په روم کې د یو باچا له واده ۴۰ کاله وروسته زوی وشو چې نوم يې بهرام و. شهزاده د سبق نه علاوه تکړه پوځیانو نه جنګي فنون ورزده کړل. د ۱۵ کالو په عمر کې باچا یو دربار کې ورته خلعت په غاړه او د ۶۰ زره پوځ مشر يې وټاکلو. پلار ورته نصیحت وکړو چې په “عاجزانو به رحم او هر کار کې د تدبیر نه کار اخلی.
یوه ورځ شهزاده د خپلو ملګرو سره ښکار ته لاړو. ده په خپلو مټو و زمری ووژلو نو ټول د ده میړانې ته حیران شول. هغه شپه دوی په بیدیا تیره کړه او بله ورځ شهزاده یوی هوسۍ ته غشی برابر کړو خو هغه په ځغاسته له سترګو پناه شوه. بهرام ورپسې شو او لاره يې ورکه کړه. اخر اس يې ستړی شو نو هغه يې څریدو ته پریښودو او پخپله په پښو روان شو. په یوې غونډۍ چې وختلو نو هلته د روانو اوبو او ونو ترمنځ یوه ګومبده جوړه وه. دی وردننه شو نو یوه دکانچه يې ولیده چې یو ښکلې تخت او ورباندې د مرمرو جوړ جینۍ د سړو جامې اغوستې ناسته وه. شهزاده بهرام د مجسمې هنر ته ګوته په خله شو. هلته ناست یو سپین ږیري، شهزاده ته وویل چې ” دا د چین شهزادګۍ ” ګل اندام ” بوت دی. زه تجارت لپاره یو ځلې چین ته تللې وم نو د فغفور باچا لور ذکر مې واوریدو. زه د نورو خلکو سره د هغې دیدن ته ورغلم او څو وارې مې ولیده خو د هغې حاصل ناممکن وو. هلته یو نقاش راته دغه مجسمه جوړه کړه. ما خپل مال په وارثانو وویشلو، له خلکو ګوښه شوم. دوه مرېیان راته ډوډۍ راوړی. دغه ګومبده کې ناست د ګل اندامې څېره راته ژوند راکوي.”
شهزاده د ګل اندام په عشق کې چین ته د تلو هوډ وکړو. سوداګر ورته وویل چې ستا په شان بې شمیره شهزاده ګان هلته پراته دي خو هغه په هیچا نظر نه کوي. بهرام نه منل او اخر سپین ږیري ورته د چین لاره وښودله. شهزاده بهرام یوه میاشت سفر نه وروسته یو باغ ته ورسیدو، اس نه ښکته او یو ونې لاندې ویده شو. ناڅاپه د چا په غږ راویښ شو. یوه ښځه د ډوډۍ خوانچې سره ورته ولاړه وه. شهزاده ته يې وویل چې دا د پیریانو باچا “سیفور” باغ دی. هغه پینځه وروڼه لري چې اوس ښکار ته تللي دی. د دوی خور ” سرآسیا” دا ډوډۍ در رااستولی ده. ډوډۍ وخورې نو ژر له دغه ځایه درومه، هسې نه چې د هغې وروڼه څه زیان درواړوي.
شهزاده ډوډۍ وخوړه، لاس يې دعا ته پورته کړل او سراسیا ته يې مننې سره تش لوښي واستول. ناببره د لیرې نه يې د اس سپارو دوړه يې ولیده. تر ټولو وړاندې د غر په شان لوی سړی او څلور نور ورپسې وو. کله چې باغ ته نزدې شول نو په قهر يې وویل “شماس” دا څوک زمونږ باغ ته راننوتي دی؟ ورشه! لاس تړلې يې ما ته راوله.” شماس د بهرام لوري ته اس وځغلاو او په چیغه يې وویل چې ولې زمونږ باغ کې ناست يې؟ شهزاده ورته وویل چې مساپر یم. خو شماس پخپلې “مصري تورې” په بهرام ګوزار وکړو. شهزاده د شماس توره ونیوله او هغه يې له اس راغوزار کړو. بیا يې هغه ونې سره وتړلو. لنډه دا چې ورپسې نور وروڼه ” قماس- سیمل- کیمل او جېپور” هم پرله پسې ونې سره تړل. سېفور په چیغه بهرام ته وویل چې اوس به ما ته ځان ټینګ کړې. بهرام سیفور هم پر زمکه پړکړو او په سینه يې کیناستو. سراسیا دا هر څه له کړکۍ کتل او کله چې شهزاده خپله توره سېفور د وژلو لپاره وویستله نو ناڅاپه يې غږ وکړو چې، ” د خپل پلار نصیحت درنه هېر شو؟ بهرام چې سر اسیا ولیده نو له هغې يې وپوښتل چې ته څوک يې او زما د پلار نصیحت نه څنګه خبره شوې؟ سراسیا جواب ورکړو چې ” زه یو وخت ستا د پلار دربار نه تیرېدم چې د هغه نصیحت مې ترغوږو شو. دا زما وروڼه دي او ورسره رحم وکړه.”
شهزاده بهرام د سرآسیا په لوظ، چې نور به دوی خلکو ته آزار نه ورکوي، سېفور او وروڼه پریښودل. بهرام په اس سپریدو چې سېفور له هغه بخښنه وغوښته او د ده په خواست یوه شپه ورسره پاتې شو. سېفور هغه پخپل تخت کینولو او ټولو پیریانو ورته تعظیم وکړو. بهرام غوښتل چې خپل سفر جاري وساتي خو سېفور ورته وویل چې مونږ له یو دشمن خلاص کړه.
د سېفور دشمن “افراد” نومې دېو په یو کوهي کې اوسیدو. شهزاده د هغه وژلو لپاره په اس سپورشو او سېفور د خپلو وروڼو او پوځ سره ورپسې روان و. کله چې دی کوهي(څاه) ته ورسیدو نو له اس ښکته شو، خپله نېزه يې پرې کیښوده او هغه يې د سېفور خوا ته وشړلو چې شا ته په یو غونډۍ ولاړ و. شهزاده بهرام کوهي ته ښکته شو نو هلته په یو تخت د افراد سر، په بل نیم وجود او په دریم يې پښې پرتې وې. یو خوا ته ښکلې جینۍ ناسته او په پښو کې يې زنځیرونه وو. جینۍ په ژړا بهرام ته وویل چې هغه “روح افزا ” ښاپېرۍ او دیو را تښتولې وه.
شهزاده په غافل دشمن حمله نشوه کولې نو د دیو پښه يې راښکله چې ویښ شي. بیا خپله توره يې د هغه په زړه ورننویسته او دی يې ووژلو. د روح افزا زنځیرونه مات او دا له کوهي رابهر شوه.
بهرام چین ته روانیدو نو شماس ورته خپل ویښته ورکړل، چې څه مشکل درباندې راشي نو یو ویښته په اور کیږده او زه به هم هغه وخت ستا مرستې ته حاضر شم.
شهزاده څو ورځې مزل نه وروسته، اخر چین ته ورسیدو نو هلته د دوو پوځونو ترمنځ جنګ روان و. د لمرډوبیدو سره جنګ بس شو او دواړو غاړو خپل مړي او زخمیان د میدان نه یوړل. بهرام د ښار کلا ته رسیدو نو لویه دروازه بنده وه. هغه یوه تمبه وټکوله نو “اورنګ” نومۍ پوځي له کړکۍ سر را بهر کړو او پوښتنه يې ترې وکړه. شهزاده ورته وویل چې زما کاروان به سبا رارسېږي، د شپې ځای مې پکار دی. هغه د محافظانو کوټې ته وردننه کړو نو د جنګ سبب يې وپوښتلو. اورنګ ورته وویل چې د بلغار شهزاده بهزاد د ۸ لکه لښکر سره ګل اندام شهزادګۍ غواړي خو هغه ورسره واده نه کوي. اوس بهزاد هره ورځ هره ورځ زمونږ د پوځ سره جنګ کوي. بهرام خپل اس او توره اورنګ ته ورکړل او هغه نه يې یوه لمڅه (د ګډ پوستکی) وغوښته. ځان له يې یوه خرقه جوړه کړه او بله ورځ د شماس یو ویښته يې اور ته واچاو. شماس حاضر شو نو ورته یې وویل چې اوس مې ستاسو مرسته پکار ده.
شماس او سېفور د پیریانو لښکر راټول کړو او چین لوري ته والوتل.
د شپې بهزاد په ویده لښکر پیریان ورګډ شول او شهزاده بهرام پخپله د بهزاد سر ورپریکړو، په نیزه يې وټومبلو او یو لیک يې ورسره ونښلاو. په دې کې لیکلي وو چې دا ما یاني بهرام وژلی دی. سهار شورماشور و چې د بهزاد لښکر د شپې کوتره شوی دی. فغفور باچا پخپله ورغلو او میدان يې له مړو او زخمیانو ډک ولیدو. یو ټپي ورته وویل چې مونږ هیڅ په سترګو نه لیدل خو ګوزارونه راباندې کیدل. په نیزه ټومبلی د بهزاد سر يې فغفور ته راوړو. ورسره نښتې لیک قاضي په زوره ولوستو نو باچا اعلان وکړو چې بهرام دې ورته حاضر کړې شي. خو هیچا ته د هغه درک معلوم نه و. خط او نیزه خزانچي ته وسپارل شو چې وې ساتي.
اخوا بهرام د فقیر په جامه کې د ګل اندام لیدو لپاره محل نه بهر نورو خلکو سره ناست و. شهزادګۍ به په میاشت کې یو ځل د محل ګېلري کې را ښکاره شوه او خلکو به يې دیدن کوو. یوه ورځ ګل اندامه د خپلو وینځو سره را ښکاره شوه چې ښایست يې خلک لیوني کړي وو. ډېر وخت وروسته هغه دننه لاړه خو شهزاده بهرام تر ماښام هم هلته ناست و. دی یو دېوال په تیږو بره وختلو او په ګیلري کې يې دننه د ګل اندام دیدن کاو. دی ټوله شپه هلته ناست و او د چرګ بانګ سره له دېوال ښکته شو.
بل ځلې چې ګل اندام د خلکو نندارې ته راغله نو هلته يې یو فقیر ولیدو چې د هغه مخ ورته له نورو بېل شان ښکاریدو. د دې دستور و چې د نندارې لپاره راټولو خلکو به يې خپله وینځه “دولتۍ” ګرځوله چې په لاس کې به يې یوه رکېبۍ (قاب) وه. د ګل اندام عاشقانو به خپله یوه نښه په رکیبۍ کې وغورځوله. دولتۍ شهزاده بهرام مخې ته راغله نو هغه پکې خپله ګوتمۍ واچوله. ګل اندام په رکېبۍ کې ګوته ولیده چې قیمتي لعل او غمي يې لرل. دولتۍ ورته وویل چې دا ګوته د یو فقیر وه. شهزادګي نور حال معلومولو لپاره دولتۍ بیا فقیر ته ورواستوله.
هغه چې بهرام ته ورغله نو ده ورته یو لیک کې د خپلې مینې حال بیان کړو خو ځان په اړه يې څه و نه ویل. ګل اندام د لیک په جواب کې ولیکل چې ته درویش يې او د بهزاد شهزاده حال به درمعلوم وي چې زما وصال يې غوښتو. هغه د بهرام د لاسه قتل شو چې زما عاشق دی او زه اوس هغه ته ناسته یم. شهزاده د لیک په لوستلو خوشاله شو خو جواب کې يې ولیکل چې، زه هم ستا عاشق یم او تر څو ستا دیدن ونکړم له دغه ځایه به نه ځم.
اخوا د بهرام د ښکار ملګري ورپسې ځنګله کې سرګردان ګرځیدل. اخريې باچا خبر کړو چې بهرام ورک دی. هغه اعلان وکړو چې هر جا د شهزاده خبر راوړو نو نیم ملک به ورته په انعام کې ورکوي. هغه د لښکر مشر ” شبرنګ” ته په قهر و چې بهرام يې یواځې پریښې و. ورته يې وویل چې که زوی دې راته ژوندی را نه وستو نو سر به درنه غوڅ کړم. شبرنګ په لټون هم هغه لار ونیوله چې بهرام پرې ورغلی و. اخر ګنبد ته ورسیدو او د سپین ږیري نه يې د فغفور باچا، ګل اندام او د بهرام حال یی معلوم کړو. د شبرنګ په خواست هغه سوداګر دربار ته ورغلو او باچا ته يې ټوله کیسه تیره کړه. باچا خپل وزیر صالح، را وغوښتو او د هغه په مشوره لوی لښکر تیار شو. فغفور باچا ته يې یو لیک ورواستاو چې زما زوی ستا په سلطنت کې دی. شبرنګ او وزیز د لښکر سره چین ته ورسیدل او د کلا نه بهر يې پړاو وکړو. فغفور خپل وزیر واستاو نو د باچا لیک يې ورته ورکړو. په لوستلو يې وزیر ورته وویل چې شهزاده بهرام خو د بهزاد له سر پریکولو وروسته یو لیک پریېښې او پخپله ورک دی. شبرنګ په خواست هغه لیک يې ورته راوړو. هغه د بهرام لیکنه وپیژندله. د چین باچا اعلان وکړو چې هر چا د بهرام درک معلوم کړو نو هغه ته به لوی انعام ورکوي. خلکو بهرام په لټون دشتو کې ګرځیدل خو شبرنګ ویل چې بهرام عاشق دی او ارو مرو د ماڼۍ نزدې چرته پروت دی. هغه د ګل اندام ماڼۍ ته لاړو او د خلکو په ګڼه کې شهزاده د فقیر په جامو کې وپیژندلو خو ځان يې ورته څرګند نه کړو. بیرته باچا ته ورغلو او د شهزاده خبر يې ورکړو.
باچا سمدلاسه د یو شاهانه پوشاک راوغوښتو. شبرنګ خپل ټول لښکر سره د ماڼۍ مخ ته ودریدو. نور خلک يې هلته نه وشړل او شهزاده چې سر پورته کړو نو شبرنګ ورته سلامي ورکړه. دی يې حمام ته بوتلو او شاهي پوشاک يې ور په غاړه کړو. شبرنګ شهزاده بهرام په اس سپور یو باغ ته بوتلو. په بله ورځ فغفور باچا د شهزاده بهرام لیدو ته ورغلو. باچا ترینه د بهزاد د وژلو حال وپوښتلو. شهزاده ورته وویل چې زما لښکر پټ دی. خو باچا ټینګار کوو نو بهرام د شماس ویښته په اور کیښودو او هغه ورته حاضر شو. بهرام ورته وویل چې باچا ته خپل لښکر ښکاره کړه. په درنګ ساعت کې د چین خلکو په هوا کې ناری سوری واوریدی خو هیڅوک يې نه لیدل. خلکو وارخطا منډې وهلې او فغفورباچا دومره ویرېدو چې زارۍ يې کولې. د پیریانو لښکر لاړو نو د قبلې لوري نه د یو بل پوځ د راتلو نغاره وډنګیده.
د وژل شوي شهزاده بهزاد ورور ” نوشاد” د بدل اخیستو لپاره را روان وو. فغفور سخت اندیښمن شو خو بهرام ورله ډاډ ورکړو چې بهزاد ما وژلی دی نو د نوشاد سره به جنګ هم زه کوم. صېفور ورته وویل چې زه به هم د خپل پوځ په ملاتړ درسره ځم. بیا په میدان کې د انسانانو او پیریانو جنګ درې ورځې روان و. اخر شهزاده بهرام هم میدان ته ورودانګل او نوشاد يې ووژلو.
اخر شبرنګ او وزیرصالح فغفور باچا نه ګل اندامه وغوښته. فغفور وویل چې زه راضي یم خو که زما لور هم درسره وومني. بهرام ، سراسیا چین ته را وبلله او ورته يې وویل چې ګل اندام خبر کړه چې زه ستا په در هم هغه ملنګ وم. سراسیا د ځانه سره روح افزا هم بوتلله او دواړه چې محل ته ورسیدې نو ګل اندام له خوا ورته هرکلی وشو. ګل اندام د بهرام له مینې خبره شوه خو سر اسیا ته يې وویل چې زما پلار د چین باچا دی خو بې له ما څوک نه لري. که ته زما د پلار سره نکاح وکړې نو هله به بهرام سره واده کوم. سر اسیا غصه شوه خو جواب يې ورنکړو او له ګل اندام رخصت شوې. بیا د ټولو په صلاح، سر اسیا فغفور باچا ته، روح افزا ښاپیرۍ صېفور ته او ګل اندام بهرام ته ورواده شوې.
بهرام د ګل اندام سره روم ته روان شو او په لاره د غونډۍ ګومبد کې ایسار شو. ښکار په هغه ځای ایسار شو. ګل اندام يې د ګومبد نه بهر ودروله او پخپله دننه ورغلو. سپین ږیرې ډېر ضعیف شوی و او بهرام چې ورته ګل اندام وروستله نو سړي یوه چیغه کړه او هم هلته مړ شو. د ده مړی هم هلته خښ شو او اوس پرې یو زیارت جوړ دی. شهزاده بهرام خپل وطن ته ورسیدو نو څو ورځې په ملک کې جشن و. بیا باچا خپل تاج د زوی په سر کیښودو او خپله د خدای عبادت لپاره ګوښه شو.