د کړاکړ او ملندرۍ جنګ

stones
الله دې خير ما ته راپيښ کړي
سبا به جنګ د ملندرۍ په کنډاو وينه

په ۱۶ فبرورۍ ۱۵۸۶ م کې د اکبر باچا ۸۰۰۰ پوځ د بونير په ملندرۍ دره کې داسې مات شو چې مغلو بيا چرې د يوسفزو خاورې ته لښکر وانه استوه.
د شيخ ملي د وېش تر مخې نوښار نه تر خير اباد ټوله علاقه د خليل مومندو او د داودزیو ګډه چراګاه او د دوی ملکيت و. د اباسين په لويديځه غاړه پښتانه خپلواکه وو. اکبر د بنګال نه واخله تر کابل ټوله سيمه پخپل واک کې راوستلو لپاره هرې خوا ته د جنګ بازار تود کړو. د روښاني غورځنګ د ختمولو لپاره يې د پښتنو په سيمه يې هم تيری وکړو. په اباسين د اټک کلا جوړه کړه او په اکوړه کې يې خټک مېشت کړل چې مودام به د يوسفزو سره جنګېدل.
په ۱۵۸۶ م کې اکبر د زېن خان کوکلتاش په مشرۍ يو لښکر د سوات، او بونير د نيولو لپاره واستوه. مغل پوځ په لاره د يوسفزو کورونه لوټ کړل او په چکدره کې يې يوه کلا جوړه کړه خو وړاندې تګ لپاره يې زړه نه ښه کوو او د نورو پوځي مرستو غوښتنه يې وکړه.
په دې وخت کې باچا د اټک په کلا کې ميشت و چې لښکر او وسله پکې ساتل شوي وو. باچا پخپلو وزيرانو او مشاورينو غږ وکړو او دوو کسانو ورته سينه وټکوله چې يو راجا بيربل او دویم حکيم ابوالفتح شاعر و. دوی دواړه د خپلو پوځي ډلو سره تر چکدرې ورسېدل. زين خان دوی دواړو ته وړانديز وکړو چې د پوځ يوه برخه به چکدرې کې پرېږدي او دوه نور به وړاندې جنګ لپاره ورشي. بيربل او حکيم د دې مخالفت وکړو. بيا زين خان مشوره ورکړه چې که دوی غواړي نو هم هلته په چکدره کې پاتې شي. هغوی دا هم ورسره و نه منل او په دې يې ټينګار کوو چې يوسفزي ټکول شوي دي نو پکار ده چې د بونير په لنډه لار بيرته اټک ته روان شي. زين خان يو تکړه پوځي جنرل و خو وېرېدو چې دواړه به باچا ته د ده شکايت وکړي.
په ۱۲ فروري شا و خوا ۱۲۰۰۰ مغل پوځ بونير ته مخه کړه. په دې کې اسونه، ټټوان(يابو) او هاتيان هم وو. دوی د بریکوټ نه وړاندې کړاکړغر شمال ته ورسېدل نو يوسفزو پرې حملې پېل کړې. وړاندينې دستې چې بره غر ته وختلې نو د ايسارېدو په ځای بلې غاړې ته مخ په ښکته روان شول. دا هغه فيصله وه چې مغل لښکر يې په ټوله معنا د مرګ کندو ته ورټيله کړو.
د بونير په غرونو کې د تګ لارې دومره نرۍ وې چې هر څوک چې په منځ کې راګير شو، هغه ترې نشو راوتلی. بره په غرونو يوسفزو مورچې نيولې وې چې د غشو او تورو چړو نه علاوه، لويه وسله يې تيږې وې او ښکته په مغل لښکر يې رارغړول. دې تيږو لکه د توپ د ګولۍ ګوزارکوو او په يو وخت کې ډېرسړي يا څاروي يې وژل. د زين خان د محافظ دستې مشر يو پښتون حسن خان بېټني و چې يوسفزي يې وړاندې نه پرېښودل. مغل جزېل ټوپکې هم لرلې او د اکبر تاريخ ليکونکي وايي چې زين خان پخپل ټوپک څلور يوسفزي سرداران وويشتل. هغه ټوله شپه او بله ورځ مغل په کړاکړ ختل او بل خوا ته کوزيدل. د دوی ځاني او مالي تاوان ډېر و خو زياته برخه يې “تورسک” ته خوندي ووتله. دوی سره هغه وخت هم ډېر خواړه، اسونه او نور پوځي اکمالات موجود وو.
هلته زين خان يو ځلې بيا بيربل او حکيم سره د جنګي پلان لپاره کيناستو او دوی ته يې مشوره ورکړه چې هم هلته به مورچې جوړې کړي. هغه خبرداری ورکړو چې کړاکړ نه ژوندي راوتل د دوی خوش بختي وه خو وړاندې کړپې ( دا د ګنداو د مومندو کړپه نه ده) او د ملندرۍ غرونه له کړاکړ زيات خطرناک وو. ولې بيربل ويرې اخستی و او ژر تر ژره يې له هغې سيمې وتل غوښته. ده د زين خان مشوره و نه منله او د پوځ وړاندينيو دستو سره روان شو.
کله چې مغل پوځ د ډګر جنوب کې د کړپې څوکې ته ورسېدو نو بيربل ته وړاندې هواره زمکه ښکارېده او په دې ډاډه شو چې د خطر نه بهر شول. خو د ملندرۍ درې دواړو غاړو ته پښتنو د غشو ليندو او تيږو سره ورته مورچې نيولې وې. کله چې د مغلو لښکر درې ته وردننه شو نو بره نه پرې حملې پېل شوې. زين خان د خپلو څو ملګرو سره ترې ژوندی ووتلو خو د ده محافظ حسن خان بېټنې ووژل شو. حکيم ابوالفتح، د يو بوټي شا ته پټ شو او زين خان وژغورلو. اسونو، هاتيانو او پوځيانو هرې خوا ته دانګل او ډېر يې ګړنګونو نه ښکته پريوتل. زين خان دېر په ګرانه د ملندرې سر ته ورسيدو او شپه يې هلته سبا کړه. د مغلو اته زره پوځ او بې شميره اسونه او هاتيان ووژل شول. اکبر باچا ته هغه وخت دومره لوی پوځي تاوان بل هچرته نه و رسيدلې. د بيربل مړې هم پيدا نشو او کله چې پاتې لښکر اټک ته ورسيدو نو باچا دوه ورځې زين خان او حکيم ابوالفتح سره د ليدو نه انکار وکړو. هغه دواړو ته ځکه په قهر و چې د بيربل مړې يې نه و موندلې.
اکبر په ۳ اپرېل ۱۵۸۶ م د اټک نه لاهور ته دومره زړه ماتې او سست لاړو چې په ۲۷ مي هلته ورسېدو. په بل کال باچا خپل زوی شهزاده مراد د زين خان سره چکدرې ته ورواستوو خو هغه بره سوات او بونير ته د تلو جوګه نه و. مغل تر ۱۵۹۲ م د سوات د نيولو هڅه وکړه او اخر يې دا سيمه پخپل حال پرېښوده. د بونير پښتانه وايي چې بيربل په هغه جنګ کې ټپي شوې و او د ګياڼۍ کلي خلکو يې درملنه وکړه. هغه په دې وېرېدو چې بيرته لاړو نو باچا به ورته سپک ګوري او يا کيدېشي سزا ورله ورکړي. ځکه هغه پاتې عمر په هغو غرونو کې نوم ورکې تېر کړو.
ځلمو چړو ته موټي ورکړل
سبا غزا د ملندرۍ ته به ورځينه

سرچينې
۱.اکبر نامه. ايس –ايم بورکې- اردو ژباړه، مسعود مفتي.علم و عرفان پبلشر، اردو بازار لاهور.اپريل ۲۰۰۶ م.۱۱۶ او ۱۱۷ مخ
۲. د سوات رياست.( ۱۹۱۵ م نه تر ۱۹۶۹ م) سلطان روم.آکسفورډ يونورسټي پريس، ۲۰۰۸ م – ۲۵ مخ
۳.پښتانه- اولف کيرو، اردو ژباړه محبوب علی. پښتو اکيډمې پيښور، ۲۰۰۸ م چاپ. ۲۲۳ او ۲۲۴ مخ
۴.خوشحاليات او حقائق(انتقادي جاج) خواجه محمد سائيل. بهادر کلې پيښور. ۲۰۰۶ م۷۶او ۷۷ مخ
صفيه حليم
د خپريدو نيته- ۱۷ اپريل ۲۰۱۶ م

1 Comment

Add a Comment
  1. هی هی نو ټول عمر مو په جنګ تیر شو کله یو سره کله بل سره

Leave a Reply

Your email address will not be published.