د کابل نه ۳۵ کلوميټر جنوب کې د زمکې نه اوو زره فټه لوړه غونډۍ چې “مس اينک” نومېږي د يويشتمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د لرغون پوهانو د پام وړ شو.
خو ستونزه دا وه چې دا غونډۍ د مسو لوې زېرمې لري او افغان حکومت په ۲۰۰۸ م کې يوې سرکاري چينايي کمپنۍ ته په دريو بيلينو ډالرو د دېرشو کالو لپاره په اجاره ورکړې و.
په افغانستان کې دا ترټولو لويه پانگونه وه او د لومړيو سروې گانو په وخت پکې د پخواني جوړښتونو نښې موندل شوې وې.
بيا څو مياشتې د افغانستان لرغون پوهانو او عالمانو خپل حکومت او چينايي کمپنۍ ته قناعت ورکړو چې دوي به هم هغه ځاې وگوري او ممکن ډېر څه پکې نه وي.
حکومت لرغون پوهانو ته دولس مياشتې وخت ورکړو چې خپل کار دې پورا کړي. له ۲۰۰۹ م راهيسې دا د نړۍ تر ټولو لوي د لرغونو اثارو د کيندنې ځاې شو چې يو زر نه زيات خلک پکې په کار بوخت و.
موندنې
په کيندنو د درېمې نه تر اوومې ميلادي پيړيو زمانې چې کوشاني دوره ده، درې بودايي خانقاهونه او يو لرغونې د مسو درنگ يا کان وموندل شول.
دلته د کيندنو مشر “هينزکرورز” واي چې دا حېرانوونکې خبره نه ده ځکه د کوشانيانو لپاره د دې سيمې معدنيات د اقتصادو يوه وسيله وه.
د يو کال نه زياته موده، د لرغونو توکو پلټونکو د مس اينک د غونډۍ زمکه چاڼ کړه او خاوره يې له غلبېل وويستله. ورپسې چې څه وموندل شول، هغه بې څاري و.
يو معبد په غار کې دننه دې د راهبانو وړې کوټې او يو گودام لري. ورسره په ديوالونو انځورونه و. يوه تپه چې ” کافريات ” نومېږي په غر کې لوړه ده او دلته ۲۶۰ فټه لوړ دېوالونه تاو شوي دي چې پکې اته د ډبرو سټوپې جوړې وې. يوه لويه سټوپا په منځ کې او نور ترې چاپيره جوړې وې. يو ۲۵ فته اوږده د بودا ملاسته مجسمه وه.
داسې نښې هم وې چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې ځاي خلکو دلته ناقانوني کيندنې کړې وې او يوه لس فټه لوړه مجسمه يې ماته کړې وه چې اوس د هغه د دوو پښو نښې پاتې دي. د لرگي يوه مجسمه هم پکې وه چې نايابه ده او په داسې ځايونو کې لږ پاتې کيږي.
د سرو زرو وړې مرۍ چې ورباندې مهينې ډبرې لگيدلې وې، د انساني نوک هرمره د غاټول د شکل تاويزونه چې سره غمي او د سرو زرو کاسې چې برغولي لري. د دې سره نږدې د ميسو جوړ دوه قاشوغې او جيغه و چې د کيمياوي عمل سره زرغون شوي و. د ويښتو مسين سيخونه چې د سرو زرو اوبو پرې ختلي و. د سرو زرو يو امېل چې ښکلې او قيمتي ډبرې پرې خښې دي.
د بودايي معبدونو دېوالونه نقشونه او ډيزاين ښکاره کوي. پکې مجسمې او نور توکي اېښي و. په اينک کې د سرو زرو توکي ښاي چې دلته اوسېدونکي شته من خلک و.
په مس اينک کې هرڅومره چې نوي ځايونه او نورتوکي موندل کېده، د لرغون پوهانو شمېره د دېرشو نه ۶۵ ته زياته شوه. د مزدورانو شميره يې د ۹۰ نه ۹۰۰ ته او ۱۶۰۰ عسکر ورته د څارنې لپاره ودرول.
په دې موده کې د دې کېندنو لگښت ۲۸ ميلينه شو چې څه د ماينونو وزارت او نور د ملگرو ملکونو له خوا ورکړې شوې. د کيندنو نه وړاندې شپږ نيم ميلينه ډالره د هغو ماينونو د ليرې کولولگښت و چې د پخواني شوروي د حملې په وخت دلته خښ شوي و.
نو دې موندنې ته لرغون پوهان ولې لېواله دي؟
په مس اينک کې ۲۸ سينټي ميټر لوړه او د شيسټ د تورې دبرې نه جوړ په يوې تختې څو انځورونه کښل شوي دي.
يو شهزاده د پروړو په چوکۍ ناست دې چې لاستي نه لري. په سر يې د پيپل د ونې پاڼې ښکاري. ښې پښه يې د کيڼې گونډې سره لگولې ده اوسترگي يې ټيټې دي. ده لنگ تړلې او په سر يې پټکې دې چې ورباندې گاڼې ټک وهلي دي. د پټکي د پلوونو دوه سرونه د ده په اوږو راځوړندې دي. په غاړه يې امېلونه، په غږونو کې والۍ او په لېچو يې کړې دي.
دا د شهزاده سدهارتهه گوتما شاکيامني انځور دې چې ټول يې د بودا په نامه پېژني.
د ده ښې لاس ته يو راهب ولاړ دې چې ورته پخپل ښې لاس يا خو د برسنډې گل او يا د پام څانگه نيولې ده. په کيڼ لاس کې يې هم څه نيولي دي خو هغه مات شوې دې.
دا ډبرينه دړه د افغانستان د تاريخ يوه بله ورکه پاڼه په لاس ورکوي. د دې سره جوخته يوه د برونزو سيکه هم وموندل شوه او د سيکې د قدامت له مخې دا مجسمه ۱۶۰۰ کاله پخوانۍ ده.
په دې هېواد کې د اسلام د راتلو نه وړاندې د بودا منونکي ډېر و خو هغه وخت هم په دوي کې يوه ډله داسې وه چې د بودا کېدو نه وړاندې يې د ده ژوند نمانځلو. د سدهارتها شهزاده منونکو به داسې مجسمې په يوې گاډۍ کې د جلوس په شکل لارو کې گرځولې او د ده د ژوند څلور مهمې پيښې به يې نمانځلې.
څرگنده نه ده چې دا مجسمه به لوگريانو په شنو ميدانونو کې گرځولې وي او که نه؟ دا هم معلومه نه ده چې بوداي راهبانو له دې ځايه مس راويستل او که د مس راويستونکو د خپل عبادت لپاره پکې معبدونه جوړ کړل. په دې توکو نورې څېړنې ډېر وخت غواړي او په دې به کلونه تېرېږي چې د لوگر د مس اينک يو پورا تصوير جوړ شي.
افغان چارواکي هيله من دي چې د خانقاه خښتې به له هغه ځايه ليرې کړې او پينځه ميله لرې په يو ځانگړي ميوزيم کې ووساتي. خو دا کار به هله شونې وي چې يونېسکو او داسې نورې ادارې ورسره ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې اوس هم داسې خلک شته چې مجسمې ماتول او ميوزيم چورکول خپله اسلامي فريضه گڼي.
صفيه حليم
محترمی حلیم صاحب له لیکنی نه مو دیره مننه واقعآ په زره بوری معلومات ول مننه یو خل بیا