ملت پالنه

انسان په فطري توگه په ډلو کې ژوند خوښوي. مونږ په خلکو کې د امن احساس کوو چې دود دستور يې زمونږ په شان وي او ژبه مو شريکه وي. د يو والي د احساس شدت په وړو او نږدې اوسېدونکو ډلو کې زيات ليدل کېږي او هم دا ملت پالنه ده.
ملت پالنه چې په انگرېزي کې “نېشنلزم” نومېږي د انساني پرمختگ يو پړاو دې او څومره چې د انسان ذهن وده کوي هغه د يوې ټولنې او يا د ژبې د اغېز نه ووځي. هم دا ده چې نېشنلزم د وروستو پاتې خلکو شعار وي ځکه هلته وگړي په خپلې َټولنې کې د امن احساس کوي.
تر شپاړسمې ميلادي پېړۍ په هغو ملکونو کې چې وگړي به يې زيات و، د يو دين منونکو يا د ځواکمن باچا په پوځ کې شاملو خپل ځان له د خونديتوب لاره پيدا کړه. په اتلسمې پېړۍ کې په حکومتونو کې د خلکو ونډه او په اقتصادو کې د بېلا بېلو هيوادونو پرمختگ د وگړو بصيرت پراخه کړو او دوي د خپل ملک يا د ټولنې غړيتوب ته پناه يوړه.
د ” نېشنلزم” تورې په ۱۷۷۰ م کې د جرمني (المان) يو فلسفي “يوهان گوټفرېد هرډر” په لومړي ځل وکاروو چې د فرانسې او د امريکې په انقلاب کې يې ډېر شهرت وموندلو. دا د يو باور نه په سياسي مفکورې بدله شوه او هر کس هڅه کوله چې ځان د يو ملک او يا د ژبې ويونکي په حېث له نورو لوړ کړي. د ملت پالنې غورځنگ په نورو ملکونو کې هم خپور شو او په ۱۸ ميلادي پېړۍ کې يې سياسي بڼه وموندله.
په انگلستان کې د ۱۷۴۰ م نه واخلې تر ۱۷۹۰ م پورې د ملت پالنې هغه دوره وه چې د دوي ليکوالانو او عالمانو پرې خلک راوپارول. هغه وخت د انگلستان د نېشنلزم څو نښې جوړې شوې چې يوه يې د دوي بېرغ ” يونين جېک” و. يو شمېر ملي سندرې به پوځيانو او عامو خلکو ويلې چې ” رول بريټانيه”( د بريطانيې واک) د وياړ نښه وه.
د يونان د خپلواکۍ په جنگ کې، په لومړي او بيا دوېم نړۍ وال جنگ کې د نېشنلزم تورې د خپل قام او د ملت سره د پت پالنې په مانا شوه. نېشنلزم د سياست په توگه د نورو سيسټمونو لکه کميونزم او ډيموکراسي نه په دې توپيرلري چې دې کې د شاميلېدو لپاره د غړيتوب اړتيا نه وي. يو څوک په هغې ټولنې کې د زېږېدو له کبله نېشنلسټ گڼل کيدېشې.
پوښتنه دا ده چې ملت څه وي؟
کردان يو ملت دې خو په دريو ملکونو عراق، ترکي او ايران کې مېشت دي. دوي خپله خاوره يا ملک نه لري او ملت پاله ډلې يې مبارزه کوي. هم دغسې د هند په پراخه خاوره په سوونو ملتونه ژوند کوي خو ټول ځان له د جلا مملکت نه غواړي. دوي د خپل کلتوري ميراث د ژغورلو لپاره کار کوي. په کلتوري ميراث او په ملي شناخت کې توپير وي.
د ملت پالنې يو شرط دا دې چې وگړي به تل په قهر وي او د زبېښاک يا د محروميت احساس به وکړي. دا احساس په وگړو کې هغه وخت پېدا کېږي چې پخپلې خاورې د خپل شناخت نه راضي نه وي. يا بيا په يو لوې ملک يا ټولنې کې دوي ته په ټيټه سترگه کتل کېږي او دوي د نورو پر ضد د نفرت او د قهر احساس پېدا کړي.
ملت پاله ډلې د خپلې خاورې وسايلو په ويش په اړه خواشينې وي او يو زبېښاک کوونکې خپل دښمن گڼي. د بېلگې په توگه د پاکستان پښتانه ” پنجايبان” ښکېلاک گر گڼي چې د دوي نه زېات ښه اقتصاد لري.
د نېشنلزم څو ډولونه دي چې يوه يې “ښاري نيشنلزم ” وي. د دې نظر خاوندان يو څه نا څه لبرال، د زغم وړ مساواتو او د انډول پلويان وي. د شخص په ازادۍ هم باور لري او واي چې هر وگړې خپل ملي تشخص ته اړتيا لري چې يو بامانا ژوند تېر کړي.
د “سيمئيز نېشنلزم” پله ويان په يو داسې ملک کې اوسېږي چې مور پلار يا نور مشران يې د نورو ملکونو نه کډه شوې وي. دوي د خپل نوي ملک سره پت من وي. په شمالي امريکا کې ټول خلک ورته د بهر نه ورغلي دي خو ځان په امريکاي گڼلو وياړي.
د “مبارزې نېشنلزم” د يرغل گرو پر ضد د يوې ډلې فعاليت وي او بېلگې يې فلسطين او ويتنام دي. د لومړي جنگ نه وروستو د اېشيا او افريقه ډېرو ملکونو د استعمار په ضد مبارزه کې د نېشنلزم په شعار خپلواکي تر لاسه کړه.
هم دغسې د يوې سيمې په سرحدونو د يو بهرني ځواک په ليدو سمدلاسه د ټولنې د وگړو راټولېدل د نېشنلزم احساس راپاره کړي خو دا د لنډ وخت لپاره وي او کله چې دشمن مات کړي نو بيا په زوړ حال شي. د دې يوه بېلگه د افغانستان ده. په نولسمې پېړۍ کې د انگرېزانو د پوځي مداخلې او په شلمې پېړۍ کې روسانو د بريد نه وروستو د ملت پالنې احساس رابيداره شو. پښتانه چې تر اوسه د يو بل سره د نږدې والي احساس کوي، نو علت يې دا دې چې دوي پرله پسې د يوې او بلې خوا سره په جنگ اخته دي. په ځينو ځايونو کې دا ډلې د خپل بقا لپاره هم د يو بل سره نږدې کيدو ته اړ دي.
نېشنلزم پخپل جوړښت کې د خلکو د وېشلو مفکوره ده چې پکې د يو شخص د خپلې ټولنې سره اړيکې واضح کوي. دا د نورو د جبر او په نورو د حاکميت مفکوره ده او دا څو کسانو ته موقع ورکوي چې په ډېرو خلکو دې حکومت وکړي.
د نېشنلزم مخالفان وايي چې د هريو ملت لپاره يو جلا وطن نه وي کار ځکه انساني ټولنې اوس په ښارونو کې ژوند کوي او ممکن يو ځاې د شلو نه زيات نژادونو خلک مېشت وي. پخواني نېشنلزم چې اروپا کې راتاند شو، په يو ملک کې د گڼو ملتونو د استوگنې مخالفت کوو.
هټلر په جرمني کې او مسوليني په اطاليې کې د بل نژاد خلک نه منل. په دې مفکوره يې په لکونو بې گناه خلک ووژل. اسلامي غورځنگ هم په شلمې پېړۍ کې د نېشنلزم مخالفت کوو ځکه دا د ژبې او د نژاد توپير ته کار کوي.
د ملت پالنې هغه حالت ته فاشزم وايي او په بل ځاې به ورباندې رڼا واچوو.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲ ستمبر ۲۰۱۳ م

Nationalism cartoon

3 Responses to ملت پالنه

  1. 3 September, 2013 at 10:13 AM

    د نشنلیزم موضوع مو ډېره ښه لیکلې ده، د ځینو هېوادونو د مثالونو په وړاهندې کولو سره موضوع مو لا پراخه او روښانه کړې ده.

  2. شعیب
    23 January, 2015 at 9:00 PM

    سلامونه. ښایسته لیکنه وه خو ځیني تعریفونه زاړه ول. کردان کلتوري ملت دی لکه پښتانه خو د ملت لپاره یوازنی عنصر کلتور نه دی بلکه ټاټوبی هم مهم دی. د هټلر کارونو ته نشنلزم ویل، د خلګو لاره ورکوي. هټلر به نشنلست وو خو د هغه ټولي کارنامې د نشنلزم په چوکاټ کي راوړل، بې انصافي ده. مننه

  3. Fazal achakzai
    1 March, 2019 at 5:49 AM

    سلام دا مو هیمت کړی دی چي داسي عالمانه لیک کړی دی. د نیشنلزم د موقف په همله که څه راسره شریک کړی منن به مو وي اشنا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *