فاطمه سلطانه

%d9%81%d8%a7%d8%b7%d9%85%d9%87-%d8%b3%d9%84%d8%b7%d8%a7%d9%86%d9%87
په جولاۍ ۱۹۲۱ م کې د نيويارک يوې ورځپانې د يوې افغانې شهزادګۍ په اړه راپور خپور کړو. د شاه شجاع دغه نمسۍ د کراچي نه په بېړۍ کې د خپلو دريو تنکي زامنو آشين، آزيک او اکبر سره لومړی کيليفورنيا ته لاړه او بيا اورګاډي کې نيويارک ته ورسېده چې د ۳۴ کوڅې د والډورف آيسټوريا هوټل کې ايساره وه.
دا سکڼه، چاغه او د پاخه عمر ميرمن فاطمه سلطانه نومېدله چې په پوزه کې يې د نيلم ميخکی و. د ورځپاڼو لپاره جالبه دا وه چې هغه مېخکی د شپې خوب نه وړاندې ليرې کوي.
شهزادګۍ د امريکه “ښکلې صدر” وارن جي- هارډنګ سره ليدل غوښتل. د کوه نور نه غټ الماس “دريای نور” ورسر ه و چې د هغې په وینا، ټبر يې د سکندر مقدوني له وختونو ساتلی و. د الماس بيه نيم ميليون ډالر وه او دې غوښتل چې دا خرڅ کړې. بيا په هغو پېسو انګلستان ته لاړه شي او زامن د سبق لپاره په “ايټن” او “اکسفورډ” کې داخل کړي.
د نيويارک په بروکلېن کې “سټېنلې وېمن” نومې يو سړي په اخبار کې دا راپور ولوستو نو والډورف هوټل ته لاړو. هلته په لابي کې د فاطمه سلطانه سره وليدل، ځان يې د امريکا د بحري ځواک افسر او وايټ هاوس ته د ميلمنو د چارواکي په توګه وروپېژندلو. شهزادګۍ ته يې ډاډ ورکړو چې په واشنګټن کې د صدر سره ملاقات بندوبست ورته کولی شي.
څو ورځې وروسته د خارجه وزارت درېیم سکتر ته چا د نيويارک نه ټيليفون وکړو. سټېنلې وېمن د فاطمه سلطانه لپاره په ۲۵ جولاۍ د صدر سره ليدو ورځ ټاکلې وه او وې ويل چې د نورو خبرو لپاره به د وايټ هاوس سره اړيکې وساتي.
هغه مهال د اميرامان الله خان لومړۍ سفارتي ډله هم په واشنګټن کې وه چې مشر يې شهزاده محمد ولي خان و. هغوی هم غوښتل چې د صدر سره وويني خو خارجه وزارت ورته اجازه نه ورکوله. انګريزانو دوی ته پيغام ليږلی و چې افغانستان ترهغې هم پخپلو خارجي معاملو کې خپلواک نه و.
سکرټرسوچ وکړو چې ممکن حکومتي مشرانو يا پخپله خارجه وزيرهيوز د شهزادګۍ د ملاقات فيصله کړې وي. هغه په ۱۴ جولاۍ يو راپور وليکلو چې که څه هم د فاطمه سلطانه په اړه دوی ته چا خبر نه دی ورکړې خو هغه د افغان استاځو سره تړاو نه لري. د سرکاري ډلې شهزادګۍ نه ښه نه راځي او که هغې صدر سره وليدل نو ممکن د دواړو تر منځ شخړه پېدا شي. هغه وزير ته مشوره ورکړه چې شهزادګۍ د ورتلو نه وړاندې صدر بايد د افغانستان نه ځان خبر کړي.
په ۲۶ جولاۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شهزادګۍ عکس خپور کړو چې د وايټ هاوس په چمن کې سټېنلې وېمن، د دې زامن، صدر او لومړۍ ميرمنه ولاړ دي.
شهزاده محمد چې د امريکايانو له رويې ګيله من و، په دې نور هم په قهر شو او چار واکو ته يې وويل چې شهزادګۍ محمد زۍ ده او ممکن د امان الله ليرې خپلوانو نه وي خو نور يې نه پېژني. افغان ډله ناهيلې د امريکه نه ووتله.
د صدر سره د افغان شهزادګۍ د ملاقات راپورونه په بله ورځ اخبارونو کې چاپ شو چې د سپينې ماڼۍ په سورتالار ( ريډ روم) کې شوي و. د ژورناليسټانو لپاره د هغې جامې او کړه وړه په زړه پورې وو. فاطمه سلطانه د شوخ ګلابي ساټن کرتۍ او تنګه لنډه لمنه اغوستې وه چې د زرين او تور تار په کې لګول شوی و. د دې غاړه لوړه او ارتو لستوڼو نه طلایي بنګړي او زنځيرونه ځليدل. په پوزه کې يې د نيلم د تيږې ميخکی، په غوږونو کې د ۵۰ قيراط الماسو لوی والۍ او په غاړه يې د ملغلرو او سرو زرو زنځيرونه وو چې قيمتي کاڼي يې لرل. په کمر بند کې يې هم قيمتي ډبرې وي. د لویې لوپټې يو پلو يې د شتر مرغ د وزرو په سر پېچک په سر ټينګه او بل يې د ملا نه تاو کړې وه. په پښو کې يې د نرمې څرمنې تور بوټان و چې تري تور وريښمين جرابې ښکاريدې.
شهزادګۍ له ځانه سره شالونه، لوپټې، د کرمانشاه قالين، ميز پوش او صدر لپاره پټکې د ډالۍ په توګه وړي وو. يوه لوپټه هم پکې وه چې د دې خپلې لوپټې په شان د ډېر نازک وړۍ نه جوړه او د سرو زرو په تار اوبدل شوې وه.
شهزادګۍ روانه انګريزي ويلې شوه ځکه په هند کې یې سبق ويلی و. خو د ځان ښودنې لپاره وېمن ته يې د ترجمانۍ دنده ورسپارلې وه. هغې صدر ته د خپل سفر هدف بيان کړو او وويل، “زه ستاسو مدنيت، ادارې او شاندار تاريخ ستايم، دا د خدای له خوا غوره شوې خاوره ده. ”
په بله ورځ د واشنګټن پوسټ يو خبريال د شهزادګۍ سره مرکې لپاره هوټل ته ورغلو. دا مرکه هم د ټولو جزئياتو سره خپره شوه. هغې ډېر نور ملکونه ليدلي وو خو امريکه نه اغيزمن شوه او وې ویل چې ممکن څلور کاله ( د زامنو د سبق تر پای) مستقل امريکه کې پاتې شي. د نيويارک کوڅې او ودانۍ ورته حيرانوونکي وې چې په منظمه نقشه جوړې شوې خو د واشنګټن ورته د هغې نه هم ښايسته ښکاره شو. د امريکايانو په اړه يې وويل چې سړي او ښځې ورته په زړه پورې دي او ترېنه زدکړه کول غواړي چې بيا خپلو خلکو ته خدمت وکړي. فاطمه سلطانه يوه غيرعادي ميرمنه وه چې پرده يې نه کوله.
کله چې دا بېرته نيويارک ته لاړه نو خارجه وزارت ته يې ليک واستوه او حکومت نه يې د زمکې او د کال وظيفې (زيره) غوښتنه وکړه. دا ټينګار يې وکړو چې دې سره لکه د نورو ملکونو د شاهي ټبر چلند وشي. “مونږ خبر يو چې تاسو يواځې د دې ملک اوسيدونکو ته زمکه ورکوئ خو زمونږ لپاره بايد دا قانون بدل شي ځکه مونږ دلته مستقل پاتې کيدل غواړو.”
%d9%81%d8%a7%d8%b7%d9%85%d9%87
خارجه وزارت هغې ته هيڅ جواب ورنکړو خو په ۱۴ اګست ۱۹۲۱ م دوی يو (تار) ټېليګرام تر لاسه کړو چې شهزادګۍ په ۲۰ نيټه ورسره په خپلو شخصي معاملو خبرې غواړي. هغوی ورته ځواب ورکړو چې ټولې خبرې دې په ليکلې بڼه ورته واستوي. هغه وخت د بحري ځواک افسر سټېنلي وېمن هم يو ليک خارجه وزارت ته ولېږلو چې د زمکې او د زيري خبره شهزادګۍ د ځان نه کوي.
په ۲۰ اګست شهزادګۍ د وزارت ليک تر لاسه کړو چې که دا شاهي شخصيت ده او يا امريکایي، حکومت نه ورته زمکه ورکولې شي او نه د کال زيره. په ۱۱ سپتمبر وزارت ته د سټېنلې تار ورغلو چې شهزادګۍ يوه پېسه هم نه لري او له هغه يې ۷۰۰ ډالر پوراخستی دی. ده ته يې ويلي دي چې په هند کې پېسې لري. اوس د مصر يو (نقلي) شهزاده سره ګرځي، ګاڼی يې د ښار يو زرګر سره ګرو(ګروي) اېښي دي، زامن يې بد اخلاقه دي او چاپېره ترې مشکوک خلک تاوېږي. دلته د هند محصلين داسې ګڼي چې هغه د برطانيې له خوا پروپاګڼد لپاره رااستول شوې ده.
انګريزانو د امريکې خارجه وزارت ته يو احتجاجي ليک واستوه چې څنګه د افغانستان يو شاهي شخصیت د صدر سره نه يواځې دا چې وليدل، بلکه مصافحه (لاس روغبړ) يې هم وکړه.
د ستمبر په ۱۳ شهزادګۍ وزير ته يو بل ليک ورواستوه چې د وېمن په لاس ميرمن هيوز لپاره څلور توکي ډالۍ وراستولي وو خو شکمنه ده چې نه يې دي ورکړي. فاطمې جواب تر لاسه نه کړو نو بل اوږد ليک يې ورواستاو.
په دې کې هغې د سټېنلي حال ليکلې و چې څرنګه يې د دې سره ملګرتيا وکړه. هغې ورته ۶۰۰ ډالر ورکړي وو چې له اجازې پرته يې ولګولې. د هغې الماس خرڅولو اجازه نامه يې ترې اخستې وه چې اوس يې بيرته نه ورکوله. له ډېرو خلکو يې د دې په نوم پور اخستی دی چې هغې نه پيژندل. فاطمه سلطان، ويمن د وزارت يو استاځې ګڼلو او هيله يې وکړه چې د ده نه پېسې ورته واخلي.
وزارت سمدلاسه د نيويارک پوليس ته خبر ورکړو چې وېمن ولټوي خو په دې نوم سړی نه و. د څو ورځو د پلټنو وروسته اخر د هغه درک معلوم شو چې دی خو يو مشهور چلباز او فریبکار و. ده د پوليسو د هرې پوښتنې جواب کې دروغ ويل. په اپريل ۱۹۲۲ م کې ويمن په دې جرم نيويارک کې محاکمه شو چې د امريکې د بحري ځواک يونيفارم يې اغوستی و. ده ته د دوو کالو د بند سزا ورکړي شوه.
په محکمې کې د شهزادګۍ اصل هم څرګند شو چې هغې د برطانوي حکومت له خوا د ځان او زامنو لپاره هره مياشت زيره ترلاسه کوله. د هغې الماس مشهور “دريای نور” نه و او په ۴۰۰۰ ډالره خرڅ شو. په دې کې ۲۰۰۰ ډالره يو زرګر واخستې چې څو اوونۍ وړاندې يې هغې ته پور ورکړی و.
په ۱۶ مارچ ۱۹۲۲ م کې “لاهور” نومې بېړۍ د نيويارک نه روانيده او برطانوي کونسل چې شهزادګۍ ته يې پېسې ورکولې، هغه قانع کړه چې د خپلو زامنو سره هند ته لاړه شي. خو کله چې دا بېړۍ روانه شوه نو شهزادګۍ پکې نه وه. له هغې وروسته د دې شهزادګۍ او د زامنو درک و نه لګيدو.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه- ۲۵ ستمبر ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *