یوناني درملنه

herbs
په کلی کی چی د ماشوم په خیټه درد شي نو یوه چونډۍ سپیرکۍ ورله ورکړي. په زخم د کورکمن پټۍ تړل او دغسې نورې کورنې ټوټکې، څه موده وړاندې مهذبو انسانانو پرې ملنډې وهلې. خو دغه حکمت ته اوس درناوی کېږي.
په هند کی شپږم ق م پېړۍ “سوشروتا” او یونان (ایتن) کی بقراط (هیپوکرېټس) هغو درملنو ته رواج ورکړو چی پېړیو راهیسې انسانانو کارول. درې سوه کاله وروسته یونان کی جالینوس (ګالین) او هند کی “چراکه” د حکیمانو په توګه مشهور شول.
بیا د چین او نورو ملکونو علم هم پکی ورګډ شو او یولسمې میلادي پېړۍ کی ابن سینا “د طب قانون” نومې کتاب ولیکلو چی په نړۍ کی د طب لومړی کتاب و. د اروپا طب ( ایلو پېتهي) له دغه کتاب اخستنې وکړې چی تراوسه يې کاروي.
په ۱۳ میلادي پېړۍ کی د ډېلي سلطنت مسلمان واکمنو د ابن سینا حکمت په هند کی خپور کړو او خلجي سلطان علاوالدین په دربارکی به نامتو حکیمان موجود وو. هم هغه وخت یونانی طبابت ډېر پرمختګ وکړو او په اړه يې کتابونه ولیکل شول.
د یوناني طب بنسټ د مرض تشخیص دی چی لومړۍ برخه فزیکي، دوېمه د ادرارمعاینه او درېمه د ناروغ مزاج یا طبعیت معلومول وي. حکیم د تشخیص لپاره د ناروغ ژبه او نبض ګوري. د ژبې رنګ د ناروغ د معدې او نبض د زړه، جګر او پښتورګو(ګردو) حالت څرګندوي. د نبض رفتار، ذور او معمولي بدلون د ناروغۍ په تشخیص کی د حکیم مرسته کوي. په هند کی د نبض کیفیت د ځناورو او مارغانو د رفتار او خوځښت په حساب په برخو وویشل شو او د معلومولو لپاره بیلا بیل ګوتی کارېږي. لکه د مار او ژوره (زوره) نبض د شهادت په ګوته معلوموي. د کارغه، خراړي او چیندخ نبض لپاره د منځ ګوته کاروي. هیلۍ، کفتر او چرګ ډول نبض په درېمه ګوته احساسوي. نبض باید تر دوو مینټو وکتل شي. که حکیم دا کار نه کوي نو مانا هغه بی علم دی. د تشخیص نه وروسته د درملنې اصول ټاکل کېږي چی اول د ناروغۍ سبب لیرې کول، د بدن د عضلاتو او ورپسې د اعضا نارمل کول دي. ساده یوناني درملنه په دوو طریقو وي چی یو يې پرهیز(د ځینو خواړو نه خوړل) او بل د خواړو (ځینې خواړه خوړل) وي. د درملنې نوراصول هم دي چی پکی روژه نیول، ورزش، حمام، د خیټې نه فاسد مواد، وینه ویستل(فصد) وغېره شامل دي. د دې نه علاوه د بوټو او نورو طبعي توکو نه جوړ داروګان ورکړې کېږي.
پخوا به خلکو د حکمت ذدکړه په خوښې کوله او ځینو په بوټو او نورو توکو پخپله څيړنې کولې. د داسې حکیمانو د شهرت نه اغیزمن نور کسان به ورسره د زدکړې لپاره مله شول او څو کاله وروسته به يې ځان له مطب (کلینک) پرانستو. له دی کبله ډېرجعلي حکیمان پیدا شول چی دغه علم يې بدنامه کړو. په هند کی د اروپاي طب د راتلو سره لوستو خلکو حکیمي درملنه بنده کړه. خو یوناني طب د انګرېزي درملنې نه ارزان وي نو ځکه غریب خلک خپل د کوڅې په حکیم زیات باور کوي.
اوس په هند کی د یوناني طب ۴۰ کالجونه دي چی پکی ۵ نیم کاله زدکړې تر سره کېږي. محصل ته شهادت نامه (بیچلراف یوناني میډیسن اینډ سرجري) ورکړې کېږي. د دی نه علاوه هلته اته کالجونه د ماهر طب او جراحت(ماسټري) ډګري ورکوي. هر یو کالج د پوهنتون سره تړلې او رسمي منل شوی دی.
په ۱۹۷۱ م کی د یوناني، آیوروید، یوګا، هومیو پېتهي او طبعي درملنو د څارنې لپاره د هند د طب مرکزي کونسل جوړ شو. په ۱۹۷۹ م کی د یوناني درملنو د تجربو مرکز ۹۸۷۰۰ یوناني داروګان او درملنې رجسټرکړي دي. په دغو داروګانو ساینسي څېړنې او د یوناني داروګانو کیمیاوي کیفیت څارل کېږي.
په پاکستان کی د طب ملی کونسل له خوا د یوناني حکمت زدکړه څلور کاله سبق نه وروسته کامیابه محصل ته د فاضل طب و جراحت سند ورکوي. د داروګانو د څېړنو لپاره “همدرد” او “قرشي” فاونډېشن پېسې ورکوي. همدرد پوهنتون د څېړنو مرکز د لوړو ذدکړو لپاره پېسې هم ورکوي. له دی ځایه فارغ شوي حکیمان د عملي تجربې لپاره د یو پوخ حکیم په مطب کی کارکوي.
د جنوبي افریقه لويدیځ “کیپ” پوهنتون کی یوناني طب زدکړې په ۵ کالو کی تر سره کېږي.
اوس ساینسي تجربو دا ثابته کړه چې سپیرکۍ د خیټې نه علاوه د بندونو درد له هم ښه ده نو د سپیرکي ګولۍ بازار ته راوتلي دي. کورکمن د هیرېدومرض (ډیمینشیا) لپاره اغیزمن ګڼل شوي دي او کېپسول کې خرڅېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۶ فروري ۲۰۱۷ م

One Response to یوناني درملنه

  1. سید عبدالحکیم حکمت
    19 March, 2018 at 9:51 AM

    مننه! ليکنه مو ولوسته، موږ سره په دې اړه هېڅ معلومات نه وو، خو ستاسې له ليکنې مو ډېر څه زده کړل.
    قلم مو تاند اوسه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *