اويستا

avesta
د هند د “وېدونو” په شان د اويستا مناجات هم “ارياي” خلکو ته منسوب دي چې شاو خوا درې زره کاله پخوا ويل شوي و.
هغسې چې وېد د برهمني يا هندو دين بنسټ جوړو ، اويستا د زردشت يا د اور لمانځونکو لرغونې صحيفې دي. په دې کې لويه اسطوره ” اهورا مزدا” نومېږي چې د دوي پېغمبر “زردشت” خلکو ته ورپېژني.
په اويستا کې اريايي خلکو د کډوالۍ خبره کېږي او د دوي اصل ټاټوبې ” ارين ويجاهي” يادېږي. تر اوسه هيڅوک په باور نشي ويلې چې دا کوم ځاې او کوم وخت و. زيات يې د دوه نيم زرو کالو نه واخلې تر پينځو زرو کالو پورې اټکل کوي.
تر شلمې ميلادي پېړۍ څېړونکو داسې گڼله چې اريا د يو نسل کوچيان و چې ممکن د اوسني اوکراين نه د کنگل له کبله کډه شول اود اوسني ترکمانستان د لارې افغانستان (هرات) ته ولاړل. دلته دوي په څو ډلو ووېشل شول چې بيا د ايران د لارې اروپاي ملکونو ته ولاړل. نورو وړاندې د اباسين او د پنجاب په ښيرازو مېدانونو کې ژوند پېل کړو.
اريايي خلکو چې کوم مناجات ويل، هغه په هندي کې ” وېد” او په پارسي کې ” اويستا” شول. ژب پوهانو د دواړو منظومو صحيفو په اړه دا نظر ورکړو چې د دوي متن يو شان دې. د اويستا ژبه سانسکرت ته ورته ده او د تلفظ او د ځينو تورو په فرق نور څه توپير نه لري. په اويستا کې ” يما ښايته” هغه لوې او زوره ور باچا دې چې په وېد کې “يم راج” نومېږي او د زمکې د لاندې اوسېږي.
د زردشتيانو د لرغونې ديني کتاب ” وېنديداد” بنسټ اويستا ده. دا تورې په اصل کې ” واي ديو دت” تلفظ کېدو چې مانا يې ” د ديو پر ضد جنگ” دې. په وېدونو کې هم ” دېو” د اسطورې لپاره کارېږي او اوس په هندي کې د “ديوتا” تورې عام دې. په پښتو کې ” ديو” لوې او غټ په مانا کارېږي او په ولسي کيسو کې دا يوه بد کرېکټر وي.
د ايران ځينې څېړونکي ” اويستا ” د منځني دورې پارسي “ابيستاگ” وران شوې بڼه گڼي چې مانا يې ” ستاينه” ده. تر اوسه څيړنو ښودلې ده چې د اويستا بنسټ په، سيستان، اراکوزيا،هرات او مرو کې کېښودل شو. دا په ۵۰۰ ق م کې پارس ته په شفاهي بڼه ورسېدو او په څلورمې ميلادي پېړۍ کې ساساني واکمنو، په تېره بيا ” اردشېر” په امر وليکل شول.
په لسمې ميلادې پېړۍ کې د اويستا کاپيانې او تشريح وليکل شوچې ” زند اويستا” نومېږي.
صفيه حليم
۱.۸. ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.