افغان ښځه او امن


د کونړ په مروره ولسوالۍ کې یوه مېرمن درې وار کونډه شوې او اوس د یوه معلول مېرمن ده. لومړی مېړه په جګړه کې له لاسه ورکوي نو بیا د لېوره سره ودېږي. کله چې يې دويم مېړه هم مري نو بل لېوره ته په نکاح کېږي. درېيم مېړه یې سرتېری وي او شهید کېږي. اوس یې له خپل هغه لېور سره نکاح کړې چې جګړې معلول کړی دی. په خبرونو کې مې ولیدل چې خواښې يې حیرانه او ویرجنه خواه کې ناسته، ببرسري، یبلي پښې او بېوزله معصوم یتیمان ترې را تاوو ول. زه ډاډه ویلی شم چې له همدې مېرمن څخه به هغه مهال چې له خپل لومړي مېړه سره یې واده کېده چا نه وي پوښتلي چې له هغه سره نکاح کول غواړي او که نه؟ بیا چې دويم او درېيم وار کونډېږي نو پرله پسې بل لېور ته په نکاح کېږي- چا به نه وي پوښتلې چې نکاح کوې او که نه؟
زموږ په کلیو او بانډو کې نکاح پلار په پوره صلاحیت نجلۍ یا ښځه بل ته نکاح کوي. کله نا کله خو ناوې د خپل نکاح پلار یا د نکاح وکیل په نوم نه پوهېږي. بله ښځه ورته په غوږ کې وایې چې فلانی دې نکاح پلاری دی یعنې د خپل نکاح پلاري په انتخاب کې صلاحیت نلري. په پښتو کې یو متل دی چې ” له کلي ووځه خو له نرخه نه.” کله چې نجلۍ ودېږي، پلار یې لوړ ولور پرې کېږدي او یا یې د ځان او یا زوي لپاره په بدل ورکړي. کله چې کونډه شي بیا یې اختیار د خسر او لېورنو وي چې څه پرې کوي چا ته یې ورکوي که کونډتون ته یې مجبوره وي. کله ناکله د پلار او ورور د بدو په بدل کې مقابل لوري ته ورکول کېږي. په اسلام کې دیت شته خو هغه د مال او پیسو بدله وي نه د انسانانو.
د افغان ښځو د روغتیایې ستونزو په اړه خو ښایې زما قلم هم کوتاهي وکړي. لا هم یو شمېر کلیوالې ښځې په داسې ناسمو او ناپاکو ځایو کې ماشوم زیږوي چې د ککړتیا حد پرې تمام وي لکه غوجل او د کوټې کونج کې جوړ شوی په اصطلاح تشناب. تر دې بدتره دا چې د درد پر مهال ورته د غږ د اوچتولو اجازه هم نه وي. یو نیم وخت د کورنۍ د مشرانو مېرمنو له لوري له سوک څپېړې سره هم مخامخ کېږي وایې چپ شه بې شرمې ټولې ښځې دې په شرمونو وشرمولې. په افغانستان کې د وروڼو تر مېنځ ګډ ژوند او ګډ دسترخوان د اتفاق او مینې نښه ګڼل کېږي. خو پر دغه دسترخوان یوازې د کورنۍ نارینه کېني د پخلي یا اینګولي سر سر د نارینه او لاسوهوني د ماشومانو او ښځو په برخه وي. په داسې کورنو کې ښځو او نجونو ته ان په خپله خوښه د خوړو د خوړلو او د جامو د رنګ او ټوکر د انتخاب حق هم نه وي. کوم ټوکر چې نارینه ورته راوړي که هغه یې خوښ وي که نه، اغوندي به یې. په داسې کورنیو کې د یوې نجلۍ لپاره د ژوند د ملګري د غوره کولو د حق مساله شرم ننګ او بې حیایي ګڼل کېږي. که کومه نجلۍ دا جسارت وکړي نو پایله به یې مرګ او یا پرته له واده یوه داسې کس ته ورکول وي چې یا له عمره پوخ او یا هم د یوې لرې سیمي وي. داسې نجونې بیا د پلار کور ته د تګ راتګ حق له لاسه ورکوي.
یو اسلامي حجاب دی چې ښځه او نر یې له مخې له کوره د وتلو په حال کې د اندام پرپټولو مکلف ګڼل ګېږي. البته په اسلام کې د نورو انسانانو د حقوونو د خوندیتوب لپاره د زړه او سترګو پر حجاب هم ټینګار شوی خو زما په هېواد کې داسې سیمې شته چې ښځې له ښځو څخه پر مخ پټولو مکلفي ګڼل کېږي. د کور ناوې باید له خپلې خواښې او د کور له مشرانو مېرمنو مخ پټ کړي ان که پر تناره ډوډۍ پخوي، لوښي مينځي یا جارو کوي. ما په یوه واده کې په پټ مخ د ښځو اتڼ ولیده. همدا مخ پټې ښځې دومره درانه کارونه ترسره کوي چې ښایې نارینه یې په لوڅ مخ ترسره نشي کړی. زما ښه یاد دي هغه مهال چې موږ له جګړو تېښتېدلي وو، په کلي کې مو ژوند کاوه. یوه ورځ مې یوه کلیواله ولیدله چې پر سر یې د اوبو غټ دېګ ایښی، د اتو نهو میاشتو ماشوم یې په خېټه، بل یې په ډوډه او درېيم یې لمن پسې نیولې وه. دغه ښځې له کاڼو نه دي جوړې. همداسې پیاوړو مېرمنو ته بیا افغان نارینه عاجزې وایې. په پټیو کې کار کوي مالونه (غوا، اوزې، پسونه) ساتي خو د حاصل په وخت کې بې واکه وي. یو مهال پکتیکا کې د سروضې ولسوالۍ پر لور روان وو چې د کوچیانو له یوې جوپې ښځو سره مخامخ شوم. ګورم چې یوه کوچې ماشوم د مور نه لاس خوشې کړ او د باران په اوبو یې خوله کښته کړه. مور یې ما ته را نږدې شوه، ویل يې ” ډانګتره یې؟ یوه د ځان خوږو ګولۍ خو راکړه، کوران داسې مې ځان خوږ شي ټول هډوکي مې بې ځایه دي.”
له روزګانه یو کلیوال سړی دفتر ته مې راغلی وو ویل یې ” روزګان کې بیخي ژوند نشته هره ګړۍ د مرګ په تمه ناست یو. څه موده وړاندې مو پر کلي جګړه وشوه له جګړې د تېښتې پر مهال په یوه زنج ګاډي کې یوه حامله مېرمن له څه باندي لسو نارينوو سره سپره شوه. په لار کې د ښځې حالت خراب شو او د همدغو نارینو مېنځ کې ماشوم وزېږېد.” یعنې دا چې یوازې کورني او ټولنیز محدویتونه د افغان ښځو ژوند نه ګواښي، له شته ناخوالو سره سره جګړې ورته ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.
په ډېرو سیمو کې افغان نجونې د تعلیم له حقه بې برخې دي. په ښارونو کې هم داسې کورنۍ شته چې د نجونو د زدکړو پر وړاندې حساس دي. کله ناکله خو د خویندو کوچینی ورور ځان ته دا حق ورکوي چې خپله مشره خور د ښوونځي له تګه را وګرځوي. په جګړیز ماحول کې ښایې خپله نجونې له کوره د باندې تګ اړین و نه ګڼي او یا هم په خپله سیمه کې د ښوونځي د نشتون له کبله له زدکړو بې برخې شي. ځینې کورنۍ بیا د ښځو لپاره زدکړې د لیک لوست پورې محدوده ګڼي او نه پرېږدي چي نجونې یې ښوونځی بشپړ کړي. ښکاره خبره ده چې په یوه جګړه ځپلي هېواد کې جګړې د ځوانانو پر اخلاقو هم ناوړه اغېز کړی دی. کله چې یوه نجلۍ له کوره د باندي ووځي له لارويانو نیولې د سیمې د هرهټېوال سترګې ور اوښتې وي.
اوس چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پر پروسه خبرې روانې دي نو د ښځو اندېښنې زیاتې شوي. زه ګورم چې یو شمېر هغه په اصطلاح سیاسي او مدني فعالو هلې ځلې پیل کړې او د افغان ښځو د حقونو شعارونه ورکوي چې په تېرو کلونو کې يې له همدې شعاره خپل جېبونه ډک کړي. په دوی کې به ځینې ښایې په رښتیا د ښځو حقونو ته ژمنې وي. خو ځینې يې یوازې د خپلو ګټو تر بریده مبارزه کوي او د میاشتي په سر، مېنځ او پای کې بهر ته سفرونه لري. کله یې د دې زړه نه دی کړی چې له کابله د باندې د ښځو د حال پوښتنه وکړي. نړېواله ټولنه هم د همدې سیاسي او مدني سوداګرو پر ټټرونو د بریا مډالونه ټومبي او په جایزو یې نازوي. نږدې دوه لسیزي کېږي چې د ښځو چارو وزارت لرو خو تردې دمه پر دې نه دی توانېدلی چې د افغان ښځو د ژوند و ژواک بېلابېل اړخونه وڅېړي او له مخې یې يو داسې ملي د عمل پروګرام جوړه کړي چې د لري پرتو سیمو او ان د طالبانو او مخالفینو تر ولکې لاندې ساحو د اوسیدونکو ښځو د ژوندانه د مثبت بدلون لپاره جوګه واوسي. د سولې پروسه یوازې د څو سیاسي ډلو او د قدرت د جزیرو تر مېنځ د چوکیو د ویش چاره نه وي.
د سولې په پروسه کې د افغان ښځې ونډه سمبولیکه نه وي. تر هرڅه وړاندي په شته نظام کې د ښځو حقونه تعریف، تضمین او د ترلاسه کولو لپاره دې عملي برنامې جوړي شي. دا برنامې باید دومره هر اړخیزه وي چې هېڅ افغان ښځه په کي له پامه نه وي لوېدلي. که هغه له کوره د باندې او یا په کور کي دننه کار کوي، باید د حقوونو او غوښتنو ضمانت ولري. زه د دې مخالفه یم چې زموږ پر حقونو باندې دې یوه ډله کريډيټ او شاباسی واخلي او بله دې پرې چنې ووهي. بلکې د خبرو اترو له پیل وړاندې دې زموږ د حقوونو د خوندیتوب برنامه د پیش شرط په توګه پر دواړو لورو ومنل شي. که داسي نه وي؛ لکه څنګه چې د سولې پخوانۍ پروسې نابشپړې او نابریالۍ وې، همداسې به د خلیلزاد هلې ځلې هم له ناکامۍ سره مخامخ شي.
د ملالۍ شینواری لیکنه

Leave a Reply

Your email address will not be published.