پښین

pishin
له کوټې ۵۰ کلومیټر شمال کې د کوږک غره په لمنه کې پښین (پشین) د قافلو د دمې ځای و.
په ۱۸۷۲ م کې هنری بېلو د یوې ډلې سره مله و او د پښین په اړه وايی چې، “د دې څلورمه برخه زمکه د سیدانو په لاس کې ده. دوی ډېر پخوا دلته میشت شوی او زیات يې د هند سره تجارت کوي. دا شته من خلک په سوونو اوښان لري او د افغانستان او هند تر منځ د اسونو تجارت ټول د دوی په لاس کې دی.” وړاندې لیکي،
” دا دره د “سرخاب” او د “لورا” سیندونو نه خړوبېږي. دا دواړه سیندونه په “شادیزو” کې یو ځای شي چې د سیدانو لوی کلې دی. وړاندې په جنوب لویدیځ کې ورسره “کشلاق” او “شال” سیندونه هم یو ځای شي. بیا په لویدیځ کې ” شوراوک” او ورپسې د نوشکي په شګلنه زمکه کې يې اوبه وچې شي. په دې میدان کې یوه ونه هم نشته او خلک د مالګې کاروبار کوي. د پښین مالګه د کندهار په بازار کې من په یوه نیمه یا ۲ روپۍ خرڅېږي.”
د پشین په نوم یوه بله سیمه د ایران په سیستان کې ده چې بلوڅان پکې اوسېږي. درېم پښین د افغانستان په شمال کې “د میمنې په جنوب کې و چې ابن حوقل “باشین” لیکلې او د غرجستان پلازمینه وه. دغه باشین یا بشین د مرغاب (مارګو) سیند په ختیځه غاړه اباد و. یو ارمیني جغرافیه لیکونکې موسا خرنی دا “بژین” په املا او ځینوعربي متنونو کې “ابشین” هم لیکل شوی دی.
د ژوب په جنوب کې پښین په ذړوهندي لیکنو کې “پاشینه پربته” نومېده. علامه حبیبی د حدود العالم په حواله “سفنجای” او المقدسي کې “اسپیدجه” په نوم یادوي. البېروني ورته “اسپید خاک” لیکلي دي.
د اسلام نه وړاندې د چین راهبانو له سفرنامو د پښین جغرافیاي موقعیت معلومېږي.
په ۷ میلادي پېړې کې خوان زانګ(هیون څانګ) هند ته په سفر د فلانه (بنو) په لوېدیځ سرحد یوه سیمه “کیکانګنه” په نوم یادوي او لیکي چې دا په یوې درې کې د لوړغر ترڅنګ پرته ده. الیګزانډرکننګهم په کلک امکان د “پښین دره” ګڼي. د دې شمال کې د خواجه امران او په جنوب کې د “تکه تو” غر دی. دا موقعیت د “بلاذري” (عرب جغرافیه دان) د “کایژدین” سره هم سمون خوري چې د خراسان لوري ته د سنده برخه وه.
نورو سرچینو “کایژدین” د ملتان او کابل په لاره پروت ښودلې دی. هغه وخت دا عامه لار د کسی (سلیمان) په غره کې د سخي سرور په درې تیرېده او وړاندې د پښین نه ترکندهار ورتله. د ګومل دره د فلانه (بنو) سره تړلې وه نو ځکه کایژدین به د پښین درې شا و خوا کې وه. کننګهم لیکي چې “په دې دره کې اوس د کاکړو قام پروت دی نو دا تصادفي نه ده چې د “کیکانګنه” یا “کایکین” نوم له دغه قام نه اخستل شوې وي.”
د فردوسي شاهنامه (۱۰ میلادي پېړۍ) کې د افراسیاب زوی فوشنګ یو ښار اباد کړو چې ځینې تاریخ لیکونکي دا” پښین” ګڼي. خو فوشنګ په خراسان (ممکن هرات) کې و او په عرب تاریخ کې پښین د سنده او یا د سیستان برخه ښودل شوې ده. په ۶۱۱ ق م کې پښین ته د ګرشاسپ (غرغښت) راتګ او د زردشتي دین د خپرولو خبره هم کېږي. خو تراوسه دلته د یو اورتون یا عبادت ځای نښې نه دي موندل شوي.
د پښین په دره کې د واورو له کبله زمکه ښیرازه وي. د سوکړې د مخ نیوي لپاره پکې کاریزونه شته چې د اټکل له مخې په لومړي ځل ” ګبر” خلکو جوړ کړل. د دې خبرې یو څرک د بېلو له سفرنامې کېږي چې د خضدار نه قلات ته په لاره د اوبو یو بند ولیدو. دی ليکې،
” په ۱۲ جنوري د “پیرچټا” نه “کاهاو” ته روان شو چې ۱۲ میله لاره وه. د چټا نه “کوهاو”، بیا “هټاچي” او “نار” نه په تیرېدو، د اوبو یو لرغونې بند مو ولیدو چې ډېر په هنر جوړ شوي و. ځایی خلک ورته ” ګور بند” (غوربند) وایی. دا ” ګبر” خلکو له خوا جوړ و چې د اور نمانځنه يې کوله.”
پښین اوس د بلوچستان صوبې یوه ضلع ده چې په ۱۹۷۵ م کې د کوټې نه بېله کړې شوه. په ۱۹۹۴ م کېد عبد الله کلا له پښین بېله او ځان له یوه ضلع شوه. د خوشدل خان بند له کبله اوس دلته نوره زمکه هم خړوبېږي. د دې په ” ریاسه” غونډي د لرغونو مدنیتونو لټون پکار دی چې د سیمې تاریخ پرې روښانه شي.
صفیه حلیم
Pshin
سرچینې
۱.جغرافیای تاریخی افغانستان. (پنجاه مقاله) پوهاند عبد الحی حبیبی. بنګاه انتشارات میوند. کتابخانه سبا. ۱۳۸۲ خورشیدی. ۳۵۰ او ۳۵۱ مخ.
۲.د سیمو تاریخي جغرافیه. له علامه عبد الشکور رشاد سره د مرکو ټولګه. صدیق الله بدر. میوند کلتوري ټولنه-کندهار. ۱۳۸۴ ل. ۴۹ او ۵۰ مخ.
۳. د سیستان سفر. د میجر جنرل پولک د شخصي معاون سرجن ایچ- ډبلیو. بېلو یادښتونه. ۱۸۷۳ م کلکته کې د برطانوي خارجه وزارت چاپ. ۲۳ او ۲۴ مخ.
۴. ګبران ،زرتشت،ګرشاسپ او پښين- د عصمت الله زهيرمقاله. لروبر ویبپاڼه. ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۲ م
۵. قاسم خان مندوخیل.
د خپریدو نېټه- ۱۰ اپریل ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *