کڅ څه وي؟

د بهاندو اوبو پرغاړه د کروندې وړ د مځکې يو هواره غټه برخه “کڅ” نومېږي. که چېرته دا ټوټه وړه وي او شاوخوا يې غرونه، غونډۍ ليا کندې وي نو هغه ته بيا “کڅۍ” ويل کېږي. په جنوبي پښتونخوا کی يوه سيمه د گل کڅ په نوم شته.

د شاه مامود ليکنه

4 Responses to کڅ څه وي؟

  1. Jafar Haand
    17 April, 2013 at 9:49 AM

    د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې هم د کڅ په نامه ځو ځایونه شته چې د کابل، جلال اباد پر لویې لارې پرتې دي.
    دغه ځایونه لکه څنګه چې په لیکنه کې یادونه شوې، د کابل سیند ته څېرمه پراته دي. لکه عزیز خان کڅ، کاکڅ، الفت کڅ( الفت کڅ- د پښتو ژبې د وتلي لیکوال، ادیب او فیلسوف ګل پاچا الفت اصلي ځای دی).
    ما د پوهاند عبدالشکور رشاد په یوه څېړنیزه لیکنه هم د کڅ همداسې تعریف او پېژندنه لوستې وه.
    په هر حال ستاسو د دا ډول معلوماتو له شریکولو، نورو څېړنیزو لیکنو نړۍ نړۍ مننه، الله پاک دې درته نور توفیق هم درکړي

  2. 6 May, 2013 at 7:16 AM

    زمونږ د کلي ترڅنګ هم یو ځای شته چې د کڅۍ په نوم یادیږي دغه ځای د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ پورې تړلی دی. په دغه ځای کې د اوبو یوه روانه ویاله بهږیږي چې د ویالې یو څنګ ته غونډۍ او کمرونه دي او بل اړخ ته يې د بزګرو پټي دي. په دغه ځای کې زیاتره بزګر شولې (وریجي) او غنم کري. دغه ځای د جلال اباد د ښارجنوب ختیځ ته پروت دی او د هډې اخوندزاده لویه لار هم له دغه ځایه تیریږي.

  3. 14 June, 2013 at 6:12 AM

    زمونږ د کلي یوې برخې ته کڅکۍ وايې

  4. 19 August, 2016 at 8:25 AM

    زموږ کلي کرک کې یو ځای ته کڅکۍ وايي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *