وایکریتا(وردګ) اراکوزیا، هوسینا (غزنی) فولوشا (پیښور) او داسې نور نومونه د ۱۸۷۱ م “د هند لرغونې جغرافیه” کتاب کې په لومړي ځل خپاره شول. د دې لیکوال الیګزانډرکننګم د شلمې پېړۍ تاریخ لیکونکو ته یوه مهمه سرچینه پریښوده چې تراوسه يې څارې نه لیدل کېږي.
الیګزانډر په ۳ جنوري ۱۸۱۴ م کې سکاټ لينډ کې وزیږېدو. په ۱۸۳۳ م کې د ۱۹ کالو په عمر کې د پوځ د انجینیر په توګه کلکتې ته لاړو. هلته د جيمز پرنسپ سره يې وپيژندل چې د هند لرغونو سکو، ژبو او په تاريخ څېړنې کولې. الیګزانډر له هغه ډېر اغیزمن او ختیځ پوهنې سره يې شوق پېدا شو.
هغه وخت د هند په لروبرکې برطانيې افسران د لرغونو توکو په راټولولو او پلورلو بوخت وو. په پنجاب کې د مهاراجه رنجيت سنګه فرانسوي او اطالوي جنرالانو هم دا کار کوو. څرنګه چې په مصر او عراق کې اروپایانو په لوی لاس غیر قانوني کیندنې کولې، هم هغه حال د پښتنو د سیمو هم و. نایابه سکې او د بودا مجسمې به کیندل کیدې او چا به يې پوښتنه نه کوله.
په ۱۸۳۴ م کې الیګزانډر د پنجاب د مانکياله سټوپا په اړه پلټنې وکړې او په ۱۸۳۷ م کې يې د سرنات د کيندنو نه وروسته د ټولو نقشونو انځورونه د جوړولو تابيا وکړه.
د یو مسلکي انجینیر په توګه ده کشمیر، لکهنئو، ګوالیاراو پنجاب کې پلونه او سړکونه جوړول. په غرنیو سیمو کې د چین د پلې سروې لپاره لداخ او تبت ته هم ورغلو. په ۱۸۵۸ م کې هغه د صوبه سرحد مشرانجينير په توګه هلته د ولسي ودانیو او سړکونو د جوړولو يوه شعبه پرانسته. هم دا وخت د ټول هند جغرافیايی نقشه جوړه شوه او ځینې نامعلومې سیمې يې پکې وښودلې. د ۱۸۴۲ نه تر ۱۸۵۲ م الیګزانډر د “سانکيسا” “سانچي” او “بهيلسا” ستوپې وسپړدلې اوهغه ځايونه يې په نښه کړل چې په اوومې پېړۍ کې چینای خوان زانګ پرې ليکنې کړې وې. هغه د ایسټ انډیا (ختيح هند) شرکت ته وړاندیز وکړو چې د لرغون پوهنې یوه اداره د غیرساینسي کیندنو مخ نیوی کولې شي. د ۱۸۵۷ د خپلواکۍ د پاڅون نه وروسته کله چې د هند واک برطانيې لاس ته ورغلو نو په ۱۸۶۱ م کې دا اداره (هندارکيالوجي سروې) جوړه شوه. الیګزانډر د پو ځ نه ميجر جنرل په توګه ريټاير شو او د دې ادارې لومړی مشر وټاکلو. هغه د هند له ګوټ ګوټ بې شميره لرغوني توکي راټول کړل او کتابونه او مقالې يې پرې وليکل. ده د ګندهارا بوداي جوړښتونو په اړه هم ليکنې کولې.
څلور کاله وروسته د پېسو د نیشت له کبله د لرغون پوهنې اداره بنده شوه او کننګهم انګلستان ته لاړو. هلته ده د هند لرغونې جغرافیه ولیکله چی تر بودايي دورې وه. دی د ډيلي اولندن نومې بېنک ډایریکټر هم و. په ۱۸۷۰ م کی د هند نوې وایسرای لارډ میو د ارکیالوجي سروې شعبه بیا فعاله کړه او کننګهم يې د دې مشر په توګه وروبللو. کننګهم به په هر ژمي کی د لرغونو ځایونو پلټنې کولې. د ټیکسلا نه تربنګال ګور پورې يې سروې وکړه او ۲۴ راپورونه يې ولیکل. ۱۳ د ده خپل او نور د ده تر نګرانۍ ولیکل شول.
د دې نه علاوه په ۱۸۷۷ م کې د هند د ډبرلیکونو په اړه یوه ټولګه چاپ کړه چې د اشوکا فرمانونو هم پکې شامل دی. په ۱۸۷۹ م کې ” د سټوپا” او ۱۸۸۳ م کې د “هند زمانې” کتابونو کې د لرغونو ښارونو د ارتقا او مختلف ادوار وټاکل شول.
د ده د خدمتونو په ویاړ د برطانيې حکومت ورله د (سر) نوابي لقب او نور افتخارات ورکړل.
کننګهم بې شمېره لرغونې سکې او نوادرات راټول کړې وو. په نومبر ۱۸۸۴ م کې ده په وروستي ځل هند پریښودو او”انډس” نومې بېړۍ کې انګلستان ته روان شو. د سری لنکا د ساحل سره بېړۍ ډوبه او کننګهم ترې ژوندې را ووتلو خو د ده ټول لرغوني نودرات پکې لاهو شول. بیا هم د سرو او سپینو سکو لویه ذیرمه ورسره په کور کې پاتې وه. هغه څه موده د دغو سکو په اړه مضمونونه لیکل چې د “رایل ایشیاټیک” ټولنې په مجله کې خپریدل. دی په ۲۸ نومبر ۱۸۹۳ م کې ومړ او د ده د وصیت سره سم د هند لرغوني توکي، طلايی او نقريي سکې، زيورات او بوداي مجسمې د لندن برټش میوزیم ته ورکړې شوې. کننګهم د سانچي سټوپې یو ښایسته محراب هم له ځانه سره اوړې و چې د هغه په مشوره د میوزیم لوی دروازې دننه مخا مخ ولګول شو.
صفیه حلیم
دخپریدو نېټه-۶ اپریل ۲۰۱۷ م