د خراسان شپږ ښاغلي

د دسمبر د مياشتې ۱۴ نيټه او کال ۱۹۹۲ م د ترکي په پلازمينې انقره کې د شپې ښې واورې شوې وې. زه سهار اوو بجې ددې ښار د بسونو لوې اډې نه ورسيدم او د شلو نورو کسانو سره په يو بس کې کيناستم. زمونږ منزل د قونيه ښار و چې د ترکي د ارزروم سيمه کې دې. په بس کې ښځې ډيرې وې او زمونږ مشري هم يوې ښځې کوله چې صدف نوميده. نن ورځ مود مولانا زيارت ليدو ته ځانگړې وه.
صدف د بس په مايکروفون خپلې خبرې پيل کړې او زما توقع وه چې دا به راته د قونيه تاريخ او ورپسې د مولانا د ژوند په اړه څه وواي. هغه په اوتو بوتو سره شوه لکه، ” د قونيه خلک واي چې کله د مولانا جلال الدين مړې يې د خښولو لپاره هديرې ته يوړو نو د هغه د پلاربهاوالدين جسد د خاورو نه سر پورته کړو او ورته يې ستړي مشي وويل.” ما غوښتل چې غوږونه بند کړم او د مولانا په اړه خپل کتاب ولولم خو صدف وويل چې که څوک پوښتنې لري نو کولې شي. ما ناره کړه، ” جلال الدين په بلخ کې زيږيدلې و، دده نوم سره رومې څه وخت او د چا له خوا وکارول شو؟
هغه لږ حيرانه شوه او دا ځواب يې راکړو، ” مولانا جلال الدين چې يو لوې ترک مسلمان، درويش او فيلسوف و، په بلخ کې زيږيدلې و او هغه سيمه اوس په افغانستان کې ده. دده د زيږيدو درې نيټې اټکل کيږي چې ۱۱۸۲ م دويم ۱۲۰-۱ م او دريم ۱۲۰۳ ميلادي ليکل شوي دي. يوځاې د چايو لپاره ايسار شو او په ميز راسره د ليبيا يو پروفيسر او د هغه ميرمنه کيناستل. دوي د مولانا او د شمس الدين تر منځ د مينې په اړه خبرې کولې چې د ازر بايجان اوسيدونکې واو يوه ورځ ناببره ورک شو. مولانا ورپسې تردمشق ولاړو خو پيدا يې نکړو. اخر يې صوفيانه خبره وکړه چې شمس الدين دده خپل وجود کې و. ځينې خلک واي چې د مولانا زوې علاوالدين له خوا وژل شوې و.
په کتاب کې ليکلې و چې جلال الدين د پلار نوم بهاو الدين ولد او موريې مومن خاتون د بلخ د حاکم رکن الدين لور وه. بهاوالدين لوې عالم اوپه بلخ کې يې يوه لويه مدرسه وه، ديني معاملو کې پوهه و. د نورو ملايانو دې نه خوښيدو او د خوارزم شاه محمد تاکش يې ورته ولمسوو. بهاوالدين ددې سازشونو او د چنگيزي حملونه خبريدو چې لکه د سيلۍ راروان و. خلکو په جوپو کې هجرت پيل کړې و او پارس، هند، انطوليه او هند ته يې مخه وه.
بهاوالدين د هرات، نيشاپور، او د عراق نه دارزروم يو بل ښار” لاريندې” ته ورسيدو. ددې حاکم بهاوالدين ته په يوې مدرسې کې د درسونو اجازه ورکړه. هم هلته دده يو ملگري شريف الدين خپله لور دده د زلموټي زوې جلال الدين ته ورواده کړه.
يولس بجې مونږ قونيه ته ورسيدو او د مولانا مدرسې ليدو ته ورغلو. ددې چاپيره د جومات، مدرسې او د ميوزيم د ودانيو يوه جوپه وه. د مولانا د مړينې تلين د نمانځلو لپاره په سوونو خلک هلته راتول و. ده په ۱۷ دسمبر۱۲۷۳ م کې د اخرت سفر پيل کړې و. اوس اوو سوه او نولس کاله پرې تير شوي و. يو وړوکې کتابتون او ميوزيم کې د قران نسخې، قالين، تسبيح او په لاس ليکلې د مولانا د مثنوي لومړې ټوک د شيشې په يو بکس کې ايښې و. د شپاړسمې ميلادي پيړۍ يوه د سپينو زرو جوړه دروازه هم د ليدو وړوه. د مولانا ټوپۍ، چپنه، د موسيقي الات، دده د خانقاه څراغونه، او د نورو شيانونه د هغه وخت د ژوند يو څرک مو ليدې شو.
بيا د زيارت هغه لوې تالار ته ولاړم چې پکې د مولانا او دده د ځينو خپلوانو قبرونه جوړو. د سړو د قبرپه خازوزغون ټوکرتاو شوې وچې لکه د پټکو ښکاريدل. په هر يو قبر د مړي نوم او د کورنۍ په اړه پورا معلومات ليکلي و. د دروازې سره نږدې شپږ قبرونه داسې و چې ورسره يوه تخته ليکلي و، ” د خراسان شپږښاغلي”
ما د صدف نه پوښتنه وکړه چې دا خلک څوک و، هغه خبره نه وه. خپل کتاب کې مې وکتل نو ليکلي و چې دا شپږ کسان د خراسان نه دبهاوالدين سره يوځاې راغلې و. زما تلوسه زياته شوه. پوښتنې مې کولې چې که دا کسان دومره مهم نه و نو ولې يې دلته قبرونه جوړ و؟ که مهم و نوولې يې په خازو نومونه نه دې ليکل شوي؟ د ډوډۍ په وخت د پروفيسر نه مې پوښتنه وکړه نو وې ويل، ” کيديشي دا د مولانا خدمت گاران و” زما زړه دا خبره نه منله. د صوفيانو ژوند ډيرساده وي، هغوي کله شپږ خدمت گاران ځان سره ساتي؟
زما پوښتنې ځواب نشوې او صدف اعلان وکړو چې د درويشانو نڅا به درته وښايو. مونږاوو سوه کاله پخوانې خانقاه هغه وړه کوټه ليدلې وه چې د هر زيارت يا د پنجشنبې په ماځيگربه درويشان د مولانا سره يو ځاې څرخيدل. خو اوس د زرگونو خلکو لپاره د يو سټيډيم په شان تالار جوړشوې دې چې د لرگي فرش لري. هم هغسې د زيارت په ورځ پکې درويشان څرخې. صدف راته وويل چې دا کسان په يوې اکاډمۍ کې د تصوف زدکړې کوي او د مولانا لارويان دي. يوه معلوماتي پاڼه يې راکړه چې ورباندې د نڅا او د سازونو په اړه معلومات ليکلي و.
د درويش لباس سپين اوږد کميس د کفن په شان، توره چپنه د قبر د تيارواو خړه ټوپۍ د قبرد تيږې سمبولونه دي. د ډول درز د کايناتو د جوړيدو او د صرنا غږ د ژوند نښه وي. د درويش ښې لاس اسمان ته پرانستې وي چې انسان د خداې نه غواړي اوبل لاس يې زمکې ته اړولې نيولې وي چې مانا خلکو ته يې ويشي.
دا ټول د اوسني انسان لپاره د يوې نندارې يا د ” شو” په څير وړاندې کيږي. په ترکي ژبې کې د خداې د ثنا او داسلام د پيغمبر د نعت زمزمه کيدونه وروستو، درويشان په يوه ليکه کې رادننه شول. دوي لاسونه په سينه تړلي و او وروپه څرخ شول. خلکو عکسونه اخستل، ويډيو فلمونه جوړيدل او ما د هغو درويشانو د ميکانيکي نڅا ته کتل. په دې کې وجد نه و، جوش نه و چې دچا د زړه تارونه يې خوځولې وې. د درويشانو نڅا خو داسې وي چې کتونکې له دې نړۍ وباسي. د مولانا رقص دغسې دنياوي نندارې لپاره نه و. هغه خود خپل معبود لپاره ناقراره شو او په يو ځاې کې به څرخيدو. زا د هغه نڅا په ليدو ستړې شوومه او کله چې بيرته روان شو نويوه پوښتنه مې بيا زهن ته راغله چې “هغه شپږ قبرونه د چا و؟
صفيه حليم

د خپريدو نيټه
۸ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *