول، د بودایانو دود نه دی، دوی مړی سېزي. نو هغه تابوت د چین یا مصر سره څه تړاو لرلو؟ ولې په تیرو دوو پېړیو کې هیچا د دغه تابوت زکر نه دی کړی؟
بودایی راهبان د ګوتم بودا له مړینې ۷۰۰ کاله وروسته بامیانو کې قدم کیښودو. کشان واکمنو، له ۳ پېړۍ د دغه مذهب سرپرستي کوله او تر۵ پېړۍ بامیان د ګندهارا “وېټیکن” شو. د بودا لویو مجسمو جوړولو لپاره غرونه وتوږل شو او تر ۵۰۰ کاله په څمڅو کې انځورونه جوړیدل. کشان سلطنت ختم شو او ورپسې د اوږدې مودې جنګونو لوی عبادت ځایونه ویجاړکړل خو بامیان بیا هم خوندي و. په ۵ پېړۍ کې فاهيان او له هغه دوه پېړۍ وروسته خوان زانگ د بامیانو شاهي ماڼۍ، کتابتون، یوعبادت ځای، او پکې د بودا غځیدلې (نروانه) ۳۰۰ میټر اوږده مجسمه ولیده. په ۲۱ پېړۍ کې د نروانه بودا لټون وشو خو هغه پخوا ماته او ورکه وه او په ځای يې یوه بله وړه غځیدلی مجسمه پیدا شوه.
د باميانو راهب او هنر مند د شپې ارام کاو، د ورځې به يې په تېشه، برش یا رنګ بودا ته خپل عقیدت څرګنداو. ښایی په هره سمڅه کې د هنرمندانو ترمنځ سیالي روانه وه. څوک له تیږې د بودا نقش راباسي چې په مراقبه ناست دی. بل د غار چت سره نږدى ۱۰۰۰ وړو بوتانو انځور ته ملا تړلې ده. دریم د چت دننه یو ګومبد په توږلو بوخت دی. یو انځور شوی سيمرغ، د باز سر او د زمري وجود لري. دا طلايي- نقریی- نيلا او سور رنگونو کې يوغوایی څنگ ته، بل ځای يږه او زمرى یو بل ته مخامخ ولاړ دي. تاج په سرشهزاده سدهارتهه، له بودا کیدو وړاندې، شاهي ماڼۍ او بیا د مریدانو په حلقه کې، ناست یا ولاړ دی. په ۷ پېړۍ کې د بامیانو انځورګرپه ټکیدلي رنګ کې د غوزانو يا کونځلو غوړ ورګډ کړل چې انځور يې تلپاتې وي. په ۵۰ سمڅو کې ۲۰ غوړرنګ انځورونه (آیل پینټنګ) لري.
په نهمى پېړۍ کې عرب لښکرو مجسمې ولیدلې نو دا يې د مصر د اهرامو په شان د نړۍ په عجایبو کې شامل کړل. په ۸ پېړۍ کې د صفاریانو په امر مجسمو د ماتولو هڅه وشوه. په ۱۳ پېړۍ کى چنګيز د ضحاک کلا نه “شهرغلغله”جوړه کړه او عسکرو يې د لویو مجسمو په سرونو غشي ویشتل. بیا افغان سیلانیان به په دې ویاړیدل چې دوی د بودا سر ته ورختلي او هلته يې ډوډۍ وخوړله. په ۲۰ پېړۍ کې لرغون پوهان هلته ورسیدل او د لویو مجسمو تر شا سمڅو کې يې صحیفې وموندلې. دا د ونی په پاڼو او د هوسۍ په پوټکي سانسکرت ژبه کې کښل شوی چې د هند او سریلنکا د ماهایانه فرقى راهبانو ځان سره ګرځول. ترټولو زوړ پکى د لومړي پېړۍ نه پاتې وه. پاڼې په گندهاري لیکلې وی چې تر ۴ پېړۍ د دین او کلچر ژبه وه. دا څه کابل میوزیم او نورفرانسی ته يې یوړل. په ۲۰۰۱م کې کله چې طالبانو د لویو مجسمو په پښو کې بارود کیښودل نو ټوله نړۍ هېښ وه. د افغانستان کاروباري ته موقع په لاس ورغله او د لرغونو توکو بازار تود شو. د باميانو ځینو خلکو په دلالانو دومره توکى خرڅ کړل چى څارى يې نه ليدل کېدو. د صحیفو په ارزښت څوک نه پوهیدل او د زیاتو پېسو په حرص یوه لویه پاڼه به يې ټوټى کړه. بى شمېره انځورونه هغه وخت ایران ته یوړل شول چې بامیانو کې يې کونسلګړي وه. دوی د غر د پاسه په افغان ګرځندوی هوټل کې د کاشي خښتو یو دېوال را تاو کړو او کوم ځای نه چې د لوی مجسمې څېره ښکاریده، هلته په یو محراب يې د خمېني څېره خښه کړه.
د ناروى يو تجار”مارټن شويين” چې د نړۍ له هر گوټ، صحيفى راټولوي، د اوسلو پوهنتون پروفېسر “جېنز برارويگ” ته ددى د مطالعې او چاپ کار سپارلې و. په دوی کې ۱۰۸ لوی او وړې صحیفې هغه د لندن یو کاروبارى” سېم فاگ” نه اخيستى وو. پروفیسر باورلري چى د بودای صحيفو زياته برخه د باميانو هغه کتابتون نه وه چى د “ماها سنگيکا” خانقاه سره جوړ او خوان زانګ هم لیدلی و. د بامیانو داستان لا پای ته نه دی رسیدلی او تر څو چې انسان په دې نړۍ پاتې دی، نورې کیسې به رابرسېره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *