۴۲۰

shree 420
“فلانې سړی ډېرچارسوبیس دی” په پښتو کې دا جمله هغه کس لپاره کاروي چې یو چا سره يې درغلي کړې وي.
په هند کې انګریزانو په ۱۸۶۰ م کې خپل مدني قانون راوستلو. دوی د هر جرم تعریف او تشریح نه وروسته د دې مادې (دفعه) یو نمبرلرلو چې د هغې تر مخه به قاضي سزا ورکوله. د بېلګې په توګه د قتل قانوني دفعه ۳۰۲ نمبر لرلو. د چل ول او دوکې لپاره ۴۲۰ نمبر دفعه وه. په دغه قانون کې هرډول دوکه، بې ایماني او خیانت لپاره سزا وه. دا سزا په جرم پورې اړ و او د معمولي جرمانې نه واخلې تر ۷ کالو قېد سزا به ورکړې کېده.
د عدالتونو نه د قانون دغه نمبر ولسي ژبې ته کډه وکړه او ترافغانستان ورسېدو. په ۱۹۴۷ م کې انګریزان له هند ووتل خو خپل قانون يې تر شا پریښودو. د قانون ۴۲۰ دفعه اوس هم په هند، پاکستان، بنګله دېش او برما کې پخپل ځای پاتې دی.
په بالیوډ کې دوه فلمونه، “شري ۴۲۰” او “چاچي ۴۲۰” هم دغه قانون ته اشاره ده.
د نړۍ په بل ګوټ کیلیفورنیا کې چرسیان کله چې ۴۲۰ یادوي نو مانا يې پورا نشه وي. په ۱۹۷۱ م کې د کیلیفورنیا چرسیان د ماځیګر ۲۰ مینټه د پاسه ۴ بجې په یو ټاکلي ځای سیګرټي لپاره توليدل. بیا دغه ۴۲۰ د چرسیانو شفر شو. په ۲۰۰۳ م کې د کیلیفورنیا سنات د ۴۲۰ نمبر قانون منظور کړو چې د دې تر مخه نشیان د ځانګړو کلینکونو نه په محدود چرس تر لاسه کولې شي.
صفیه حلیم
د خپرېدو نېټه- ۱۴ مارچ ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *