مخه ويشتل

Makkha
د مخې لوبه اوس هم د يوسفزو پۀ مختلفو علاقو کښې کېږي. خو د بونير، ګدون او زروبۍ (ځروبۍ) خلقو دا لوبه کراچۍ ته هم وړې ده. د ملک نه بهر يعنې دوبۍ کښې دا لوبه ځروبوالو شورو کړې. ” د دغه لوبې د پېل کېدو تاريخ پوره معلوم نۀ دے خو د پښتو وړومبي غزل ګو شاعر اکبر زمينداور خپل يو شعر کښې د “مخې ” تشبيه راوړې. نو ښايي دا لوبه د دغه وخت نه وړاندې هم موجوده وه. مخه (موخه) لفظ نه مراد نخښه نا بلکه فرنټ دے”.
دا د هغه وخت لوبه ده چې ټوپک او بارودي وسله نه وه جوړه شوې او پښتنو به په جنګ کې تورې او غشي ليندۍ کارول. يو هلک به د ځوانۍ په درشل کې لا قدم نه و ايښې چې د ليندۍ سره به اشنا شو. د مخې ويشتل د امن په حالت کې د ځوانانو لپاره داسې لوبه وه، چې هم يې ترې خوند اخيستو او هم يې د بل جنګ لپاره ځوانان روزل. په اختر او نورو ورځو کې به لکه د سيالۍ مخې ويشتل کيدې.

Target
” دا لوبه د غشو ليندو د جنګ د پاره د يو باقاعده مشق څخه شورو شوې.ورستو ورته طور يا قانون ساز شوے..
د دنيا يواځېنۍ لوبه ده چې د ټولې ډلې يا پرې د لوبې د وړې او پړې دارومدار او دباو محض پۀ يو لوبغاړي وي.
د غشي په سر د تېره څوکې پر ځاې د اوسپنې پلنه پتره لګېدلې وي چې تبرۍ نومېږي چې څوک پرې ټپي نشي. يو غشې ۵ يا ۶ فټه اوږد وي چې زيات وخت د بانس د لرګي جوړېږي. تبرۍ د مخې هومره پلنه وي او ورسره د باز يا د بل مارغه وزره نښتې وي.
Leenda_Bajaurai
“باجوړي لينده” د هوسۍ د ښکر نه جوړه وي او شپږ فټه (دوه ميټره) اوږده وي. دا لينده د څاروي د نرم پوستکي سره تړلې وي. په دوديزه توګه ليندۍ نرمه وي او د څرمنې په راښکلو نه ماتېږي بلکه د غشي په ويشتلو کې د دې توان پکارېږي. د يوې ليندۍ بيه د ۲۰ نه واخلې تر ۳۰ زرو روپۍ پورې کيدېشي. اوس ځينې خلک د بانس د لرګي جوړ ليندې چې په عادي ربړ تړلی وي، کاروي او په بازار کې ۱۰ زره روپۍ موندلې شي.
د مخې ويشتلو لپاره څو اصول ټاکل شوي دي د برخه اخيستونکي عمر د ۱۵ کالو نه واخلې تر ۶۰ کيدېشي. کله چې يو کس مخه وولي نو په “پان” کې ودرېږي چې د مخې نه ۳۲ فټ ليرې وي. د بوت يا د مخې پلن والې ۶ انچه ګول وي او د دې چاپېره د پلاسټکو يوه کړۍ وي چې “کواره” نومېږي. په کواره کې دننه د لرګي سپينه نښه “ټکۍ” ةي. دا لوبه د سکې په شېر خط پېل شي او هر چا چې شېى ګټلې وي هغه لومړۍ موخه وولي.
” دغه کښې د يوې ډلې ټول لوبغاړي لس وي. يو وزير، يو مشر او اتۀ کشران. مشر اهم لوبغاړے وي. د وړې پرې کار د مشر وروستي غشي کې وي. وزير او کشران د سلام يعنې “سېټ سکور” پوره کؤلو کښې کردار ادا کوي. خانه پري کوي. سلام يا سېټ د مشر پۀ توُره ګټلے شي”
د مخې مقابله دوه ډوله وي. يو د اسک يا ډک لوبه وي، دا د کرکټ د سيريز ګېم غوندې وي او بله مقابله نمائشي وي؛ دا د کرکټ د ونډے يا “ټوينټي” لوبو غوندې وي.
Ghashee
د مقابلې دوران کښې سلامونه يا سېټونه ټول پېنځۀ وي. ترتيب وار يوه ورځ د يوې ډلې درې سېټونه او بله ورځ د بلې ډلې درې سېټونه مقرر وي. درې سېټونو ګټلو والا ډله وړه بللے شي؛ خو اکثر په سېټ کښې ټاکۍ پوره نه شي نو بيا فېصله څلورم سېټ ته لاړه شي. کۀ چرې مخالف هم ټاکۍ پوره نۀ کړي هلۀ. کۀ چرې د چا سېټ کښې ټاکۍ پوره وي نو هغۀ د پاره د درې سېټونو ګټل کافي وي. ټاکۍ ۱۲ نه تر ۱۵ وي. ۱۴ زيات معروف شمېر دے.
دا د يو سېټ د پاره وي خو د نورو شمېر هم دا ګڼلے شي. د وړومبي سېټ لګېدلې ټاکۍ د نورو دوو د پاره هم دغه منلے شي. يعنې کۀ هدف څوارلس وي او يو سېټ کښې دا پوره شي نو ګويا هدف دوه څلو‌ښت وو. کۀ چرې دا هدف پوره نۀ شي نو د “ازمېښت” يا نو د چانس رعايت هم وي. خو کۀ کمے د يو ټاکۍ يا دوه وي هلۀ. ګنې نو بيا به څلورم سېټ ګټل لازم وي کۀ بل ټيم موقع ورکړي هلۀ. او کۀ بل ټيم خپل کار برابر بوځي او ترتيب سره خپل درې سلامونه يعنې سېټونه ؤګټي نو بيا خو ګټه هم د دوی ده. بل ته به د څلورم سېټ موقع ملاو نۀ شي. هاو! کۀ چرې دوېم ټيم د کمزورۍ مظاهره ؤکړي او ټاکۍ د سېټ پوره نۀ کړي نو بيا به فېصله پۀ څلورم سېټ کېږي.
.سلام يا سېټ
دغه لوبه کښې د سر يعنې مشرۍ پوزيشن ډېر سخت وي. هر ښۀ ويشتونکے مشري نۀ شي ويشتلے يعنې هر ښۀ نخه مار مشرۍ کښې ويشتل نۀ شي کؤلے. دا د زړۀ ور او حوصله مند ويشتونکي ځای دے.
ربړونو کښې سپک (موټي) سره غشے نيؤل کوم عېب نۀ دے خو د ليندې يعنې باجوړۍ سره سپک نۀ چلېږي. دلته ” ګرُت” پکار راځي.
Tubray_ao_ghashay
اتمان صوابۍ او اتمان کاټلنګ دواړه ځايه مخه کېږي. اتمان هري پور کښې هم علي زي، کمال زي او اکازي ټول د مخې شوقيان دي. سالارزي هم ښه مخه ؤولي.
د لوبې رېفري زيات وخت د سيمې مخه ور کس يا يو سپين ږيرې وي چې پخپله يې دا لوبه کړې وي. هر لوبغاړی په يو راونډ کې دوه ځلې غشی وولي. د هرې ډلې لوبغاړی چې ډېر ځلې يې بوت ويشتلې وي، د لوبې بل راونډ لپاره ورځي. کله چې يو غشې د موخې منځ کې ولګي نو نندارې ته ناست ځلمي په شور او په شپېليو يې بدرګه کړي او د ډول په درز او د صرنا په غږ نمانځل کېږي.
معلومات
د صوابۍ د ځروبۍ شيرين خان يوسفزي او د توحيد خان نه په مننه
د خپريدو نېټه
۲۸ مې ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. داسی لغت د په کی راوړی چی هیڅ
    پری پوه نه شوم

  2. daa loba pe Lakki Marwat k hum kaigee….

Leave a Reply

Your email address will not be published.