د بصری رابعه


رابعه په عربي کې “څلورمه” مانا ورکوي. په بصره کې د یوې غریبې کورنۍ د څلورمې لور دغه نوم وروسته په تصوف کې وځلیدو.
“رابعة العدوية القيسية” د ۷۱۴ او ۷۱۸ م ( د ۹۵ او ۹۸ هجري) کلونو ترمنځ وزیږېده. مسلمانان ورته د ادب نه “حضرت رابعه بصري” وایی. روایت دی چې یوه ورځ د دې پلار د خپلې میرمنې په غوښتنه ګاونډي کره لاړو چې د ډیوې بلولو لپاره ترې تیل (روغن) وغواړي. دی د ګاونډي په دروازه ولاړ پاتې شو ځکه ځان سره يې هوډ کړې و چې بې له خدای به چا ته لاس نه نیسي.
په هغه شپه د رابعه پلار خوب کې حضرت محمد(ص) وليدو چې د بصره امير ته د یو لیک لیکلو هدایت کاو. دا چې، ته هره شپه سل ځلې او د جمعې په شپه ۴۰۰ ځلې په پيغمبر(ص) درود وای خو پرون شپه ناغه وې. نو په جرمانه کې د دغه لیک لیکونکي ته ۴۰۰ ديناره ورکړې. د رابعې پلار په بله ورځ لیک د بصرې امير ته یوړو نو دا يې سوه معجزه وګڼله. هغه ۱۰۰۰ دينار په نورو غريبانو وویشل او د رابعه بصری پلار ته يې ۴۰۰ دينار د دې ژمنې سره ورکړل چې هر کله يې څه اړتیا وه نو حاکم ته به وایی.
اسلامي خلافت په سر د جنګونو یوه قرباني د رابعه کورنۍ هم وه. د امیه خلافت په زوال د رابعې پلار مړ شو او په بصره کې قحطي راغله. خلکو له ښاره کډه کوله او د رابعه مور هم یوې قافلې سره روانه شوه. دغه قافله په لاره لوټ شوه، ښځې د یو بل نه جلا شوې او رابعه لکه د حضرت یوسف (ع) په بازار کې خرڅه شوه.
رابعه د یو شته من سړي په کور کې خدمت کوو. ټوله ورځ به يې روژه په خله، د کور کارونه او د شپې به عبادت ته ولاړه وه. بادار يې یوه شپه ولیدل چې کوم ځای رابعه عبادت کوو، هلته یوه رڼا چاپېره ترې تاو وه. دی پوهه شو چې رابعه د خدای سپیڅلې بنده وه او په ځان وویرېدو نو دا يې له غلامۍ ازاده کړه. هغې ټول عمر واده ونکړو او ژوند يې په عبادت او ریاضت تیر کړو.
وایی چې رابعه به د ورځې ۱۰۰۰ سجده کولې او درې وارې مکې ته يې د حج لپاره په داسې حال کې سفر وکړو چې په هر قدم يې سجده کوله. ویل به يې چې د دې عبادت په بدل کې زه هیڅ نه غواړم – د قیامت په ورځ د خدای د محبوب پیغمبر رانه خوشاله شي دا راته بس ده. د بصره یو بل صوفي شیخ حسن البصری د دې مرید شو او وایی چې ما یوه ورځ او شپه د رابعه بصری سره تېر کړل. نه زما په فکر کې دا راغلل چې زه یو سړی او هغه ښځه وه او نه هغې سوچ کوو چې دا ښځه او زه سری وم. کله چې ما به هغې ته وکتل نو ځان راته په روحاني توګه ډېر غریب ښکاریدو. رابعه راته شته من او اخلاص من ښکاریده.
هغسې چې د صوفیاو طریقه وه، رابعه د خدای سره یو ځای کیدل (معرفت) نه غوښتو بلکه دا چې خدای ته نزدې شي. هغې به د عاجزۍ له کبله آسمان ته نه کتل، ویل به يې چې له خدای شرمیږم. هغې به د حقیقي عشق خبره کوله چې دا نړۍ اخر ختمېږي. که یو کس د ټولې دنیا باچا هم شي، خو یوه ورځ هر څه ترې پاتې کېږي. د رابعه د تصوف ډېرې خبرې د حسن بصري له خوا مونږ ته را رسیدلي دي. هغه ترې یوه ورځ پوښتنه وکړه چې دا څنګه خدای ته دومره نزدې شوه. نو دې ورته وویل ته خبر يې چې څومره ډېر او زه پوهیږم چې څومره لږ.
یوه ورځ هغه د بصره په کوڅو کې په داسې حال کې په منډه وه چې یو لاس کې يې د اور لوښې او بل کې د اوبو لوښي وو. کله چې خلکو ترې پوښتنه وکړه نو وې ویل، ” زه د دوزخ اور وژل غواړم او د جنت انعام سیزل غواړم ځکه دا دواړه د خدای په لاره کې خنډ جوړوي. زه د دوزخ له ویرې او د جنت په طمعه عبادت کول نه غواړم بلکه صرف د خدای د رضا لپاره عبادت کول غواړم.”
د رابعه بصري ته منسوب څو شعرونه هم شته خو څرګنده نه ده چې دا د هغې وو او که نا؟ رابعه د ۸۰ کالو پورې ژوندۍ وه او په ۸۰۱ م کې وفات شوه. د دې مقبره په بصری کې جوړه ده.
صفیه حلیم

د خپریدو نېټه- ۸ مارچ ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.