مامونۍ حلالوينه

دا کيسه د باجوړ په ناوگۍ کې پېښه شوه او د پښتو ولسي سندرو د لارې ترې خلک خبر شول.
په ناوگۍ کې د ولي محمد مشره لور مامونۍ (مېمونه) نوميده چې په ماشومتوب کې يې د خپل د تره زوې او همزولې شېر عالم سره لوبې کولې. هغه ډيره زړه وره او ښايسته وه او په پېغلتوب کې د ښايست نه د سالارزو يو خان هم خبر شو نو د غوښتلو لپاره يې يوه جرگه د مامونۍ د پلار هوجرې ته ورواستوله.
د مامونۍ پلار يو روڼ اندې کس و او لور پرې گرانه وه نو له هغې يې پوښتنه وکړه چې د سالارزو جرگې ته څه ځواب ورکړي. مامونۍ ورته ووېل چې جرگې ته خبر ورکړه چې لور مې خپل وراره شېر عالم ته ورکړې ده. له دې ورځې د مامونۍ مور پلار پوهه شول چې لور يې په شېرعالم مئېنه وه.
شېر عالم په ځوانۍ کې د جذبې ډک او په وړه خبره به په قهر شو. يوه ورځ دې خپلو پټيو ته ولاړو او د ويالې د اوبو خله يې خپلو زمکو ته واړوله. د بل پټي نه يو کس پرې غږ وکړو چې نن د ده د اوبو وار نه و. شېرعالم د بل چا خبرې ته زغم نه لرلو او هم هلته يې هغه سړي ته لاس واچوو.
يوې ښځې د خپلې کوټې د چت ( بام) نه دوي وليدل چې يو بل گرېوانونه يې شلولي و. شېر عالم يې اوبو ته غوځار کړې و او په بېلچو يې ووهلو. د کلي ښځې په دې شور ماشور د خپلو کوټو ته وختلې او د جگړې خبر مامونۍ ته يې هم ورسېدو.
هغې يو غټ کوتک راوخيستو او پټيو ته يې منډې کړې. شېر عالم په زمکه پروت و او بل ځوان يې په سينه سپور و. مامونۍ هغه سړې پخپل کوتک ووهلو او ليرې يې کړو. په دې وخت کې نور خلک هم رارسېدلي و او دواړه يې له يو بل نه بېل کړل.
شېر عالم د يو کس نور خان نه دوه سوه روپۍ په پور اخستې وې او پور يې بېرته نشو پرېکولې نو هغه نه به پټيدو. نور خان د باجوړ په يوې بلې سيمې “جار” کې هټۍ پرانستې وه چې شېر عالم ترې خبرنه و. يوه ورځ شېر عالم د خپل ملگري سره جار ته تللې و او هلته په هټۍ کې ناست نورخان سره يې سترگې ولگيدې. هغه ستړي مه شي ورسره وکړل، د کور کلي د پوښتنې نه وروستو ترې د خپلو پېسوغوښتنه وکړه.
شېر عالم ورته انې بانې کولې خو اخر نور خان ورته وويل چې يا خو روپۍ راکړه او يا خپل ضامن وښايه چې راته دا پېسې راکړي. بيا ته د هغه ضامن ته هر وختې چې پېسې ورکوې ستا خوښه.
شېر عالم ورته په قهر ووېل چې دې په جار کې هيڅوک نه پېژني او نه څوک ضامن لري. په دې خبره نور خان دې ونيولو او په يوې کوټې کې يې بند کړو. ملگرې يې بېرته ناوگۍ ته ولاړو او د شېر عالم پلار يې خبر کړو. هغه ته يې وويل چې تر څو دوه سوه روپۍ يې ورته نه وي ورکړې، شېر عالم به د نور خان بندي وي. د شېر عالم له خوا يې ورته دا پېغام ورکړو چې هر څومره زر کېدېشي دا پېسې دې ورته ولېږي چې دې له بنده خلاص شي.
پلار يې د دې خبرې په اورېدو په قهر شو ځکه دومره پېسې ورسره نه وې. وې ويل پرېږده چې دې هلته بندي وي زه اوس د ده غم نشم خوړې. کله چې مامونۍ ته دا خبر ورسېدو نو په تلوسه شوه او د مور نه يې دوه سوه روپۍ وغوښتې چې شېر عالم پرې ورخوشې کړي. مور يې د پلار سره صلاح وکړه او د شېر عالم د خوشې کولو لپاره يې دا روپۍ جار ته ورواستولې.
واي چې د مامونۍ د ښايست خبر د غرونو نه وراخوا “برول” ( اوس زوړ برول نومېږي او په افغانستان کې دې) ته هم رسېدلې و. د هغه ځاې نه يوه جرگه د مامونۍ د غوښتلو لپاره ناوگۍ ته راغله خو هغې انکار وکړو چې زه له د شېر عالم نه پرته بل هيچا سره واده نه کووم.
ډېر زر دا خبره هرې خوا ته ډنډوره شوه چې مامونۍ يې شېر عالم ته کويژده کړې وه. د مامونۍ پلار ولي محمد خپل ورور ته ولاړو چې د شېر عالم او د مامونۍ د واده تابيا وکړي.
ورور ورته وويل چې دې دومره پېسې نه لري چې واده ډوډۍ پرې وکړي. ولي محمد خپلې پېسې يې ورور ته راوړې چې د واده لگښت پرې پورا کړي. د واده نېټه وټاکل شوه او د ټول کلي د ډوډۍ لپاره تابيا وشوه. هر چا په مړه گېده ډوډۍ وخوړه نو د کلي اخوند نکاح وتړله او دومره ډزې وشوې چې دوړې باد شوې.
مامونۍ ناوې کړې شوه، لاسونه يې په نکريزو سره شول، اوربل يې ورته جوړ کړو او شنه خالونه يې ورته ووهل. مور ورله د سرو او سپينو کالي کړي و او په سرې بنارسۍ کې هغه د مور له کوره په ډولۍ کې کېنول شوه او د هغه وخت د دود سره سم په ټول ناوگۍ کې يې وگرځوله.
د واده نه وروستو هم د شېر عالم خوي خصلت بدل نشول او هم هغسې به ټوله ورځ د خپل يو ترورزي سره بهر گرځيدو. اخوا مامونۍ به تل د دې په انتظار وه او غوښتل يې چې د شېر عالم ټول پام هغې ته وي.
يوه ورځ چې شېر عالم ناوخته کور ته راغلو نو مامونۍ ورته وېنا وکړه چې داسې خوشې گرځېدل ورته ښه نه دي. خپله دا وېره يې هم څرگنده کړه چې پښتانه خپل ورور وژني نو هسې نه چې هغه ترور زې ورته څه تاوان واړوي.
کله چې مامونۍ په زوره زوره دا خبرې کولې، نو په کوڅه کې هغه ترور زي يې واورېدې. په هغه دا خبرې ښې ونه لگېدې او په زړه کې يې ورته رخه پېدا شوه. هغه د خپل ځان سره قسم وکړو چې يوه ورځ د دې خبرو بدل به ترې اخلي ځکه د ده په ضد يې شېر عالم ته لمسون کړې و.
د واده پينځه مياشتې واوختې او شېرعالم د څه کار لپاره د کلي نه بهر ولاړو. د ده ترورزي ته موقع په لاس ورغله چې مامونۍ ته لومه کېږدي. ماسپښين ناوخته د کلي هوجرې ته د شېر عالم مېلمانه راغلل. د دوډۍ نه وروستو دوي چيلمونه څکول او ماښام تماکو ( تمبکو) خلاص شول. يو ځوان چې خليل نومېدو د شېر عالم کور ته يې ورواستوو چې نور تماکو راوړي.
د ماښام په تياره کې خليل د شېرعالم د کور د تمبې زنځير وشرنگوو او دننه مامونۍ چې يواځې وه، په لوړغږ پوښتنه وکړه چې څوک و. خليل ترېنه تماکو وغوښتل او هغې د دروازې د شا نه ورته د تماکو کسوړه ورکړه . په دې وخت کې د شېر عالم ترورزې ورپسې په پټه ولاړو او خليل يې وليدو چې د مامونۍ د لاس نه يې هغه کسوړه واخسته.
کله چې شېر عالم بېرته راغلو نو ترور زي سمدلاسه ورسره وليدل. هغه ته يې کيسه وکړه چې دې د هوجرې نه کور ته روان و چې د ده د کور په دروازه يې يو سړې وليدو. د دروازې شا ته ورته مامونۍ ولاړه وه او دواړو پخپلو کې خندا او خبرې کولې. ورته يې وويل چې کله مې وټوخل نو مامونۍ زر کور کې پټه شوه او هغه سړې چې ما نه پېژندلو، ولاړو وتښتېدو.
شېرعالم چې دا خبره واورېده نو له قهره لېونې شو. هم هغه وخت چړه په لاس کور ته ولاړو او مېرمنه يې له وېښتو ونيوله. مامونۍ ورته د خپل سپيناوي لپاره ډېر څه وويل چې د ده مېلمانه کوز ماسپښين راغلي و او هغې ورته ښه ډوډۍ وراستولې وه. ويل يې ” د شپې ناببره چا دروازه وتکوله نو زه په منده ولاړم چې گوندې ته بېرته راغلې. خو هلته خليل و چې زما د ورور په شان دې او رانه يې ستا د مېلمنو لپاره تماکو وغوښتل. ما ورته ستا تماکو کسوړه ورکړه. په دې کې زما څه خطا وه؟”
مامونۍ ورته زارۍ يې ورته وکړې چې د خلکو خبرو ته دې غوږ نه ږدي. خو شېر عالم د دې يوه نه منله. د خپلو تربورانو د پېغور خبره يې ورياده کړه چې که دا کيسه نورو ته هم معلومه شوه نو په ټول کلي کې به ورپورې خلک خاندي.
اخر مامونۍ پوهه شوه چې د پردي سړي سره د اړيکو تور به يې ژوند ته نه پرېږدي نو مرگ ته يې غاړه کېښوده. شېر عالم په ټکڼه غرمه مامونۍ پخپلې چړې حلاله کړه او د مينې او د حسد يو داستان يې شا ته پرېښودو.
واي چې شېر عالم وروستو پخپلو کړو پښېمانه و او د خپل جرم احساس دومره ناقراره کړو چې په لارو کوڅو کې به لکه د لېونو گرځېدو. په ناوگۍ کې ممکن اوس هم د دي ټبر خلک ژوندي وي.
په پښتو لنديو او بدلو کې د مامونۍ او شېر عالم کيسه په زيات اصل حالت کې پاتې ده ځکه دا د شلمې پېړۍ يوه پېښه وه.
مامونۍ خاص د باجوړ ده – دا شېرعالم يې په لمسون حلالوينه
مامونه شنه شوه په خندا شوه – د کاکا زوې دې ما به نه حلالوينه

مولا دې خوار کړه شېر عالمه – د تماکو په پاڼو چا کړي قتلونه

مامونۍ گورنه ځواب ورکړو – په صندوقچه کې مې باهو دي ورک به شينه

مامونۍ گور کې ارمان وکړو- د کټ غوټۍ کې مې اوږۍ ده زنگ به شينه

يوه بدله چې د پښتو سندر غاړې کشور سلطان ويلې وهړ داسې ده،
حلالوينه…ټکڼه غرمه ده…مامونۍ حلالوينه…
صفيه حليم

mamoonai pic

د خپرېدو نېټه
۳-۸-۲۰۱۳

1 Comment

Add a Comment
  1. په زړه پوره ده…

Leave a Reply

Your email address will not be published.