د صوبه سرحد ریفرنډم


ریفرنډم هغه انتخابات (ټاکنی) وي چې د ولس نه پکې یوه پوښتنه شوی وي. دا هغه حالت کې کېږي کله چې پارلیمان د یوې ستونزې په حل کې پاتې راشي او یا پخپلو کې سره وېشلي وي. خو ډېر خلک دې ته په ښه نظر نه ګوري ځکه دا یوه ستونزه هوارولو په ځای نوره هم پیچلې کړي.
په ۱۹۴۵ م کې د جاپان سره جنګ له کبله، د برطانیې وزیراعظم چرچل پارلیمان ته د خپل واک موده غځولو لپاره د ریفرنډم وړاندیز وکړو. خو د ده مرستیال “کلیمنټ اېټلي” دا رد کړو چې ” ریفرنډم د نازي جرمني او فاشسټانو د لاس یوه آله ده.” له دغې خبرې دوه کاله وروسته، د برطانوي واک لاندې په صوبه سرحد کې هغه ریفرنډم تر سره شو چې نیم نه زیات ولس ترې خبر هم نه و.
د هند وېش او د واک سپارلو لپاره د برطانیې نوی وایسرای لارډ ماونټ بیټن په ۲۰ فروری ۱۹۴۷ م ډېلي ته د رسیدو سره لویو سیاسي مشرانو سره خبرې اترې پېل کړې. د افغانستان حکومت هم غوښتل چې د صوبه سرحد په اړه باید دوی سره خبرې وشي. خو د برطانویانو وویل چې هغه پکې د خبرو حق نه لري. د لویو سیاسي ګوندونو، کانګرس او مسلم لیګ په ګډون یو پلان په ۳ جون ولس ته په ډاګه شو.
د دې یوه ماده وایی چې د مسلمان اکثریت سیمې چې په اوسني اسمبلۍ (پارلیمان) کې ګډون نه کوي، ځان له به یوه اسمبلۍ ولري. بنګال او پنجاب د وېش لپاره به د سرحدونو د ټاکنې کمیشن جوړېږي. په صوبه سرحد او ختیځ بنګال “سلهټ” کې به ریفرنډم کېږي. سلهټ کې اکثریت د مسلمانانو دی او د مسلم لیګ لومړی حکومت هم هلته جوړ و.
نورو ټولو ځایونو کې صوبای پارلیمان پخپله دا فیصله کولې شوه چې هند یا پاکستان چا سره به یو کېږي. په صوبه سرحد هم پارلیمان موجود او د جکومت مشر وزیر د باچا خان ورور ډاکټر خان(عبد الجبار) و.
د جون پلان خلاف په بنو کې په ۲۱ جون قبایلو یو ګډه جرګه کې د خپلواک ملک “پښتونستان” اعلان وشو. د دې بیرغ (جنډه) هم جوړه شوه او د قبایلو یو مبارز میرزا علیخان (ایپی فقیر) يې مشر وټاکل شو. د کانګرس مشرانو د “پښتونستان” مخالفت کوو ځکه په جنوبي هند کې د ټریونکور ریاست د سوونو کالو راهیسې خپلواکه و او که صوبه سرحد يې د یو بېل ملک په توګه منل وای نو بیا هغسې نورو ریاستونو هم ځان د هند نه بیلوو.
عبد الغفارخان د ریفرنډم خلاف هلې ځلې پېل کړې او په ډېلي کې ماونټ بیټن ته يې وویل چې “ته مو لیوانو ته پریږدې.” هغه په جناح او ګاندهي دواړو زور راوړو چې د ریفرنډم پوښتنه باید بدله شي. د هند او پاکستان سره د خپلواک پښتونستان نوم هم ورزیات شي. مهاتما ګاندهي د عبد الغفار ملاتړ کوو خو نهرو د دې خلاف و. باچا خان د کانګرس او افغانستان حکومت نه ناهیلې شو چې ده سره يې دوکه کړې وه.
ډاکټر خان د صوبه سرحد ګورنر “اولف کېرو” د مسلم لیګ په پلوي تورن کړو نو هغه د خپلې دندې نه لیرې او په ځای يې رابرټ لاکهارټ ګورنر شو. ماونټ بیټن پخپله د صوبه سرحد په سفر نور هم باوري شو چې هلته ریفرنډم پکار و. برطانویان په وېره وو چې تر څو هند کې شاهي ضد او ملت پال سوشلسټ موجود وي، تر هغې به ددوی حکومت ته د روس له خوا ګواښ هم پاتې وي. باچا خان په دې پوهیدو او په ډاګه يې کړه چې انګریز د روسانو خلاف حملو لپاره صوبه سرحد نه یو جنګي مرکز جوړول غواړي. د دې سبب د برطانیې جنرل منټګمري او د مسلم لیګ مشر محمد علی جناح تر منځ ملاقات و. د هغه دا خبره ۴۳ کاله وروسته ریښتیا شوه.
د ریفرنډم نېټه ۶ او ۱۷ جولای ترمنځ او مشريې بریګیدیر جی – آر بوت وټاکل شو. خدای خدمت ګار غورځنګ ترې د پریکون (بایکاټ) فیصله وکړه او دا شعار يې ورکوو،
صبا به بیا په رای عامه کېږي ووټونه-
نزدې نه شې پښتونه.
د صوبه سرحد د خلکو شمیره هغه وخت ۳۵ لکه (۳ نیم میلین) و. په دوی کې یواځې اعشاریه ۶ میلینه( ۱۷ في صده) وګړو ته د رای ورکولو اجازه وه. دا شمیره ۵ لکه ۷۲ زره، ۷ سوه او ۹۹ جوړیده. هزاره، کوهاټ، بنو او ډیره اسمعیل خان کې خلکو رای ورکولې شوه خو سوات، دیر، امب، او چترال خلک د رای نه محروم وو. هم دغسې د باجوړ، خیبر، وزیرستان او د کرمې ازاد قبایل هم پکې نه وو شامل. په دې توګه د ۲۹ لکو خلکو ( ۸۳ في صد) هیڅ برخه نه وه.
د رایو په مرکزونو کې د سور رنګ صندوق د هندوستان او شین (زرغون) رنګ کې د پاکستان لپاره و. حکومت دعوه کوله چې ۵۱ فی صده خلکو خپله رای ورکړه چې ۲۹۲۱۱۸ ( ۲ لکه، ۹۲ زره،۱۱۸) کسان وو. په ۲۰ جولای د دې نتیجه اعلان شوه. په دې کې د پاکستان لپاره ۲۸۹۲۴۴ ( ۲ لکه۸۹ زره او ۲۴۴ ) یاني ۹۹ فی صد نه زیاتو خلکو رای ورکړه. د هند لپاره ۲۸۷۴ ووټونه وشمېرل شول چې یو فی صد نه کم وو. د دې ریفرنډم لپاره د رای ورکوونکو شمیره د ۱۹۴۶م د انتخاباتو نه اخیستل شوی وه. په یو کال کې د سیمې ډېرو هندوانو او سیکانو کډه کړې وه. ځینې خلک د شخړو له ویرې کلیو ته تللي وو او ځینې مړه شوي وو. دویمه دا چې د نړۍ وال اصولو سره سم، د خپلواکۍ د پاره د یو ولس ۳ کې دوه برخې باید رای ورکړي.
د باچا خان زوی عبد الولی خان وروسته په یوه مرکه کې ویل چې برطانویانو په دې ریفرنډم کې په ډاګه د مسلم لیګ پره کوله. دوی په زرګونو کسان وروستیو شیبو کې د ووټ لپاره په دې شرط رجسټر کړل چې پاکستان په نوم به ټاپه لګوي. پښتنو ملت پالو پوښتنه کوله چې ۸ میاشتې وړاندې، ولس دوی ته د خپل نمایندګي لپاره رای ورکړو. په څو میاشتو کې د دوی باور څنګه ختم شو؟ مخالفو ورته ویل چې که دوی خلکو کې دومره معتبر او د باور وړ وو نو په ریفرنډم کې به يې برخه اخیستی وای. په بایکاټ خو دوی پخپله مسلم لیګ ته لاره هواره کړه. د ریفرنډم نه یوه میاشت وروسته هند وویشل شو خو ماونټ بېټن د ډاکټر خان وزارت معطل نه کړو او نه د کابینې غړو استعفی ورکوله. اخر دا کار د پاکستان نوې حکومت وکړو چې د انګریز پوره ملاتړ ورسره و.
په ۱۹۵۰ م کې په رزمک کې یوه قامي جرګه کې میرزا علیخان د “پښتونستان” د اسمبلۍ صدر وټاکل شو. خو په عمل کې دغه سیمه هم هغسې وروسته پاتې شوه. لس کاله وروسته دی ګروېک کې پخپل مرګ مړ شو. په ۱۹۷۰ م کې د چترال، سوات، دیر او امب نوابۍ هم د پاکستان برخه شول.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳ مارچ ۲۰۱۹ م

3 Responses to د صوبه سرحد ریفرنډم

  1. Muhammad Sohail
    4 March, 2019 at 6:09 PM

    Dear Madam , The worst Refrendum in KPK , Rigging was done . Sohail , Doha Qatar

  2. 5 March, 2019 at 5:53 AM

    محترمه صفیه حلیم صاحبه
    سلامونه
    ځه د ډیر وخت نه ستاسو لیکونه ګورم۔ او ډیر ئے خوښوم۔
    ځه پخپله د سواتنامه په نوم پیج ایډمن یم چه ورسره ځما ویب سائټ ھم شته۔
    ستاسو کار ډیر د قدر وړ‎ دے۔
    مننه

  3. 5 March, 2019 at 5:55 AM

    دا مضمون د ریفرنډم په باره کښ ډیر د کار مضمون دے

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *