د نای کلا

NAI
د غزني ښار په سویل ختیځ کې ۳۰ میله په فاصله د کندهار په شمال او د ارزګان په ولایت کې شامله سيمه يو وخت ” وجيرستان نومېده او په لرغوني پېر کې د زابلستان برخه وه. دلته د لوړو غرونو څمڅې يا غارونه د لومړيو انسانانو د استوگڼې ځايونه و او شاو خوا دوه زره کاله پخوا هندوانو او بودايانو پکې خپلې نښې پرېښي دي.
داسې غارونه چې پکې د لوې تالار هومره ځاې و، توږل شوي، دېوالونه يې هوار او د پاسه پرې د گچو پلستر شوې دې. ځينې په مستطيل شکل کې دي او مربع خونو د پاسه يې گومبده هم جوړه وه.
په غرکې دننه ديوال داسې توږل شوې دې چې تر چت يې “پرې” يا د وزرونو شکل اخستې دې. هغه ودانۍ چې په غرپورې يې ډډه نه ده لگولې، ديوالونه داسې جوړشوي دي چې کت پرکت دننه لوري ته د غار تر چت وزرو په شکل راوتلي وي. په دې توگه د غارچت جوړولو لپاره لږه برخه ناتراشلې تيږه پاتې کيږي.
تر پېړيو د دې غارونو په دېوالونو نقاشي وشوه او ممکن هلته مېشت بې شمېرو سادوانو او راهبانو دا کار پخپله کوو چې د دوي د عبادت يوه برخه وه.
هم دغسې غارونه په باميانو کې موندل شوي دي چې په دېوالونو يې نقاشي شوې ده.
د اتمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د اسلام د دين خپرېدو سره ددې غارونو اوسېدونکو ختيځ ته کډه وکړه. خو دا غارونه بيا هم کارېدل او نويو مسلمان واکمنو هم ترېنه کار واخستو.
دا غرونه لوړ و او غارونو ته د رسېدو لاره يې پېچلې ده. هم هغه خلک يې موندلې شي چې د سيمې سره بلد وي. د غزني واکمن سلطان محمود پر وخت دلته څو ځايونه د کلا په نوم وپېژندل شول چې ” سو، مرنج ، دهک هومي او نای” و.
د غزنوي او غوري دوري ډېرو مورخینو لکه منهاج سراج او عوفي يې یادونه کړې ده. د هومې کلا نوم اوس هم شته خو نای کلا له خلکو هېره ده.
د دې غارونو يوه جوپه د ” شاه کوه” رود په دره کې دې. دا رود د “جيلگد” سيند يوه څانگه ” زرد الو” تنگي ده. د دې تنگي نه وراخوا “ناوه -اې- تماکي” شمال او شمال لويديځ کې د تيږو يو جوړښت دې. دا د کوه هومې کلا وه چې له زمکې ۲۸۱۷ ميټر لوړه ده.
د ” نای کلا” د غزني نه ناور ته په لار بره په غر ښکاري چې يو زيارت ” تالاب بيگم” لپاره يې خلک پېژني. دا يوه ځانگړې غار دې چې د يواځې پاتې کيدو لپاره يا د امن ځاې و.
د مسلمانانو د حملو پر وخت دا غارونه د زابلستان د بوداي واکمنو پناه ځاې او د دوي وروستي سنگر و چې د يعقوب بن ليث نه په تېښته و. ښايي دوي هغه وخت په ” نای کلا” کې پټ و او په اخره کې ونيول شول.
غارونه دومره لوې دي چې بېلگه يې نه په دکن ، نه په چين او نه په باميانو کې ليدل کيږي. په ځينو کې څلور پوڼۍ وې او نورو غارونو کې چاپيره د ديوال سره د ناستې ځايونه جوړ و. د غزنويانوپه وخت کې شاهي ټبر سره له شهزاده گانو او ددوي ملازمانو د خوندي ساتنې لپاره دې غارونو ته وړل کېده او کله کله شاهي خزانه به هم پکې اېښې وه.
د يوولسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د محمود غزنوي وراره سلطان مسعود سالار غازي واکمن شو. د محمود يو مريي طغرل پاڅون وکړو او پخپله پر تخت کېناستو. د سلطان مسعود دوه زامن ابراهيم او فرخزاد يې د برغند په کلا کې بنديان کړل. سلطان مسعود په ۱۰۳۲ م کې مړ شو نو د ده د زامنو د وژلو لپاره يې يوه ډله خلک ورواستول خو قاتلان د کلا نه بهر پاتې شول.
په دې وخت کې د طغرل پر ضد بغاوت ووشو او نوشتگين ووژلو. دواړه شهزادگان د برغند د کلا نه ورخوشې شول. شهزاده ابراهيم مشر و خو هغه دومره کمزورې شوې و چې ضعف يې وکړو. دې يې ” نای کلا” کې بند کړو. د ده ورور فرخزاد پر تخت کېناستو او د اوو کاله حکومت نه وروستو وفات شو. هغه وخت دده ورور ابراهيم د نای کلا نه ورخوشې کړې شو او په غزني کې واکمن شو.
د سلطان ابراهيم درباري شاعر مسعود سعد بن سليمان هم په “نای کلا” کې ساتل شوې و. د ده پلار ډېرشته من سړې و او په لاهور(هنډ) کې يې زمکې لرلې. سعد د فارسي ژبې شاعر و او ژوند يې ښه و. يو وخت سلطان ابراهیم بن مسعود ته خلکو لمسون او د ده پر ضد شکایتونه وکړل. د خپلې سپيناوۍ لپاره سعد د غزني دربار ته ولاړو خو هلته ونيول شو.
دې د غزني په “سو” ” مرنج” او “دهک” په غرنیزو زندانونو کې اووه کاله بند و. او وروسته د دریو نورو کلونو لپاره د نای زندان ته يې واستوو.
د نای کلا په اړه بیهقي (۴۳۱) دغه کلا د شهزادګانو او شاهي بندیانو ځای یاد کړی دی. د سیستان تاریخ دغه کلا د “نای لامان” په نوم يادوي او ځای یې زابلستان ښودلی دی.
د مسعود سعد او د غزنوي دوري د نورو شاعرانو په وینا د نای کلا په یوه لوړغره کې وه، چې ډېره یخه او تل به پرې باد لګیده. مسعود سعد د بند د دورې په قصیدو کې دغه زندان ډېر وحشتناک او ډارونکی بللی دی. په يو شعر کې وايي:
نالم بدل چو نای من اندر حصار نای
پستی گرفت همت من زين بلند جای
ژباړه.
په نای کلا کې، پت په زړه لکه شپېلۍ ژړېږم
دې لوړ حصارړ لوړې کلا زما همت راټيټ کړ.

که هر څه و، “نای ” هغسې وحشتناکه بنديخانه نه وه لکه چې فکر کېږي. دلته د اوبو لپاره کوهې جوړ و او يو وخت پکې راهبانو عبادت کوو. مسلمانانو پکې د لمانځه لپاره جومات هم جوړ کړی و او ښايي ژوند پکې کېدېشو. دا چې زندان که د سرو زرو هم شي، بندي پکې خوشاله نه وي.

سرچينې
۱ طبقات ناصري لومړۍ برخه. منهاج سراج. اردو ژباړه د غلام رسول مهر. اردو ساينس بورډ لاهور. ۲۰۰۹. ۴۲۹ مخ.
۲. په افغانستان کې د جاغوري او د غزني د قره باغ غارونه
جيواني ويرادري او ايليوپاپاراتي
د ايټاليې د افريقاي او ختيځ پوهنې د مطالعاتو مرکز. روم- ۲۰۰۴ م
۳. حصار نای. علامه عبد الحۍ حبيبي. جغرافيای تاريخی افغانستان. مېوند کتابخانه . ۱۳۶۲ ش.
۴. پټه خزانه. تذکرته الشعرا. د محمد هوتک بن داود. د پوهنې وزارت . دوهم چاپ ۱۳۳۹ ه ش.
۵. غوريان. کې- اې- نظامي. د مرکزي اېشيا د تمدن تاريخ . څلورم ټوک. يونېسکو ۱۹۹۸ م.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.