په پښو پریوتل


په دغه عکس کې یو سپین ږیرې، د افغانستان پخواني باچا ظاهر شاه پښو ته لاس وړي. دوه کسان چې یو يې ممکن د باچا باډی ګارډ وي، هغه له دې منع کوي. باچا پخپله هم ورته لاس غځولې دی چې دا کار ونکړي.
د چا پښو ته ټیټېدل د هغه کس درناوی ګڼل کېږي. د هندوانو یو دود دی چې مېړوښې ښځې سهار د عبادت نه وروسته د خپل مېړه او د کور مشرانو پښو ته لاس وړي. دغه ته “چرن چهونا” یا “پای لاګو” وایی. د پښتنو په ځینو سیمو کې ناوې د واده نه وروسته خپل خسر او نورو مشرانو پښو ته لاس وړي. دغه دود د اختر په موقع او که څوک سفر نه بېرته راګرځیدلې وي، په ځای کوي.
په دودیزه ټولنه کې یو څوک په خپلو کړو پښیمانه شي نو د بخښنې لپاره د هغه چا پښې نیسي چې ده ورسره زیاتې کړې وي. انګریزانو سره د شخړو نه وروسته ځینې قبایلي مشران به ورته بخښنې لپاره لاړل نو په پښو کې به يې څپلۍ نه وې، لاسونه به يې شا ته تړلي او په خله کې به يې واښه نیولي وو. د باچاهۍ په دوره کې خلک به باچا پښو ته پریوتل.
په پښو د پریوتلو دود اوس ممکن پاتې نه وي خو مشرانو ته د درناوۍ ښودلو نورې چارې هم شته. سپین سرو ته څپلۍ سمول، د سپین ږیرو خبرې په غور اوریدل او یا د هغوی خبره نه پریکول د سړیتوب کارونه دي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. یولسم اپریل. ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.