د افغانستان سرحدونه

Afghanistan and provinces. Flags and boundaries.
د افغانستان جغرافيه داسې ده چې د تاريخ په اوږدو کې هر ټولواک ته يې اداره کول ګران وو. د دې څلور خواوې د تاريخ په اوږدو کې په بېلا بېلو نومونو ياد شوي دي.
د آمو سيند سره خاوره چې اوس د دې شمالي سيمې لکه بلخ، کندوز،بدخشان، شبرغان اوتخار، په شلمې پېړۍ کې هم ترکستان نومېدل. د دې سيمې پخوانی نوم باختر و.
لوېديځې برخې هرات، او بادغيس، خراسان نومېدل. کندهار، فراه، هلمند به سيستان نومېده. غور، باميان، زابل اوغزني پخوا زابلستان او بيا د عربانو له خواغزنېن شول. کابل، کاپيسا، لوگر او وردگ کابلستان بلل کيده. په ختيځ کې ننگرهار، لغمان، پخوا گندهارا، وروسته د مغلو په وخت کې د کابل صوبې برخې وې.
د احمد شاهي افغانستان په نقشه کې نيم پنجاب چې پکې ملتان او لاهور هم شامل وو د دې ختيځې څنډې وې او مغل حاکمانو به ورته باج ورکوو. د دې نه وړاندې د هوتکيانو په واک کې د اوسني ايران مشهد او لنډه موده اصفهان هم ورسره و. دا نقشه د تيمورشاه په وخت کې بدله شوه. پنجاب يې د لاسه ووتلو، ملتان د سدوزو يو خپلواکه ټبر اداره کوو چې وروستو سيکانو ترې په زوره ونيولو. د تېمور شاه زوی شاه شجاع د کابل پر تخت د کيناستو لپاره پېښور سيکانو ته وسپارلو. وروستو بارکزي واکمن دوست محمد خان د پېښورد بېرته اخيستو هڅه وکړه خو اخرانګريزانو ته يې پرېښودو. انگريزانو هغه وخت د روس سره په سيالۍ زياتې زمکې نيولې. هغه په دې ويره و چې فرانسه به د ايران د لارې او روس به د افغانستان د لارې په هند حمله وکړي. هم هغه وخت د اباسين لوېديځ او د کابل ختيځ تر منځ، انګرېزانو خپلې چاوڼۍ جوړې کړې. دوی د افغانستان سره د دوو جنګونو نه وروستو دې نتيجې ته ورسېدل چې وړاندې تگ ورته گټه نه لري. خو غوښتل يې چې افغانستان د يوداسې واکمن سره پاتې شي چې روسان وړاندې پرېنږدي.
کله چې امير عبد الرحمان په ۱۸۸۰ م کې د افغانستان واکمن شو نوهغه سره يې معاملې وکړې او د افغانستان اوسني سرحدونه وټاکل شول.
سرچينې

۱.افغانستان او برطانوي هند- ( ۱۷۹۳ م نه ۱۹۰۷ م ) اصغر، ايچ. بلګرامي. سټرلنګ خپرونې، نوي ډېلي.هندوستان ۱۹۷۲ م
۲.افغانستان- لوي دوپري، پرنسټن يونيورسټي پريس، ۱۹۸۰ م
۳.بلوچ، افغان، پرشين باونډری کميشن- ګولډسمډ، ميکموين لاين. د ډاکټر حميد بلوچ اردو ژباړه- ۲۰۱۲ م. بولان پريس- سيد هاشمی ريفرنس لايبرېري- کراچي.

د خپريدو نيټه
۳۱ اګست ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

3 Comments

Add a Comment
  1. د افغانستان د سرحدون په اړه چي کوم موار درسره وي په دغه ایمیل یی راسره شریک کړي مهرباني به مو وي
    rahmat.afghan6@gmail.com

    1. داخمدشاه بابا راپدیخوا چی څومره معلومات لری په سلسله واریی را سینټ کا په لاندی ایمیل

      ataurahmanpacha@gmail.com

      1. هغه څه چې په دې پاڼو خپاره شوي دي، لټون ورپسې وکړه
        وروره په اي مېل کې مواد نشو درليږلې
        مننه او کور ودان

Leave a Reply

Your email address will not be published.