بدرۍ جماله او سیف الملوک


د کاغان سیف الملوک جهیل په اړه د ځایی خلکوروایت دی چې د څوارلسمې سپوږمۍ په شپه د اوبو له منځ نه سیف الملوک او بدرۍ جمال په یو سپین اس ناست راووځي.
سیف الملوک د کوم ځای شهزاده و، معلومه نه ده خو یوه شپه بدرۍ جماله ښاپېرۍ يې په خوب کې ولیده. د هغې په تکل له کوره راوتلو او په لاره یو درویش ورته وویل چې بدرۍ جماله د پرستان شهزادګۍ ده او په کوه قاف کې سپین دېو قید کړې ده. دا په میاشت کې یو ځلې د خپلو ملګرو سره یو جهیل ته د سېل لپاره ورځي. درویش ورته وایی چې کله ښاپېرۍ په جهیل کې لامبي نو د هغې وزرې دې پټې کړي.
سیف الملوک ډېره موده په غرونو کې ګرځېدو. یوه ورځ په یو ګړنګ يې بازه (سیمرغ) ولیده چې خپلو چرګوړو سره ناسته وه. هغه وخت یو ښامار د چرګوړو لوري ته روان و. د بازې ورته پام نه و خو سیف الملوک ښامار ولیدو، یوغشې يې په لینده کې کیښود او هغه مار يې پرې وویشتلو. بازې داسې وګڼله لکه چې سیف الملوک په دوی ګوزار کړې و نو یوه لویه تیږه يې په پنجو کې راواخیسته چې دی پرې ووژني. خو چرګوړو بازې ته مړ ښامار وښودلو. بازې د سیف الملوک نه پوښتنه وکړه چې په غرونو کې يې څه کول. ده ورته د بدرۍ جمال ذکر وکړو. هغې د مننې په توګه سیف الملوک پخپلو وزرو کېنولو او لوړو غرونو ته والوتله چې هلته هیڅ انسان نشو ورتلې. دی يې د یو جهیل په غاړه ښکته کړو چې هلته بدرۍ جماله د خپلې ترور لور صاحب جمال او ملګرې زهره سره لامبلو له راتله.
سیف الملوک د یوې تیږې شا ته پټ په انتظار کېناستو.
اخر یوه شپه د ښاپېریو جوپه راغله نو خپلې وزرې يې لیرې کړې او په اوبو کې يې لوبې پېل کړې. سیف الملوک بدري جماله وپېژندله ځکه په خوب کې يې لیدلې وه نو د هغې وزرې هغسې چې درویش ورته ويلي وي، پټ کړل. کله چې ټولې ښاپېرۍ الوت ته تیارې شوې نو بدرۍ جمالې خپلې وزرې نشوې موندلې. نورې ښاپېرې والوتلې نو سیف الملوک خپل ځان بدرۍ جمال ته ښکاره کړو. هغې ته يې د خپل لټون او د مینې کیسه وکړه. بدرۍ جمال ورته د “سپین دېو” خبره وکړه چې دا يې قید کړې وه او یواځې په میاشت کې یو وارې د خپلو ملګرو سره تفریح ته راوتلې شوه. دوی دواړه پوهیدل چې سپین دېو به بدرۍ جمال پسې راځي نو هم هلته په یو غار کې پټ شول.
سپین دېو د بدرۍ جمال په ورکېدو خفه شو او د نورو دېوانو سره یو ځای په انسانانو يې حمله وکړه. د دواړو تر منځ جنګ تر ۴۰ کاله روان وي. اخر انسانان پري برلاسي شول او سپین دېو مات شو. خو ده د بدرۍ جمال په مینه کې دومره وژړل چې له یوې اوښکې يې جهیل جوړ شو. د سیف الملوک جهیل نه دوه میله لیرې په کاغان کې ” آنسو جهیل” هم شته. شهزاده او ښاپېرۍ چې په کوم غار کې پټ وو، هغه هم شته.
د کاغان خلک وایی چې سپین دیو خپل پاتې نامراده ژوند د بلتتستان په ” دیوسۍ” کې تېر کړو. بدرۍ جماله ښاپېرۍ وه او انسانانو په منځ کې يې ژوند نشو کولې نو ځکه هغې د سیف الملوک سره د جهیل په تل کې خپل کور جوړ کړو. د سیف الملوک او بدرۍ جمالې ښاپېرۍ کیسه ډېره اوږده ده. په دې کې د جادو، طلسم او انسان له خوا د سختو زغملو پیښې دي.
د مصر کیسه ویونکي دعوا کوي چې حضرت یوسف علیه السلام دوه مهرونه جوړ کړي وو چې وروسته د ده د ټبر یو شهزاده سیف الملوک لاس ته ورغلل. په یوه د شهزاده خپل مخ او په بل د یوې ښاپېرې بدیع الجمال مخ جوړ و. دی ۱۲ کاله د هغې ښاپېرې په لټون ګرځی او بیا یوه ورځ د قاهرې نه بهر په دشتو کې یو زبرګ ورته یوه ” سلیماني ټوپۍ” ورکړه چې هغه په سر کړې نو انسان بیا نورو ته نه ښکاري.
سیف الملوک سره پېریان (جنات) هم مرسته کوي. د یو پېري په مشوره، د جهیل په غاړه ۴۰ ورځې چېله کوي. په دغه کار دی د بلې دنیا مخلوق هم لیدی شي. کله چې دی د بدیع الجمال سره واده کوي نو سپین دیو د هندو کش غرونو ته والوتلو. د هغه د راتلو سره زلزله او سیلاب راځي. خو سیف الملوک سلیماني ټوپۍ په سرکړي او د دیو د سیلاب نه ځان وژغوري.
د سیف الملوک په کیسه د سیمې خلک باور لري او کاغان ته تلونکي په زرګونو سېلانیان ترې خبرېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۲۳ اپریل ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.