د نړۍ بڼ

zebra
د زمکې په جنوبي کره کې په اوړي کې يخ او په ژمي کې گرمي وي.
زه د اگست په مياشت کې جنوبي افريقه ته ولاړم نو ژمې هغسې سوړ نه و لکه چې مونږ يې لرو.
د دې څلويښت ميلينه خلک په نهو صوبو کې ژوند کوي، يوولس رسمي سرکاري ژبې لري خو د حکومت ژبه انگريزي ده. دوه پلازمينې يې دي، جوهانسبرگ چې پکې د پارليمان ودانۍ ده او “پريټوريا” چې پکې د حکومت دفترونه دي. دواړه د يو بل نه پنځوس کلوميټر په فاصله کې د گاټينگ په ايالت کې دي.
جوهانسبرگ ته په رسيدو زمونږ کوربه جان او د ده ميرمنه روشي راته په هواي ميدان کې هر کلي ته ولاړ و. ما پېسې بدلې کړې چې “رينډ ” افريقاي روپۍ واخلم. يو وخت دی دومره لوړه بيه لرله چې په يو رينډ به څلورډالرکېدې.
خو د تيرو څلوېښتو کالو په سياسي بدلونونو او د سپين پوستو د واک په ختميدو دا شته من هيواد د غربت کندو ته ورټيله شو. ما پيسې په لاس کې نيولې وې چې روشي راته وويل، ژر دا پيسې په بيگ کې کيده، هسې نه چې څوک د لاس نه دې وتښتوي. بهر په موټر کې چې کيناستو نو ټولې دروازې او شيشې سمدلاسه قلف شوې.
زما گرمي ووشوه او غوښتل مې چې شيشه لږه پرانيزم خو روشي منع کړم. ” څوک به د کړکۍ نه لاس رادننه کړي.” زما لپاره دا خبردارې و چې دلته ژوند بل شان دې.
د جوهانسبرگ پخوانې نوم يې “ايگولي” دې ياني د سرو زرو ښار. دلته په ۱۸۸۶ م کې د سرو زروکان راوتلې و. ښار ته نږدې سيند يا اوبه نشته او نورو ولايتونو نه ورته شنه بوتي او ونې راوړل شوي دي . که نه دا ښار يوه دشته وه. د ځينو پخوانيو کانونو څنگ نه چې تيريدو نود زمکې رنگ يې هم زيړو. د نړۍ ۲۸ في صده سره زر اوس هم د جنوبي افريقه نه راووځي.
د لسو ميلينو خلکوپه دې ښار کې د شته من او د بې وزلو ترمنځ دومره توپيردې چې گوته په غاښ ورته پاتې شوم. دلته خلک د مزدورۍ لپاره راځي او د سرپټولو ځايونه نه لري نو په دشته کې د موټر ماته دروازه، د گتې يو لوې دبې يا د لرگي يوې دړې نه کور جوړ کړي . چاپيره ترې د پلاسټک پرده تاو کړي او هلته ژوند کوي.
دلته د نورو لويو ښارونو په شان صنعتي يا تجارتي مرکز نشته ځکه جرايم پکې دومره ډير دي چې هيڅوک پکې کاروبار نشي کولې. شته منو کمپنيو خپل دفترونه د دې شاو خو انورو ځايونو ته ووړي دي.
په جنوبي افريقه کې دخلکو د متمدن کولو په پلمه ، پرتگال، نيدرلينډ چې اوس هالينډ نوميږي، فرانس او د بريطانيې اباد کارو څه د پاسه درې سوه کاله د يو بل سره جنگونه وکړل.
په کال ۱۶۶۷ م کې د هالينډ اباد کارو څلويښت زره مزدوران د بنگال او د مالابار د ساحلي ښارونو نه د جنوب افريقه د کيپ سيمې ته يوړل. د کيپ ټاون ښار هم هغه وخت اباد شو. د ساحل په غاړه د دې ښار نه مزدوران چې د مريئانو په شان ساتل کيده، نورو ځايونو ته يوړل شول. په دوي کې زياته شميره د مسلمانانو وه. انگرېزانو د دوي په سيالۍ کې د هندوستان نه هم دغسې مرئيان د نولسمې پيړۍ په نيماي کې هلته يوړل. اوس په جنوبي افريقه کې د سلو نه زيات جوماتونه دي. چې زيات يې په کيپ ټاون کې د ملايا مسلمانانو جوړ کړي دي.
د جوهانسبرگ نه وروستو زما دويم پړاو د ډربن ښار و چې د “کوازولو نټال” صوبې يو مهم ښار دې. دلته د هند د گجرات ايالت خلک له تيرو دوو سوو کالو راهيسې مېشت دي او هر يو سره چې کېنې نو د سپين پوستو د غلامۍ د دور کيسې ورته کوي.
په ۱۸۵۰ م کې په ډربن کې لومړې جومات جوړ شو اوس دلته د مسلمانانو شمېره په سلو کې يوه ده. د دربن په جوماتونو کې د د ازان لپاره تل تورپوستي ټاکل کيږي او دا د حضرت بلال د رول يوه يادونه ده. د زنجبار تو ر پوستي مسلمانان هم پکې ډير دي. دوي د هغوغلامانو اولادونه دي چې د هند د مسلمانانو په کورونو کې يې کار کوو او دوي هندي گڼل کيده.
د افريقې مسلمانان پخپلو عقيدو تينگ ولاړ دي. د روژې مياشت ښه په درز نمانځل کېږي او د جمعې په ورځ پکې جوماتونه ډک وي.
په ډربن کې مسلمان کاروباريان د لمانځه پر وخت خپلې هټۍ تړي. د روژې په وروستۍ اوونۍ کې ښځې د رنگا رنگ کلچو، شريني او د کيکونو په جوړولو لاس پورې کړي . په ځينو کورونو کې د اختر په ورځ دا شيريني په لويو تشتونو کې نږدې جومات ته هم ووړل کيږي چې خلک يې وخوري. د ميلاد النیي په موقع څومره چې په جوش دلته نمانځنې کيږي بل هيچرته يې بيلگه نه وي. ځوانې جينکۍ او هلکان ځانونه جوړوي، په رنگا رنگو رومالونو کې شيريني وتړي او په يو لوې جلوس کې گډون کوونکو ته په لاره کې وېشي.
“بني چاو” يو دول ډوډۍ ده چې غلامانو به د خپل ځان سره د کار ځايونو ته ووړله. دا اروپاي ډوله غټه ډوډ ۍ ( ډبل روټۍ) وي چې خېټه يې تشه کړي او پکې دننه په غوړو کې ډوبه غوښه، لوبيا يا سبزي واړوي . بيا دا ډودۍ په هغو “خخوسکو” بنده کړي چې د ډوډۍ نه يې راويستې وي. مزدورانو به دا ډوډۍ په ملا پورې وتړله اود غرمې په دمه کې به يې خوړله. اوس هم دا د مزدورانو خواړه گڼل کيږي.
ډربن د نټال ولايت يو ساحلي ښار دې چې انگرېزانو په لاس کې و. دلته لومړي مزدوران په ۱۸۶۰ م کې راوړل شول چې ټوله ورځ د گڼي، تماکو، او د مېوې په باغونو کې په کار بوخت و.
کومه مزدوري چې به دوي ته ورکړې شوه، د هغې نه به يې ډېره ماليه وگرځوله او مزدور سره به دومره پېسې نه وې چې بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي. دوي ته اجازه نه وه چې خپلې ښځې او ماشومان افريقه ته وروغواړي.
په ميوزيم کې مې يو سپين بنچ وليدو چې په هغې ليکلي و، “دا يواځې د سپينو خلکو لپاره دې. که څوک تور پوستې ورباندې کېناستو نو دې د قانون مجرم دې”
د سمندر په غاړه د انگرېز له خوا جوړشوې د تفريح ځايونه اوس د تور پورستو پر مخ بند نه دي . د دې ځاې يو باغ له داسې بوټو ډک و چې بل چرته مې نه و ليدلي. زما ملگرې راته ددې نومونه ښودل، رنگا رنگ ډول ازېليا، سپين شمع دان ، پرون نن او سبا، بيگونيا، د جنت مارغه او داسې نور…
په ډربن کې زمونږ کوربه زبيده وه چې پلار يې د شلمې ميلادي پيړۍ په سر کې له گجرات کډه کړې وه. هغه په ډربن کې لومړې هندي ډاکټر و چې د هندي مزدورانو لپاره راغوښتل شوې و. ما د هغې نه پوښتنه وکړه چې د دې نه وړاندې د مزدورانو د علاج لپاره څه نه و؟ هغې وخندل چې که ته د ډربن د مزدورانو قانون وگوري نو حيرانه به شې.
يو قانون يې داسې و چې که چا غوښتل چې مزدوري ونکړي او ځان له څه کاروبار وکړي نو د هغه نه به يې زياته ماليه اخسته. د دې لپاره چې خلک خپل خپلوان را نه ولي، د ژبې بنديز يې ورباندې لگوو، چې هر چا انگريزي زده و هغه به يې راوستل. ددې لپاره چې د نورو گاونډي افريقاي ملکونو خلک دلته کار ونکړي نو د “پرمټ” قانون يې معرفي کړو.
په ۱۹۱۳ م کې انگرېز داسې قانون جوړ کړو چې هيڅوک به د نوروملکونو نه جنوبي افريقه ته نشو ورتلې. په ۱۹۴۷ م کې يې دا بنديز لگولې و چې هيڅوک مزدور د يو نه بل ولايت ته نشي تلې. په ۱۹۴۹ م کې يې دا قانون جوړ کړو چې د يو نژاد خلک د بل نژاد سره واده نشي کولې. په ۱۹۵۶ م کې د هند يا نورو ځايونو نه د خپل ټبر په راوستلو نوې بنديز ولگوو.
زبيده پخپله قانوني وکيله ده او د نيلسن منډيلا د اې اين سي گوند په ملاتړو کې وه. د جنوبي افريقه زيات ترو مسلمانانو د نژادي توپير په ضد په مبارزو کې فعاله ونده اخستې ده.
يو ماځيگر مې د ښار په لوې بازار کې د زولو قبيلې نڅا وليده. د سړو يوې دلې چې په يو ليکه کې ولاړ و، په سرونو رنگا رنگ وزرونو تاج ايښې او د زمري يا د پړانگ څرمنه يې له پښو او د وجود نه تاو کړې وه. دوي غشي او ليندې هم لرل او ورور ورو يوې او بلې خوا ته ځنگيدل. کله په رقص کې جوش پيدا شو نو يو کس به د قطار نه راوتلو او يوه پښه به يې په پورا زور اسمان ته اوچتوله او زمکې ته به يې راخلاصوله.
د جنوبي افريقه زيات تور پوستي په غم او خوشالۍ دواړو کې يو ډول نڅا کوي چې دوي ورته ” ټوې ټوې” واي. په مظاهرو او احتجاجونو کې يوه ډله خلک ناببره د لاسونو پړکول پيل کړي. د خپلې ژبې سندرې پيل کړي او د ښې لاس په اوچتولو ورسره ښې پښه او گس لاس سره گسه پښه اوچته کړي او يوې او بلې خوا ته خوخي. ورور ورو نور خلک هم ورسره مله شي او ډير ژر لکه د سمندر د څپو ښکاري چې ساحل ته ورور ورو روانې وې.
د ” خوسا” قبيلې خلک په دې وياړي چې نيلسن منډيلا د دوي د قام دې. د ده خپل افريقاي نوم ” شله شلا” دې. د دې قبيلې ناواده جينکۍ سر لوڅې گرځي خوکله چې واده شي نو په سر يو سور رومال وتږي او لقب يې ” مکوټي” شي.
د ځينو قبيلو خلک مخ په نقاب پټوي ، ځينې نور مخونه رنگوي. د مخ د رنگولو سبب هم ډير په زړه پورې دې. يوه ژيړ بخنه خاوره چې دوي په مخ لگوي، د لمر د تيزو وړانگو نه يې ساتي او پوست يې نه سيزي.
د جنوبي افريقه هر څه د طبعيت سره برابر دي . دلته کوم ځاې چې تيز باد او سيلۍ وي نو هلته د بوټو پاڼې پلنې او غټې وي. ځاي مېوې داسې دي چې پوست به ترينه ليرې کوې. دننه نرم، خوږ او اوبلن وي چې د ولوږې او تندې دواړو لپاره ښه وي.
د زبيدې يوې سپين پوستې ملگرې سارا يو ورځ زه د نټال د صوبې يو فارم ته بوتلم. فارم د ډربن نه څلويښت کلوميټر ليرې په غرونو کې و. يو ډير ښه سړک ورته تللې و. هر چرته چې سپين پوستو زمکه راگيروله او په دې يې د ژوند لپاره کور يا فارم جوړوو، نو ښه پوخ سړک به ورته د حکومت له خوا جوړېدو. په دې فارم هوسۍ، شتر مرغ او غواگانې ساتل شوې وې . د رنگا رنگ ميوو د ونو نه مالټې ، لوکاټ، الوچه او شفتالو اخستل کيږي.
د فارم خاوند په کور نه و او سارا راته ووېل چې دوي غواړي اسټريليا ته کده وکړي. ځکه د فارم چارې ورته گرانې دي. د دوي ماشومان په ښوونځي کې خوشاله نه دي ځکه په هر صنف کې د تور پوستو ماشومانو شميره زياته شوې ده او دوي بې ادبه وي.
د ملازمانو مشر ” افريکان” و. دا هغه خلک دي چې د هالېنډ اوسېدونکي و. د دوي مخونه پلن او خيټې يې غتې وي ځکه دېره ډوډۍ او شراب خوري. تور پوستي په عامه توگه افريکان خلکو نه کرکه کوي ځکه د سپين پوستو په واکمنۍ کې دوي په تور پوستو ډير ظلمونه کول.
د فارم نه بېرته په لاره داسې ځنگلونه مو وليدل چې تر اوسه ورباندې انسان قدم نه دې ايښې. د ونو نه غڼو تارونه تاو کړي و او بوټي يې داسې سپېره او گڼ و چې لاره پکې نه وه. داسې ښکاريده لکه چې د انسان په مخ يې دا سيمه بنده کړې وه.
په بله ورځ د خپلو ملگرو سره په بس کي د جنوبي افريقه يو بل ښار ” ايسټ لندن” ته ولاړم. هلته ډاکتره امنه زمونږ کوربه وه چې يوې تور پوستې ” لولېکا” به ورته کور او ماشومان ساتل.
ما د هغې د ژوند کيسې اورېدې چې د خپل ټبر د ساتنې لپاره يې دا نوکري کوله. د دې د محلت ډيرو ښځو د هغې په شان شته منو کورنيو سره کارونه کول. راته يې ووېل ، ” زمونږ سړي ټوله ورځ د شرابو په نشه کې ناست وي. په ښخو کې مو د خفگان مرض ډېر دې. ځوانان مو د بېروزگارۍ د لاسه واړه واړه جرمونه کوي. د موټرو د دروازو نه په زوره خلاصول عامه خبره ده. په لسو کالو کې دوه نيم ميلين افريقاي نژاده خلک په دې ککړ شوي دي.
امينې په دويمه ورځ سهار ماشومان ښوونځو ته بوتلل، موټر يې راته وسپارلو او پخپله روغتون ته ولاړه. زه د بلې ملگرې سره د دې ښارساحل ته ولاړم چې هيڅوک پکې نه و. د سمندر اوبه پاکې او يخې وې. زما د پښو لاندې شگه توده او د لمر وړانگو راته هډوکي ټکورول. د سمندر له خوا راتلونکې مالگين او سرکش باد زما ويښته الوزول چې د بحر هند نه اوبه د ” گينوبي” ساحل ته راکاږي. سترگې مې د دې شين بخن اوبو په ننداره نه مړېدې. ما په ژوند کې ډير سمندرونه ليدلي دي خو هغسې ساحل مې بيا چرې وو نه ليدو.
د ايسټ لندن نه کيپ ټاون پورې يوه لاره د ساحل سره سره جوړه ده چې ورته د ” گارډن روټ” يا باغ لاره واي. څو ورخې په ايسټ لندن کې د تيرولو نه ورستو مونږ د امنې سره د باغ په دې لاره موټر کې سفر پيل کړو. په توله لاره داسې رنگا رنگ گلونه وحشي گلونه و چې پخوا مې چرې نه و ليدلي. يو څو مې پکې وپيژندل چې سارا د ډربن په پارک کې راته ښودلي و. ” سپين شمعدان، پرون، نن او سبا، دجنت مارغه، ازيليا، بيگونيا.
مونږ سره ماشومان هم و نو د دوي لپاره يو ژوبڼ ته ولاړو چې دلته ورته گېم پارک واي. د برگو اسونو، زرافو او د گېنډې سره سره بې شميره بيزوگان يوې او بلې خوا ته په ټوپونو و.
په لاره کيپ ټاون کې ايسار شو، چاې مو وڅښلې او بيا وړاندې ولاړو. ماشومان تنگ شوي و نو شپه مو په يو بل ساحلي ښار ” جيفريز بې” کې وکړه او بېرته ډربن ته ورسيدو.
د جنوبي افريقه وينې تر څلورو سوو کالو سپين پوستو اروپايانو څښلي دي. په لکونو تور پوستي په لارو، کورونو او په زندانونو کې ووژل شول. د دوي ځينې مبارزه کوونکي اوس هم ژوندي دي. نيلسن منډيلا د ” روغې جوړې ” لاره خپله کړه خو د سپېن پوستو ټغر اوس راټول شوې دې.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.