ښځې

with Parveen
د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې لوګر کې د پښتو مشاعرې بلنه مې تر لاسه کړه. د کابل په ميلمستون کې هغه وخت پروين ملال هم راسره او مشاعرې ته يې تلوسه وه. د جمعې ورځ چوټي وه نو د دفتر موټر مې نشو راغوښتې. يو همکار راته د شخصي موټر انتظام وکړو او سهار روان شو. خيال مو و چې لوګر ته يو ساعت لاره د، په وخت به ورسېږو. خو “پل عالم” نه وړاندې آيساف له خوا لاره بنده وه چې پوځي دستې پرې تيرېدې. ټول ګاډي په بله اوږده لاره روان وو. يو چا وويل چې واپس شئ خو نيمه ورځ تيره وه نو سفر مو جاري وساتلو.
شا و خوا دوه ساعته سرګردانۍ نه وروسته د مشاعرې ځای ته ورسېدو. يو کس چې موټر کې ښځې وليدې نو ډريور ته يې اشاره وکړه چې د ودانۍ شا ته موټر تاو کړي. پخپله هم موټر پسې راغلو او يوې دروازې مخې ته يې د ودرولو اشاره ورکړه. زه د موټر يوې دروازې نه او پروين له بلې ورښکته شو. د کلي يو ماشوم چې راته ځير و، زمونږ په ليدو چيغه کړه، ” هله، ښځې دي!”
د کور دروازه خلاصه وه او هغه سړي په چيغه راته وويل، “دننه ورشئ.” بره په پوڼيو وختلو خو دواړه په دې خوشې کور کې حېران ودرېدو. ژر څو ځوانان راغلل او په يوې کوټې کې يې دستر خوان هوار کړو. راته يې وويل چې د سهارغونډه پای ته رسيدلې او نورو خلکو ډوډۍ خوړلې وه نو ځکه راته اول ډوډۍ راکوي.
وروسته د مشاعرې ځای ته ورغلو چې د ونو په سيوري کې يو لوی تمبو لاندې ورته ښه انتظام شوې و. لږ وخت مو هلته تېر کړو او بيرته تګ لپاره پاسيدو ځکه ماښام نه وړاندې بايد کابل کې واې. د کلي ماشومان رانه تاو راتاو کيدل او پروين به کله نا کله يو ماشوم نه پوښتنه وکړه نو هغه به موسکی شو او بيا به په منډه لاړو. ډېر خلک د غرمې محال تللي و خو بيا هم د يو نيم سلو نه زيات سړي او له هغې زيات واړه هلکان مو ليدل. زما لپاره عجيبه دا وه چې په ماشومانو کې جينکۍ نه وې.
په هغه شپه ترډېره وخته د خپلې ټولنې د ښځو په حال خبرې کولې. د کلي يو ماشوم لپاره ممکن موټر يو عجوبه اوسي خو دوه ښځې چې څادرونه يې هم په سر وي، ولې تلوسه راپاروي؟ اوس هم زه او پروين کله کله هغه وخت راياد کړو چې “هله هله ښځې دي.”
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۲۲ اګست ۲۰۱۶ م

2 Comments

Add a Comment
  1. د ولایتی شورا د یوی وکیلې خاوند زما د پلار ملګری و یو ځل زمونږ کلی ته راغلل موټر کی پلار می ورته ویل د زنانه و ځای لرو هغه ویل نه زما ښځه ده
    مطلب چی دا خو وکیله ده او له نورو ښځو بیله ده

  2. Parween/Haleema…kha khatera mo da, om wamekhandal om khapa shwam.. halla khaze di!! haha

Leave a Reply

Your email address will not be published.