د صوابۍ او د اشنغر هغه سيمې چې د اباسين پر غاړه بره غرونو ته وتلي دي، ښځې د کور نه بهر يو لوې چادر به سروي چې ځينې يې پړونې او نور يې چېل بلي. دا شپږ ميټر پړونې د پومبې (کاټن) د تارنه په کهډۍ اوبدل شوې وي او جولاګان يې جوړوي. د دې ټوکر د سړو د خامتا نه لږ نرې وي او د پاڅه پرې د ګوتو په خاپو قدرتي رنګ خالونه
جوړيدل.
په دوديزه توګه دا څادر به سپين و او ورباندې د سور رنګ خالونه جوړېدل. پخوا زمانه کې په يواځې سپين سرې او د باخه عمر ښحې له کوره وتلې او دا ډول پړوني به يې په سرول. د وخت په تيرېدو ځوانې جينکۍ هم د سبق او د سودا لپاره له کوره راووتلې او د دوي لپاره د چو رنګونو چېل جوړ شو. څرګنده نه ده چې د دې فېصله جولاګانو پخپله وکړه د هرې سيمې جوړوونکي خپل رنګ او ډيزاين لري چې يواځې د دې ځاې خلک يې پېژندلې شي. د بېلګې په توګه د شاه منصور ښځې زرغون پاڼو د رنګ څادر په سروي چې ورباندې سور رنګ خالونه وي. د رزړو ښحې بخوانې سپين د پاسه سور رنګ خالونو څادر به سروي. به نورو رنګونو کې د سبين د باسه تور رنګ خالونه وي چې سپين سرې يې کاروي. د نارنجي يا زيړ بخن د پاسه سور رنګ هم جوړېږي.
کله چې ناوې د واده بر وخت مور له کوره ووځي نو د هغې په ډولۍ يا موټر دا چېل غوړوي. هم دغسې کله چې يوه ښځه کونډه شي نو د مور يا پلار ورته دا څادر په سر اچوي. د ښحې په جنازه هم دا چېل اچوي. په هرې سيمې کې دوه درې کورنۍ د جولاګانو شته چې اوس هم پخپلو کورونو کې دا څادر جوړوي. د څادر نه علاوه دوي اوس د ډوډۍ لپاره دسترخوان او د نور پلوونه هم جوړوي چې خپل ډيزاين او رنګ لري.
تر اوسه د دې څادرونو يو څه نا څه ارزښت شته او له کبله يې د جولاګانوکار روان دی. خو داسې ښکاري چې ژر به د پښتنو دا دوديزه روايت د تاريخ برخه شي…
معلومات
د صوابۍ د تمرېز خان نه په مننه
صفيه حليم
Salam madam Allah mo khusala sata der zayat khukle leeke mo kare da zamoung da swabi pa caltoor malagro der khokh karo Allah mo da pahktono da para satso jound ke barakat wahacawe ameen