د لنډي کوتل اورګاډې

khyber-traini
لنډي کوتل ته په اورګاډی کې زما وروستې سفر په ۱۹۶۸ م کې د خپل سکول له خوا و.
دغه ګاډې به د اتوار په سهارد صدرسټېشن نه روانیدو او سفر پکې مفت و. د نوتهیه، سواتو پاټک او باړه ګېټ نه وروسته د پېښورهواي ډګرسره ګاډې ودریدو ځکه د دې پاټلۍ د رن وې نه تیریده. یو کس به د ګاډي نه په منډه کنټرول ټاور ته د اجازې لپاره لاړو. مونږ مومپلي خوړل او د جازونو(الوتکو) سېل مو کوو. ددې یو سټیشن د اسلامیه کالج مخامخ هم و.
د پیښور نه جمرود ته ۱۸ کلومیټر لیکه یو ځای د پوخ سړګ څنګ نه تیرېده او که موټر یا بس مو ولیدو نو لاس مو ورته خوځوو. د پیښور نه تر ۳۲ میله ( ۵۲ کلومیټر) دغه ګاډي په لار کې ۳۴ ټونلونه او ۱۰۰ شا و خوا پلونه وو. په ۳ ساعتونو کې لنډي کوتل ته ورسیدو.
د اور ګاډي د پاټلۍ لپاره سروې په ۱۸۷۹ م کې د دوېم افغان جنګ په وخت شوې وه. په ۱۸۸۵ م کی کیپټن میکډونلډ دوېم سروې کې دغه لار د اورګاډي لپاره مناسب و نه ګڼله. په ۱۸۹۰ م کې هغه د کابل سیند سره د لیکې د غځولو امکان ولیدواو په ۱۸۹۸ م کې څلورمه سروې وشوه. په ۱۹۰۵ کې کچه ګړۍ کې د دې د لومړي سټېشن بنسټ کیښودل شو. په دووکالو کې ۳۲ کلومیټر یو میټر پلنه د اوسپنې پاټلۍ وغځول شوه چې د مومندو په لار تیرېده.
په ۳۱ اګست ۱۹۰۷ م کې برطانیې او روس په سینټ پیټرزبرګ کې یو تړون وکړو چې د هغې تر مخه برطانیه به افغانستان پخپل خاوره کې نه ورګډوي او په بدل کې روس افغانستان د خپل اغیز په ملکونو کې نه ګڼي. د روغې د تړون سره د اور ګاډي اړتیا پاتې نشوه. په ۱۹۰۹ م کې د کابل سیند پاټلۍ او پلونو ټوله اوسپنه يې وشکوله او بل ځای د اور ګاډي لپاره يې وکاروله.
په ۱۹۱۹ م کې د درېم افغان جنګ سره حالات بدل شول او د خیبر د اورګاډي په جوړولو کاربیا شروع شو. “کرنل ګورډن هرن” چې دغه کار په غاړه واخستو نو هغه د پلن (یو نیم میټر) پاټلۍ د جوړولو فیصله وکړه او په ۱۹۲۰ م کې ورباندې کار پېل شو.
انجینیر “ویکټوربېلي” ۵ کاله ورباندې کارکوو اود جمرود او لنډي کوتل ترمنځ لیکه د ستمبر ۱۹۲۵ م کې پورا شوه. خو وروستۍ سريې خلاص و ځکه وړاندې لنډي خانې ته لږ برخه جوړیدل لا پاتې وو. ویکټوربېلي چې هغه وخت ناروغه شوې و، خپلې لس کلنې لور ته د انجن زنځیر په لاس ورکړو چې د لومړي اور ګاډي شپېلۍ درې وارې وغږوي. بیا بېلي او میرمن يې پخپله هم د شپېلۍ په غږولو انجن د یو څو ډبو او د بریک وروستي ګاډي په ټېله کولو لنډي کوتل سټيشن ته وردننه کړو.
بېلي د پیښور په روغتون کې يې داخل کړو، بیا درملنې لپاره يې انګلستان ته ورواستاو او هم هلته مړ شو. په ۳ نومبر ۱۹۲۵ م کې د خیبر ریل د سرکاري پرانستې په موقع دی موجود نه و. حکومت د هغه کونډې ته اجازه ورکړه چې د خیبراورګاډې د جمرود نه تر لنډي کوتل وچلوي. ترلنډي خانې ۸ کلومیټر پاټلۍ بل کال په ۳ اپریل جوړه شوه. د برطانوي راج دا وروستی سټېشن د تورخم نه ۳ کلومیټر وراخوا دی. د خیبر اورګاډې په غرونو کې ۲۰۰۰ فټه لوړ خېژي. بیا لنډي کوتل نه ۸۷۲ فټ مخ په ښکته اته کلومیټرځي.
په خیبر دره کې د اورګاډي تاوول اسانه کار نه و او په ۴ ځایونو کې دوېمه متبادل پاټلۍ يې جوړه کړه چې د اړتیا په وخت انجن د ګاډي شا ته ولګوي او ګاډې خپل سفر پېل کړي. د دې نه علاوه د پاټلۍ نه خطا شوي ګاډی لپاره، ځای ځای د مرستې پاټلۍ جوړې شوې. په انجڼ کې د اوبو ډکولو لپاره ورته ۴سټیشنونه جوړ دي. د پاټلۍ جوړولو لپاره ۳ میلینه مربع زمکې نه کاڼي او خاوره لیرې کړې شول.
د خیبرد یو کلومیټر پاټلۍ لګښت هغه وخت ۴۸ لکه او ۵ زره هندي روپۍ و. هغه وخت دا په نړۍ کې یو تر ټولو ګران بیه اور ګاډې و. د دې لومړې انجن په ۱۹۱۶ م کې د برطانیې په “ولکن” کارخانه کی د “کیټسن کمپنۍ” له خوا جوړ شو. د دې درې انجنونه اوس هم د پاکستان د ریل محکمې سره دي چې دوه يې په ۱۹۲۳ م کې جوړ وو.
حکومت د خلکو د هڅولو لپاره په دې کې ټکټ نه و لګولې او په اوونۍ کې دوه ټرینونه چلیدل. خو بیا هم چا په دغه ګاډي کې سفر نه کوو. په ۱۵ دسمبر ۱۹۳۲ م د لنډي خانې برخه د افغان حکومت په ټینګار بنده کړې شوه. لنډي کوتل سټیشن هم ډېره عجیبه ودانۍ لري چۍ د پلیټ فارم مخ ته نه کړکۍ، نه روشندان او نه دروازه ده. هر څه بهر سړک حوا ته جوړ دي. د ټکټ د چیک کولو اړتیا نه وه او مونږ کاواکه په سړک را وختلو.
د هند له ویش وروسته دغه ټرین په اوونۍ کې یوه ورځ مفت چلیدو. په لیکه د رفتار د محدودیت له کبله ورباندې د ډیزل انجن نشي ګرځیدای. ځکه نو تر اوسه د لوخړې انجن ورباندې ګرځي. په ۱۹۸۲ م کې د پاکستان د ریل محکمې دغه ټرین بند کړو ځکه ګټه يې نه وه. په ۱۹۹۰ م کې یوې شخصي کمپنې د بهرني ټورسټانو لپاره “سفاري ټرېن” شروع کړو چې بې ګټې و.
په ۲۰۰۶ م کې د سیلابونو له کبله د دې پاټلۍ او یو پل په اوبو کې لاهو شول. ښايي د ریل د وزارت حریص چارواکو تر اوسه دغه ټوله اوسپنه خپلو خېټو ته غورځولې وي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۲ فروري ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *