پارا چنار

para
د کرمې پلاز مېنه او د پاکستان په قبايلي سيمې کې تر ټولو لوې ښار پارا چنار پکتيا ته نږدې دې. دلته يوه لويه دچنار ونه وه چې ورلاندې ” پارا چمکنو” خپلې جرگې کولې.
د دې نه وړاندې دا ځاې ” توتکي” نومېدو او خلک به يې توتکي وال بلل کېده. د افغانستان پخواني خلک اوس هم دا د توتکي په نوم يادوي. په ۱۸۹۳ م کې د هند د انگرېز حکومت او د افغانستان تر منځ د ډيورنډ د تړون لپاره د دواړو غاړو استاځي په پارا چنار کې ايسار و.
دا غرنۍ ښار د سمندر نه ۱۷۰۰ ميټر لوړ دې نو هوا يې په اوړي کې سړه وي. انگرېزانو پکې خپله چاوڼۍ جوړه کړه، د سړک دواړو غاړو ته د چنار نورې ونې هم کېنولې وې چې ځينې يې تر اوسه ليدل کېږي.

ځاي خلکو به يو وخت دوه او درې پوړيزه کورونو کې د لرگي د پاسه ښکلې نقاشي کېده او په دوېم پوړ کې به د ښځو لپاره يو دالان ( بالکني) د سړک خوا ته جوړېدو چې د پردې لپاره به د لرگي په جنگله پټه وه.
د هټيو دروازې به يې د پېښور د زاړه ښار په شان محرابي وې او د بندولو اوخلاصولو لپاره به تختې (اروسۍ) يو بل د پاسه اېښودل کېدې.
په پارا چنار کې د څمکنيو نه علاوه، توري، منگل، بنگښ، ورکزي او ځاځي هم اوسېږي. په ښار کې د ملکي پروازونو لپاره يو هواي مېدان هم جوړ دې چې د يويشتمې ميلادي پېړۍ د پېښو له کبله بند دې.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.