ايمل خان مومند

tribes
د اوولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د خوشال خان خټک د شعر د لارې مونږ د اېمل خان مومند د نوم نه خبرېږو. تر اوسه د دې اتل نوم په شعر او په سېمينارونو کې يادېږي خو هيچا په اړه يې سمې پلټنې نه دي کړي.
د ايمل خان د کلي او کورپه اړه دوه ډول معلومات دي. يوه دا چې هغه ممکن د ننگرهار د چکنور و او بل دا چې هغه د باړې مومند و. دواړه سرچينې وايي چې دی د کوکوزي قام نه و.
په باړې کې ” اېمل تالاب او “اېمل چوتره” د هغه د جنگي پلانونو مرکز و. خو د ننگرهار په مومند دره کې د ” ايمل کوټ” په اړه هم ليکنې شوي دي چې ځينې يې د هغه د استوگنځي او د ټبر نښې ګڼي.
د ايمل خان د زېږېدو کال نه دي څرگند خو دی د خوشال خان خټک هم عصر و چې په ۱۶۱۳ م کې زېږېدلې و. خو دا ضرور هم نه ده چې اېمل خان د خوشال همزولې و بلکه د هغه د جنگي صلاحيت نه دا هڅ وهلې شو چې ممکن د خوشال نه کشر ووسي.
د اېمل خان دوه نورو وروڼه هم و چې يو ترې مشر “بادر خان” او بل ترې کشر “فتح خان” نوميدل. يوه تاريخي سرچينه وايي اېمل خان ته د مشرۍ پټکې د “پاپين” کلي ميا جان محمد په سر وتړلو. څرگنده نه ده چې د ده مشر ورور بادر خان ته څه پېښ شول او ولې هغه مشر نشو.
يو ليکوال وايي چې چکنورته څېرمه د ” کابل” سيند نه هغه وخت پورې وتل گران و نو د اوولسمې ميلادي پېړۍ په نيماي کې اېمل خان د خپلې کورنۍ سره د خېبر په لوې لار “هزار ناو” ته کډه وکړه. د چکنور او هزار ناو په اړه څوک معلومات نه ورکوي چې دا د ننګرهار په کومه برخه کې دي او داسې به شوې وي؟
د اکبر باچا له وخته د مغلو له خوا کابل او پېښور دواړه د يوې صوبې په توگه اداره کيدل چې د ” کابل صوبه” وه. د دې حاکم به صوبه دار و او هغه به په اوړي کې کابل او ژمي کې پېښور کې ميشت و. خو د ده نايب به ټول کال په پيښور کې اوسيدو.
د ۱۶۷۱ م کې اورنگ زيب د دې سيمې صوبه دار محمد امين بدل کړو او د ده ځاې نواب محمد امير خان ونيولو. دی په اوړي کې د خپلې عهدې په لومړي مياشت کابل ته ولاړو او بيا د ژمي د پېل سره پېښور ته ورستون شو. نواب محمد امير د گولکنډې (دکن) د مير جمله زوې او د اورنگ زيب ډير باوري کسانو نه و. د اټک سره په اباسين د خټکو مشر خوشال خان ورته هر کلې ووېل.
په جمرود کې د ده د پړاو پر وخت ځينې پښتانه سرداران د ده ليدو ته ورغلل. د محمد امير نايب حسېن بېگ د دې مشرانو د راتگ اعلان په پارسي کې وکړو چې پښتانه پرې نه پوهيدل. يو تاريخي متن واي چې حسېن بيګ دا الفاظ وکارول، ” د نواب څو سپي سلام ته حاضر شوي دي.” خو د دې حقيقت معلومول ګران دي چې يو مغل افسر به د خېبر په سيمه کې داسې الفاظ کارولي وي چې ښکاره سپکاوې و.
دوېمه پېښه د دې نه زياته خطرناکه وه. د صافي قبيلې ځينې تجاران په باجوړ کې د مغلو په يوې پوځي څوکۍ کې ايسار و. هغه وخت دوي خبر شول چې حسېن بېگ د صافيانو يوه مېرمنه بې پته کړې وه. تجارانو په هغه شپه د څوکۍ مغل پوځيان ووژل او له هغه ځايه وتښتېدل. دا پېښه هم د مغلو د تاريخ نه ثابته نه ده او بل هيڅ ځاې يې زکر نه دی شوی. حسېن بيگ د صافيانو نه د قاتلانو د سپارلو غوښتنه وکړه او هغوي انکار وکړو.
په دې سيمه کې مغلو د ځينو قبايلو سره د امتيازاتو په بدل کې لوظنامه کړې وه چې که په سرکاري پوځ حمله وشوه نو دوي به د سرکاري پوځ دفاع کوي. د تړون له مخې حسېن بېگ په قبايلو غږ وکړو چې حکومت سره دې مرسته وکړي. قبايلو د دې سرغړونه نشوه کولې او د حسېن بيگ په ملاتړ يې په صافيانو يې حمله وکړه.
په دې جنگ کې يې صافيانو ته ډېر ځاني تاوان واړوو خو مومندو دا جنگ ناروا کار وبللو او د اېمل خان له خوا ورته يوه جرگه واستوله. صافيانو ته يې ووېل چې هر څه وي، مومند به بله پېره د حکومت سره مرسته نه کوي. ورپسې مومندو او صافيانو پخپلو کې تړون وکړو او د ايمل خان په مشرۍ يې په حسېن بېگ حمله وکړه او هغه ته يې ماتې ورکړه.
د ۱۶۷۲ م د ژمي موسم په وتلو و نو محمد امير د خپلې نيټې نه وړاندې کابل ته روان شو او غرض يې دا و چې په لاره به صافيانو او مومندو ته سزا ورکړي چې حسېن بيگ سره جنگيدلي و.
اخوا پښتنو د خېبر لاره ورته بنده کړه. د مغل پوځ شميره ۴۰ زره وه. هاتيان، توپخانه، شاهي خزانه او د حرم خلک هم ورسره و. نواب محمد امير لومړې مومندو او نورو قبايلو ته يوه جرگه ورواستوله چې دره پرې خلاصه کړي خو هغه ناکامه شوه.
د لنډي خانې سره نږدې د پښتنو يو گډ لښکر په مغلو حمله وکړه چې په غشو او تيږو يې د دوي مقابله کوله او اخر مغل پوځ ماتې وخوړه.
نواب محمد امير د تاوان نه وروستو پيښور ته ورسېدو . پاتې پوځ يې د لنډي کوتل په سوېل کې د ملا گورو د غر تاترې ته ورسېدو نو دلته پرې نورو پښتنو حمله وکړه. د مغل خزانه لوت شوه، ښځې يې بندي شوې چې وروستو د تاوان په بدل کې يې خوشې کړې.
د خېبر جنګ په ۱۶۷۲ م کې وشو چې هغه وخت اېمل خان د ځوانۍ له درشله وتلې و. د ده د ژوند دا دېرش يا څلوېښت کاله څنگه تېر شول، هيڅوک خبر نه دي.
اورنګ زيب د نواب محمد امير پر ځاې يو پخوانې والي محبت خان ( مهابت خان) کابل ته ورواستاو. د ده تګ لاره د پخلاينې وه او د راتلو سره يې د پښتنو سردارانو سره د خبرواو جرګو لړۍ پېل کړه. خو مغل باچا د محبت خان په تگ لارې خوشاله نه و او خپل دوه نور سرداران شجاعت خان او راجه جسونت سنگهه د جمرود فوجدار وټاکل.
د کنډاو په کڅي کې د کړپې په دره کې يې په ايمل خان حمله وکړه . دا حمله په شپې د ژمي په موسم کې وشوه او مغل پوځ ماتې وخوړه او تښتيدل. شجاعت خان ووژل شو او جسونت سنگه وتښتيدو او پيښور ته راغلو. اورنگ زيب په م۱۶۷۴ کې د لاهور نه حسن ابدال ته ورسيدو او پښتانه سرداران يې ځان ته راوبلل. په دوي کې هر چا ته يې پېسې او نور امتيازات ورکړل چې د مغلو ملګري پاتې شي.
ايمل خان او دريا خان (اپريد ي) دواړو د صلح نيت و او هغوي خپل استاځي جمرود ته ورواستول. خوشال خان خپل زوې اشرف خان هجري هم د مغلو سره جرگې ته ورليږلې و خو دا جرگه کاميابه نشوه او خوشال د مغلو سره مخالفت پېل کړو. محبت خان د پېښور نه وويستل شو ځکه د باچا شک و چې دې پښتنانه لمسوي چې د ده په ضد راپاڅي.

د کړپې سره نږدې د خاپش په جنگ کې ايمل خان او دريا خان بيا مغلو ته ماتې ورکړه. د خافش سيمه په گنداو کې ده. ورپسې دوي يو ګوريلاي جنګ پېل کړو چې چې د اېمل خان او د دريا خان د جنگونو مرکز د خيبر تيراه غرونه او د کابل پيښور لويه لاره وه. د ده زيات جنگونه په دره ادم خيلو کې د اپريدو په سيمو کې شوي دي. يو جنګ کې د دريا خان ورور تتر خان ووژل شو چې د فاتحې دعا يې په دره ادم خيلو کې وشوه. په دې کې دريا خان موجود و او خوشال خان ورته حيرانه پاتې شو.
اورنگزېب د لاهور گورنر فدايي خان د محمد امير مرستې ته ورواستوو او په پېښور کې نواب مستجاب خان گرفتار او قتل کړو. د فداي خان شک و چې هغه پښتانه لمسولي و.
خټک اپريدي او مومند اوو اته کاله د مغلو سره جنگېدل او تاريخ مرصع وايي چې د اورنگ زيب د حکومت په وروستيو لسو کالو کې مغلو په کوهاټ او بنو هيڅ واک نه و. دا هم هغه کلونه وو چې په کابل کې هم د مغلوهيڅ صوبه دار نه و.
حسين بيگ نورو قبايلو ته غږ وکړو او د هغوي په مرسته يې صافيانو او مومندو گډ لښکر مات کړو. دا څرګنده نه ده چې اېمل خان د جنګ په مېدان او که پخپل مرګ مړ شو. د ده د مرګ نېټه د خوشال خان د يوې څلوريزې نه معلومېږي.
شپه د برات وه يو خوب مې وليده
کال يې غصه دې هر گورمې ښه ليده
دوه تورې ماتې شوې يوه مې روغه شوه
دويم صمصام مې په رغيده ليده
( کال يې غصه دې. ۱۰۹۵ ه ) دا نېټه د عيسوي ۱۶۸۲ کال کېږي.
يو افغاني تاريخ وايي چې، ” د مرگ نه وروستو اېمل خان په چکنور کې خښ کړې شو. واي چې هرزيارت په ماښام خلک د ده قبر ته تلل او ورباندې يې ډيوې بلولې ( ؟)” په تاريخ کې کله چې څوک دا سواليه نښه ( ؟) کاروي نو مانا يې دا وي چې خبره به شک کې ده.
يو بل تاريخ وايي چې ” په ۱۶۸۵ م ( ۱۰۹۵ ه ) کله چې د مغل پښتون د روغې خبرې کيدې نو د ايمل خان زوې او نمسې پکې موجود و. خو هغه وخت اېمل خان مړ و. ۱۶۸۵ م ( ۱۰۹۵ ه) کله چې دريا خان په تيراه کې د مغلو سره په جنگ کې زخمي شو نو هغه زخمي حالت کې خوست ته يوړل شو او هلته وفات او وروسته خښ کړې شو. دوي دواړه د يو څو مياشتو په توپير مړه شوي دي.”
څوک په داسې تاريخ باور کولې شي چې دريا خان په دره ادم خېلو کې ټپي کېږي او بيا خوست ته يې وړي؟
ځکه خو وايي چې ريښتيا راځي نو دروغو کلي وران کړې وي.
که د افغانستان تاريخ پوهان په دې ډاډه دي چې اېمل خان په چکنور کې خښ دی نو قبر يې پېدا کړي او مقبره برې جوړه کړي.
د درې يو اپريدي راته وويل چې د دريا خان قبر به دره ادم خيلو په بازار کې دی. ممکن ريښتيا وي. خو د خپلې ژبې تاريخ ليکونکو ته خواست دی چې د احساساتو پر ځاې حقايق وليکي چې خلک پرې باور وکړي.

سرچينې

۱. افغان اميران او مغل. ( ۱۵۲۶ – ۱۷۰۷ م ) ريتا جوشي. وکاس خپرونو خونه. ډېلي ۱۹۸۵ م. ۱۷۹ مخ.
۲. تاريخ خټک. سرفراز خان عقاب خټک. ۱۹۶۵ م . اکوړه خټک. دوېم چاپ ۲۰۰۸ م. اباسين پښتو ادبي جرگه خېر اباد، نوښار. ۲۴۴، ۲۴۵ مخونه.
۳. اېمل خان. م. سيال. د مطبوعاتو وزارت، د افکارو د تنوير رياست، دولتي مطبعه. ۱۳۴۳ ه.
۴. د باړه مومند تاريخ. (درېم ټوک) خواجه محمد ساېئل. بهادر کلې، پېښور. ۲۰۰۱ م. ۱۰۴، ۱۰۵ مخونه.

د خپرېدو نېټه
۲۳ می ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

12 Responses to ايمل خان مومند

  1. Arif Miakhil
    1 June, 2014 at 7:48 PM

    Awrang zeeb 1674 de Lahore na Hassan Abdaal tha wa rasid. Awrang Zeeb went to Hassan Abdal in 1674 from Lahore. islaah da Intiqaad na de

    • admin
      1 June, 2014 at 8:49 PM

      ستاسو د پاملرنې نه مننه

  2. hussain momand
    5 November, 2014 at 5:28 AM

    اغلی صفیه حلیم خور سلامونه او نیکی هیلی
    د ایمل خان مومند په حقله ستاسی لیکنه ما ولوستله چی تر یو حد محدوده لیکنه راته ښکاره شوه
    په ایمل خان مومند باندی په اوسنی وخت کی یو لیکوال او شاعر مراد لایق صاحب ډیره وسیعه اوپه زړه پوری څیړنه کړی چی په کتابی شکل کی چاپ شویده تاسو
    کولای شی چی د نموړی کتاب څخه د ایمل خان بابا په اړه معلومات لاس ته راوړی
    زه ددغه کتاب څخه یوه برخه ستاسو د معلوماتو د اضافه کولو په خاطر درلیږم
    په درنښت
    محمد حسین مومند

    • admin
      6 November, 2014 at 10:35 AM

      مومند وروره

      مننه او ستاسو ليکنه به د يو بېل مضمون په توګه خپور کړو
      تر اوسه د ايمل خان مومند په اړه ډېر حقايق نه دي څرګند او د قبر درک يې هم چا ته نه دې معلوم
      د پېښور نه بهر يو ځاې د ايمل چوتره په نوم نښه شوی دی خو هغه هم پلټنې غواړي،

  3. hussain momand
    9 November, 2014 at 3:02 AM

    اغلی حلیم سلام مونه او ښی چاری
    ستاسو د لیکنی په ځواب کی به دومره وه وایم چی د ایمل خان بابا قبر په کره ثبوتونو سره د ننکرهارولایت د لعلپوری ولسوالی اړوند د چکنور په کلی کی دی او همدا راز په هزار ناؤ کلی چی پخوانی نوم یی امان کوټ و نوسا نوسی او د دوه نورو ورونو هر یو باورخان چی په تیروتنه کی مورخین بهادرخان لیکی د باور خان مزار هم په چکنور کی دی او بل ورور یی فتح خان نومیده : ددوی اولاده لا تر ننه په هزارناؤ کی میشته ده
    بله دا چی تاسو وایی چی په پیښور کی د ایمل چونتره په نوم ځایی شته نو په دغه ټولو باندی په ډیر وضاحت سره ښاغلی مراد لایق په خپل کتاب .. ایمل خان بابا تحقیقی او تنقیدی جایزه.. بحث کړیدی او په ځینو هغو ناسمو څیړنو یی هم نیوکه کړی او د هغی په ځواب کی یی کره شواهد وړاندی کړیدی
    دریم دا چی تاسو د دریاخان آفریدی د مزار په اړه په خپله لیکنه کی یادونه کړیده او بیا مو خبره مشکوکه پریښی ده خو د دریاخان د مزار په اړه تر ټولو لمړی د.. تاریخ مرصع .. شاهد دی ځکه چی افضل خان خټک دریان آفریدی لیدلی هم و او د دریاخان آفریدی د جنګ هغه صحنه یی هم په تاریخ مرصع کی وړاندی کړیده او په خوست ولایت کی یی د ښحیدو یادونه هم کړی
    ددی سره سره د ایمل خان بابا په کارنامو ځای ځایګی پاچاهی او سیکه او نور ډیر معلومات د ښاغلی مراد لایق صاحب په کتاب کی په تفصیل سره څیړل شویدی
    په درنښت

    محمد حسین مومند

    – See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2953#sthash.HKc4oYBN.dpuf

    • admin
      9 November, 2014 at 10:04 AM

      مننه وروره
      که امکان وي، د ايمل خان د قبر يو عکس هم راواستوه
      چې د مضمون سره يې خپور کړو

  4. Mohamad Sabir Momand
    1 January, 2015 at 9:39 AM

    اغلې حلیم سلامونه او نیکې هیلې!
    ستاسو لیکنه تر یوه برید ه د ایمل خان په اړه سمه او پر ځای ده. هیله مو داده چې دنومووړي ستر شخصیت په اړه نوره څیړنه او سپړنه هم وشي. تاسو د هزار ناو په اړه پوښتلي و، هزارناو د کابل تورخم په لویه لاره پروت د مهمندرې ولسوالۍ اړونده کلی دی، چې په نوموړې ولسوالۍ کې د ایمل خان بابا په نامه یوه لیسه هم اباده ده
    د ایمل خان په اړه دا خبره سمه ده چې د نوموړي قبر د لعلپورې ولسوالۍ اړوند د چکنور په کلي کې دی. چکنور او هزار ناو سره بالکل خواپه خوا دي.
    او یواځې د کابل سیند یې تر منځ بهیږي. هلته ( چکنور) کې د ایمل خان مومند اولاده اوس مهال هم شته، خو امنیتي ستونز له امله د نورو سیمو خلکو تګ راتګ یوه څه ستونزمن دی.

    • admin
      1 January, 2015 at 3:31 PM

      مننه
      يو بل مضمون هم په دې اړه خپور شو چې د ايمل خان مومند خاوره نومېږي
      په هغې کې دا تفصيل بيان شوی دی

  5. Hasnin Khan
    22 August, 2015 at 8:53 AM

    ماشاءالله ډیر ښه معلومات مو شیئر کړی دی الله مو تل
    خوشحاله او اباده لره خوری تاسو دا لیک ما په فیس بک
    شیئر کړو

  6. حیات الله حقانی
    1 October, 2015 at 6:29 AM

    سلام تاسو ته اوستاسو ملگرو ته زمه پوشتنه داده چی ایمل خان اولاده په چه نامه یادیژی؟

    • admin
      1 October, 2015 at 9:09 AM

      مونږ معلومات نه لرو – که ستاسو په وس پوره وي نو څېړنې پرې کړلې شئ- مننه

  7. zahin uddin
    29 August, 2018 at 6:42 PM

    د ننگ ٹوٹه به می هر هڈ وی که پس له مڑنی می په گور راشی مئنه دا چا د قبر په خازه لیک دے

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *