د شېر شاه ښار: حصار فېروزه

hissar feroza
د ډېلي نه يو سل او شپيته کلوميټر لوېديځ او د پاکستان د “کسور” ښار نه شپېته کلوميټر ختيځ کې يوه مهمه چاوڼۍ فېروزپور نومېږي.
تر څوارلسمې ميلادي پېړۍ دا سيمه يوه لويه دشته وه او تجارتي قافلو به ترينه ډډه کوله. د ډېلي باچا فېروز شاه تغلق په ۱۳۵۴ م کې دلته د يوې کلا او د ښار جوړولو تايبا وکړه چې اوس “حصار فيروزه” او فيروز پور نومېږي.
دا کلا په دوو نيمو کالو کې جوړه شوه او باچا پخپله د دې کار څارنه کوله. د هغه وخت د ډيزاين له مخې د کلا په منځ کې د باچا د استوگنې لپاره يوه ښکلې ماڼۍ هم جوړه کړې شوه.
ځينو اميرانو او پوځي منصبدارانو د باچا په امر د ستلج سيند پر غاړه ځان له پاخه کورونه جوړکړل او د فيروز پور په نوم ښار اباد شو. د ښار چاپېره حفاظتي ديوال و چې پکې دروازې جوړې وې.
دلي دروازه، مجوري، بغدادي، زيره، ماخو، امرتسري، کسوري، ملتاني او ميگزيني د مهمو دروازو نومونه و. په دې کې بغدادي او ملتاني دروازې تر اوسه پاتې دي. په فېروزپور ښار کې هم د غوندۍ د پاسه يوه کلا جوړه وه چې اوس يې نښې نه دي پاتې.
د لوديانو پر وخت حصار د يو جاگير په توگه بهلول لودي خپل يو سردار محبت خان ته وسپارلو. په ۱۴ پيړۍ کې د هغو پښتنو لپاره حصار فېروزه يو مهم مرکز وگرځيدو چې په پوځ کې يې ځان شاملوو.
د هند د راتلونکي باچا د شېر شاه سوري پلار او نيکه هم دې ښار کې پوځي خدمتونه پېل کړي و او ځينې سرچينې وايي چې پخپله شېر شاه سوري په ۱۴۸۶ م کې په حصار فيروزه کې زېږېدلې و. د شېر شاه د نيکه ابراهيم سور قبر هم په فېروز پورکې جوړ و.
د لوديانو وروستې واکمن ابراهيم لودي د مغل بابر د حملې پر وخت په دې کلا کې دفاعي پلانونه جوړول او د جنگ تياري به يې کوله. مغل پوځ ډېلي ته ورننوتو نو د بابر زوې همايون حصار فېروزه ونيولو او پلار ورته د انعام په توگه دا ټوله سيمه د جاگير په توگه ورکړه.
د شېر شاه نه وروستو اکبر باچا هم په دې حصار کې پوځ ساتلې و. په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې انگرېزانو دلته خپله چاوڼۍ جوړه کړه او تر افغانستان د زمکې نيولو لپاره يې اکمالات پکې ساتل. فېروز پور اوس د هند په ختيځ کې د پاکستان سره په پله ورستۍ دفاعي چاوڼۍ ده.
په فېروز پور کې د نور ولي شاه زيارت مشهور دې. د ښار نه تېرېدونکې د شېر شاهي سړک پر غاړه د حضرت شېر شاه ولي زيارت دې چې ځاي خلک ورته پير بابا واي. دلته د زيارت په ماښام خلک د نذر لپاره راټوليږي.
صفيه حليم
د خپريدو نېټه:
شپږم اگست ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.