د خېبر دره

Khyber Pass
د سمندر نه درې نيم زره فټه لوړ د هندوکش د سپين غر په شمال ختيځ کې د خېبر دره د حقيقت نه زيات د افسانو سيمه ښکاري. شا و خوا ۵۳ کلوميټر اوږد د دې لارې تر تولو تنګه برخه ۳ ميټر او په پلنوالي تر ۱۳۷ ميتر پورې رسېږي.
په تاريخ کې زيات وخت دا ليکل کېږي چې اسکندر مقدوني په دې لاره هند ته ورغلې و خو دا سمه نه ده. د اسکندر د پوځ يوه برخه د دې لارې نه او بله چې دی پخپله ورسره و، د کنړ او د باجوړ د لارې اباسين ته راغلې و. بابر هم په لومړي ځل د باجوړ د لارې اباسين ته ولاړو.
په ليکلي تاريخ کې يواځې د امير تېمور (ګوډ) د ورتګ خبره پخه ده چې د څوارلسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې په دې دره کې د باران او د سيلۍ په طوفان کې راګېر شو. د نورو اسبابونو نه علاوه د ده د لرګي هغه جومات هم په اوبو کې لاهو شو چې ده به له ځانه سره ګرځوو.
هيڅوک خبر نه دي چې لومړيو انسانانو کله دلته پېښه وکړه خو ممکن په ۱۵۰۰ ق م کې پرې اريايان ورغلي وي. د تاريخ په پاڼو کې په ۶ ق م پېړۍ کې دپارس د داريوش د يوې ډلې د تيرېدو حال شته. دا هم هغه وخت راهيسې د حمله کونکو لاره وه چې د سړو ملکونو نه د هند تودې هوا ته د ښه ژوند لپاره انسانانو کډې وړلې. ځينې نامتو حمله کوونکي، لکه پارسي، يوناني، مغل او ترک لښکرې په دې تېر شوي دي.
د محمود غزنوي، غوري واکمنو او دغسې د نورو په اړه هم وئيل کېږي چې دوي په خېبر تېر شوي دي خو د دغې درې اهميت د مغلو په وخت زيات شو ځکه دوي کابل ته د تلو لپاره به تل د خېبر درې نه تيرېدل. د تجارتي قافلو او د کوچيانو لپاره دا يوه لنډه لاره وه چې هند او افغانستان تر منځ يې کاروله.
څرګنده نه ده چې د تاريخ په کوم پړاو کې دا دره اپريدو ونيوله او د دې چاپېره غرونو کې يې مېشت ځايونه جوړ کړل؟
د اوولسمې ميلادي پېړۍ په دوېم نيمايي کې دلته د مغلو پر ضد د اېمل خان مومند او د دريا خان اپريدي په مشرۍ څو جنګونه وشول. د مغلو نه وروستو سيکانو په ۱۷۹۸ م کې دا دره ونيوله خو د ساتلو توان يې نه و.
په ۱۸۴۲ م کې د انګرېز ټپي او مات لښکر پاتې کسان په دې لاره تېر شول. خو په ۱۸۷۹ م کې د انګرېز له خوا دلته پوخ سړک جوړ شو چې په ۱۹۲۰ م کې ورباندې غامو خلکو تګ راتګ پېل کړو.
د لومړي نړۍ وال جنګ نه وروستو انګرېزانو د خېبر درې ته د اورګاډي پاټلۍ جوړه کړه چې د جمرود نه تر لندي خانې پورې ورغحيدلې ده. د دې پرانسته په ۱۹۲۵ م کې وشوه. بيا د دوېم نړۍ وال جنګ پر وخت دوي هلته کې د کانکريټ لوې لوې خنډونه کېښودل چې که المان د افغانستان د لارې په هند حمله وکړه نو د دوي د ټانکونو په وړاندې خنډ شي.
که د اوس وخت د شمېرلو يو مشين د درې په خله کې لګول شوې واې نو ممکن د غرونو په منځ کې د انسانانو د تګ راتګ د شمېرو ريکارډ به يې په تاريخ کې جوړ کړی وی.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۲۹ جون ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. حليم صاحب! سلام
    يقين وکړه چې ډيري خوندورې ليکنې خپروې. الله تعالې دې ژوندۍ او صحت منده ولره.

Leave a Reply

Your email address will not be published.