ابو مسلم خراساني


تاریخ وایی چې که ابو مسلم خراساني نه وای نو ممکن عباسیان واک ته نه وای رسیدلې او “امیه خلافت” به پاتې وای.
په اوومې میلادي پېړۍ کې د امیه خلافت په ضد د پيغمبر(ص) يو تره حضرت عباس د کړوسي امام ابراهيم سره خلک راټول وو. بیا شا و خوا ۷۰ کاله ددوی د خفیه فعالیتونو نه وروسته ابومسلم خراساني په مټ عباسیانو خلافت قایم کړو.
د خراساني خپل نوم ابراهیم، پلار يې عثمان بن بشار د مړینې نه وړاندې ۷ کلن زوی پالنه د عیسا بن موسی سراج ته وسپارله. هغه ماشوم کوفې ته بوتلو او د جامو ګنډلو او د اس د زین جوړولو کسب يې پرې زده کړو. د موسی په اړه امیه واکمنو شک کوو نو په زندان کې يې واچوو. ابراهیم به د موسی لیدو ته زندان ته ورتلو. د عباسیانو یو مبلغ قحطبه بن شبیب د زندانیانو له خلې خبرشو چې د موسی خادم (ابراهیم) ډېرهوښیار ځوان و نو ده امام ابراهیم ته بوتلو. هغه ورله نوم عبد الرحمن او کنیت يې ابو مسلم کړو. ده څه موده د امام ابراهیم خدمت وکړو او د ده قابلیت په لیدو خراسان ته يې د خپل منتظم په توګه ورواستاو.
خراسان د یوې لوی سیمې نوم و، چې پکې مشهد، نيشاپور، هرات، بلخ، مرو، بخارا او سمرقند ښارونه شامل وو. د امام ابراهیم پلویانو په “مرو” کې د امیه خلاف پټ فعالیت کوو چې د پاخه عمر کسان وو. کله چې ابومسلم هلته ورسېدو نو سلیمان بن کثیر ورته د بیرته تلو وویل ځکه دی ډېر ځوان و.
هغه وخت ابوداود شېباني د څه کار لپاره مرو نه بهر تللې و او چې بېرته راغلو نو د ابو مسلم راتګ او واپسي نه خبر شو. هغه خپل ملګري قانع کړل چې د امام رالېږل شوې کس به څه استعداد لري. ابومسلم يې د لارې نه راوګرځوو او هغه د بني عباس ملاتړ تر لاسه کولو لپاره په ټول خراسان کې خپل نقیبان خپاره کړل.
په ۱۲۹ هجري کې امام ابراهیم ابو مسلم ته لیک ورواستاو چې د راتول شوي مال سره یو ځای حج له راشه. ابومسلم نیمایی لاره کې د امام بل لیک تر لاسه کړو چې “مه راځه” او په خراسان کې د امیه خلاف په ډاګه د مبارزې غږ پکې شوې و. یو بل لیک کې يې ورته وویل چې په خراسان کې عربي ژبه ویونکې یو کس هم ژوندی پرې نه ږدې. دغه لیک ونیول شو او په دمشق کې خلیفه مروان په لومړی ځل د عباسیانو له سازش خبر شو. هغه امام ابراهیم په ذندان کې واچوو او د خراسان لوري ته يې پام وکړو.
هلته اوس ۴ قوتونه پاتې وو. یو علی بن کرماني، دوېم نصر بن سیار، درېم شیبان خارجي او څلورم ابو مسلم. دغه څلورم ځواک نور درې واړه پخپلو کې وجنګول او پرله پسې ترې سیمې ونیولې. هرات نه وروسته مشهد، بیا اصفهان او ان تر شیراز د ده لاس کې شول.
په ۷۴۳ م کې د خليفه حشام ابن عبد الملک د مړينې سره مزدکیانو سر پورته کړو. ابو مسلم د دوی يوې فرقې “بهافريد” ته ماتې ورکړه. د ۷۴۷ م په پاې کې “مرو” د نصرابن سيار نه ونیوله او شيبان الخارجي ته يې ماتې ورکړه. د بخارا يو کټاس شيعه شارق ابن شيخ الماهري سره د ۳۷ ورځو په جنګ کې د ابو مسلم جنگيالي هره ورځ وژل کيده خو ده ورسره روغه نه کوله. يوه ورځ شارق ناڅاپه پخپل مرگ مړشو او ابو مسلم د بغاوت ټول مخکښان غرغره کړل.
په ۷۴۷ م کې امام ابراهيم عباس په زندان کې مرموزو حالاتو کې مړشو. د ده ورورعبد الله، ابو مسلم د خراسان نه راوبللو او د یو لوی جنګ تابیا وشوه. په ۷۵۰ م کې د زاب سیند پر غاړه ابومسلم د امیه لوی لښکر ته ماتې ورکړه او د هغوی خلافت ختم شو. عبد الله د ابوالعباس السفاح په نوم د عباسي سلطنت لومړې خليفه شو. د ابو مسلم په اړه ویل کېږي چې ده د بنوعباس لپاره یمن، عراق،شام او ایران کې یو لک او ۶۰ زره انسانان ووژل چې په زرګونوعلما او لوستي کسان هم پکې شامل وو. بل خوا د افراطي شيعه او مزدکيانو د ماتولو لپاره د زرتشتيانو او نورو نامسلمو ډلو ملاتړ ورسره و.
د هغه پوځي مهارت کې هیڅ شک نه و او د جنګ پلان به يې ډېر په هنر جوړاو. ابو مسلم ۱۰۰۰ پخونکي (آشپز) لرل چې هره ورځ ۳۰۰۰ منه اوړو ډوډۍ او ۱۳۰ پسونه به يې پخول. یواځې ۱۲۰۰ اوښانو او نورباړ اورونکو څاروو به د اشپزخانې سامان یو ځای نه بل ته وړلو. کله چې دې په ۷۵۴ م کې د حج لپاره عراق ته ورسېدو نو خليفه ورته امروکړو چې د ۵۰۰ نه زيات کسان به مکې ته له ځانه سره نه بوځي.
خلیفه د ابو مسلم درناوې کوو خو د ځواک نه يې ويريدو. د خليفه ورور المنصور څو وارې ورته ويلي و چې ابو مسلم په خلکو کې شهرت لري او واک به ترینه واخلي. د ابو العباس له مړينې وروسته المنصور خليفه شونو دده تره عبدالله ابن علي بغاوت وکړو. المنصور ابو مسلم ته د بغاوت ختمولو امر وکړو. ده ورته خپل وراره (عبدالله) لاس تړلې وروستلو چې ووژل شو. ابو مسلم په پوځي معاملو کې المنصور ته مشورې ورکولې او دده له اجازې پرته به يې فيصله نشوه کولې. يو وخت داسې راغلو چې المنصور خپل ځان د ابو مسلم په مقابل کې ډېرټيټ گڼلو خو پوهېدو چې په میدان کې ترینه نشي ګټلې.
اخر دې يې د شام او مصر والي وټاکلو چې د خراسان نه ليرې پاتې شي. ابو مسلم انکار وکړو او د دوي ترمنځ په ليکنو کې خبرې ورانې شوې. خليفه المنصور ورته امر وکړو چې بغداد ته ورشي. د ده نږدې ملگري ابن الهيثم ورته خبردارې ورکړو چې د خليفه نه ليرې وسه. المنصور په لیک کې ابو مسلم سره لوظ وکړو چې دې به د خراسان والي پاتې وي. هغه د ابو مسلم څو ملگرو ته پېسې هم ورکړې چې دې په يو چل ورته ورولي. هغو ملگرو خراساني ته د ډاډ ليکونه واستول.
اخر ابو مسلم ۷۵۵ م کې په “مدائن” کې د خلیفه کیمپ ته ورسېدو. محمد علی ابن طبا طبای لیکي، ” منصور چې د هغه له راتلو خبرشو نوټولو خلکو ته يې د هر کلی امر وکړو. ابومسلم د خلیفه خیمې ته ورغلو، سلام يې پرې واچوو او لاسونه يې ورته ښکل کړل. خلیفه ډېرپه درناوۍ ځان سره کینولو. د حال احوال نه وروسته يې خپلې خیمې ته د ارام لپاره ولیږلو. په بل سهار قاصد ورغلو او دی يې د خلیفه تر کېږدۍ بدرګه کړو. خلیفه له وړاندې نه پردې شا ته څو کسان پټ کینولي او ورته امر شوې و چې کله زه خپل یو لاس په بل ووهم نو تاسو به سمدلاسه د پردې نه راووځئ او خراساني به وژنئ.
ابو مسلم چې د خلیفه مخې ته ورغلو نو د ستړي مه شي نه وروسته ترینه پوښتنه وکړه، “د عبد الله بن علی د چاوڼۍ نه کومې تورې چې تا ترلاسه کړې وې، هغه څه شوې.” خراساني خپله توره ورته وړاندې کړه چې یوه خو دا ده. خلیفه توره د خپلې مصلې لاندې کیښوده. بیا په هغه لګېدلي تورونه يې ورته یادول او دی يې ترټلو. ابو مسلم به د هر یو تور جواب او خپل معذرت وړاندې کوو. اخر خلیفه ورته ډېرې وېناوې وکړې نو ابو مسلم وویل، “یا امیرالمومنین زما په شان کس ته نه دا خبرې او نه تکرار مناسب دی. په دې خبره خلیفه په قهر ورته وویل، ” آې د بوینې ښځې بچیه، تا دا ټول جرمونه کړي دي. هرڅه چې درسره دي، ما او زما حکومت درله درکړي دي. ابو مسلم ورته ووېل، “اې امیرالمومنین…اوس دا خبرې پریږده. ما چې څه وکړل، هغه د خدای له ویرې مې کړی دي.” خلیفه خپل یو لاس په بل ووهلو، د پردې شا ته نه وسله وال راووتل او په ابو مسلم يې د تورو ګوزارونه کول. ابو مسلم په چیغه شو چې،” ای امیرما د خپلو دشمنانو لپاره ژوندی وساته.” منصور ورته ووېل، “له تا لوی دشمن به زما نور څوک وي؟”
د ابو مسلم خراساني د مړي نه يې پوزه او غوږونه پريکړل بیا يې په یو ټغر کې تاو کړو اود دجلې په سيند کې يې وغورځوو.
د ده سره ملو کوماندانانو ته د خلیفه له خوا د خلې بندې ساتلو لپاره پېسې ورکړې شوې. د ابو مسلم وژنه د خراسان اوسيدونکو لپاره يوه لويه غميزه وه. ځينې زردشتيان په دې باور وو چې ابو مسلم تش په نوم مسلمان و. ده غوښتل چې دعربانو باور ترلاسه کړي او واک ترې واخلي چې زردشتي دين بیا راولي.
د پارس ملت پالو دعوا وکړه چې دی د پارس یو وزير بزرجمهرد ټبر او پلار يې وينداد هورمزنوميدو چې په ۷۰۰ م کې په اصفهان کې زيږيدلې و. عربانو د پارس خبره رد کړه او وې ویل چې ابو مسلم د څلورم خليفه حضرت علي(رض) خپلوانو نه و. کردانو وویل چې دې په خټه کرد او ژوند يې خراسان کې کوو. تاجکانو په شلمې پيړۍ کې دعوا وکړه چې دې تاجک او بلخ کې زيږيدلې و. نور واي چې که دې د بلخ و، نو افغان شو.
صفيه حليم
سرچینې
۱.تاریخ المسعودی(مروج اذهاب و معادن الجواهر-اردوژباړه)نفیس اکېډمي کراچی. ۱۹۸۵ م. ۳۵۰-۳۵۴ مخ.
۲. تاریخ اسلام-(اردو) اکبر شاه خان نجیب ابادی- دوېم ټوک.دارالاندلس. مرکز القادسیه-۴. لیک روډ چوبرجی. ۲۹-۳۰-۳۱-۳۲ مخ.
2.Muslims. Ali Mahmood. Sapphire Books.2017.p 81
د خپریدو نېټه. ۱۹ اپریل ۲۰۱۸ م

One Response to ابو مسلم خراساني

  1. یاسر عمرخیل
    21 April, 2018 at 11:01 AM

    آغلی !صفیه له تاسو څخه ډیره مننه چی داسلامی تاریخ یوه څنډه مو لیکلی او لوستونکو ته مو وړاندی کړی ده الله مو دښه صحت خاونده لره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *