بلبل او گل. آسکر وايلډ

” په دې ټول باغ کې سور گلاب نشته او زما معشوقه واي چې هله به درسره نڅيږم چې راته سور گلاب راوړې.” ځوان محصل دا خبره په زوره وکړه او د څيړۍ په ونې کې بلبل په زالې کې دده غږ واوريدو نود پاڼو نه يې خپل سر رابهر کړو. دې لگياو، ” په دې دومره لوې باغ کې يوسورگلاب هم نشته.” د هغه ښکلې سترگې له اوښکو ډکې شوې، ” زمونږ خوشالي څومره په وړو وړو شيانو پورې تړلې وي. ما هغه هرڅه ولوستل چې پوهانو په کتابونو کې ليکلي دي او د فلسفې ټول رازونه راته معلوم شول خو اوس د يو سورگلاب لپاره زما ژوند تريخ شوې دې”
بلبلې چې دده خبرې واوريدې نوځان سره يې وويل، ” ايله اوس مې يوريښتونې مئين وليدو. ما به هروختې د داسې يو مئين په اړه سندرې ويلې خوليدلې مې نه و. هره شپه د داسې مئين کيسه به مې ستوروته کوله، اوس مې پخپلو سترگو وليدو. دده سترگي لکه د څيړۍ د ونې او شونډې يې هغه گلاب ته ورته دي چې دې يې غواړي. خو په مينه کې دده مخ لکه د هډوکي زيړ او غم دده په تندي خپله ټاپه لگولې ده.”
محصل د ځان سره لگيا و، ” سبا د شهزاده له خوا د نڅا محفل جوړ شوې دې اوزما معشوقه هم پکې ميلمنه ده. که هغې ته مې سور گلاب يوړو نو ترسهار به راسره نڅا وکړي. که گلاب مې پيدا کړو نودا به زما په غيږ کې، ددې سر به زما په سينه او ددې لاس به زما په لاس کې وي. خو افسوس زما په باغ کې يو سورگلاب هم نشته. زه به يواځې ناست يم او دا به رانه په څنگ تيره شي. دا به زما پرواه نه ساتي او زړه به مې ټک وچوي.”
بلبلې وويل، “دې ريښتونې مئين دې، زه چې د کوم شي په اړه سندرې وايم، دې په هغه اخته دې. زه چې له کوم شي خوند اخلم هغه ده ته درد ورکوي، بې شکه مينه يوه ښکلې جذبه ده. دا د زمرد او ياقوت نه ډيرارزښت لري. په ملغلرو اوسرو زروڅوک دا نشي په بيه کولې. دا احساس په بازارکې نه خرڅيږي. دا څوک د هټۍ وال نه نشې اخستې او په تله کې يې هم نشې تللې. محصل هم هغسې لگيا و ” سازيان به په تالارکې ناست ښکلې نغمې غږوي. زما معشوقه به د وايلن او د بربط په نغمو نڅيږي، پښې به يې په زمکه نه لگي. په ښکليو لباسونو کې درباريان به ترې تاويږي. خو زه به ورسره نه يم ځکه چې يوسورگلاب نشم موندلې” هغه په واښووغځيدو، مخ يې په لاسونو پټ کړو او وې ژړل. يوې زرغونې لکۍ دارې چرمښکۍ چې دبلبلې څنگ نه تيريده، پوښتنه وکړه، ” دې ولې ژاړي؟”
يوې لولکۍ چې د لمر وړانگو شاو خوا څرخيده، وويل، ” رښتيا، دا ولې؟” مرواريدي گل هم وروغوندې د خپل گاونډي نه پوښتنه وکړه، ” په دې هلک څه شوي دي؟” بلبلې ټول چمن کې اعلان وکړو، ” دې د يوسورگلاب لپاره ژاړي” ” د سورگلاب لپاره!” ټولو په حيرانتيا وويل، چرمښکۍ وخندل، ” دا څومره کم عقله خبره ده” خو بلبله د محصل په درد پوهيده. د څيړۍ په ونې غلې ناسته وه او دمينې په رازيې چرت وهلو.
ناببره هغې خپل نسواري وزرې خپرې کړې او والوته. لکه د سيوري د ونو په منځ کې تيره او په ټول باغ کې وگرځيده. د باغ په منځ کې د شين کبل ترڅنگ د گلابوبوټي و . بلبله د يوبوټي په څانگې کيناسته، ” که ما ته دې يو سور گلاب راکړو نو تر ټولو خوږه نغمه به درته ووايم” هغه بوټي خپل سر وخوځوواو وې ويل، ” زما گلاب سپين وي، داسې سپين لکه د سمندر د اوبو ځگ، د غرونو د واورې نه هم سپين دي، نو ته داسې وکړه چې زما ورور ته ورشه . هغه د لمريزساعت ترڅنگ ولاړدې او کيديشي هغه څه درله درکړي چې ته يې غواړې.”
بلبله هغه بوټي ته والوته چې په زمکه پروت د يو زاړه لمريز ساعت سره ولاړ و. هغه ته يې وويل، ” که يوسورگلاب دې راکړو نو خوږه سندره به درته ووايم” هغه بوټي هم سروخوځوو، ” زما گلاب زيړدي، داسې زيړ لکه د اوبو د ښاپيرۍ ويښته چې د کهربا پرتخت ناسته وي. د هغه نرگس نه زيات زيړدي چې په دره کې د ريبونکي د لوردرارسيدونه وړاندې سمسورشي. ته داسې وکړه چې زما ورورته ورشه. هغه د محصل د کوټې د کړکۍ نه بهر ولاړ دې. کيديشي هغه څه درکړي چې ستا پکار دي”
بلبله والوته او د محصل د کړکۍ نه بهرد گلابو بوټي ته يې وويل، ” که ما ته دې يوسورگلاب راکړو نوترټولو خوږه نغمه به درته ووايم” هغه بوټي سرپه خوځولووويل، ” زما گلاب داسې سره دي لکه د کوتروپښې. ترهغه مرجان زيات سره دي چې د سمندر په تل کې لکه د ببوزو ښوري. خو زه څه وکړم چې دې ژمي زما رگونه يخ کړي دي، پرخې زما غوټۍ پريکړې ، توپان زما څانگې ماتې کړي دي او سږ کال زه يو گلاب هم نشم زيږولې”
بلبل چيغې کړې، ” زه درنه بس يو گلاب غواړم…څه داسې لارشته چې داگلاب ترلاسه کړم؟” بوټي ورته وويل، ” آو، داسې يوه لاره شته ، خو دا دومره خطرناکه لارده چې زه يې تا ته د ويلو جرات نه لرم” بلبل چيغې کړې، ” راته ووايه! زه نه ويريږم!” هغه بوټي ورته وويل، ” که ته سورگلاب غواړې، نو دا به د سپوږمۍ په رڼا کې د خپلې نغمې په زور ځان ته پخپله جوړوې. ددې لپاره به ستا د زړه وينې پکارې وي. ته به زما د ازغن څانگې سره خپله سينه جوخته ونيسې او تر هغې به نغمې واې ترڅو زما ازغي ستا د زړه نه پورې ووځي او ستا وينه زما رگونه تازه کړي.”
بلبل په چيغه شوه، ” يو سورگلاب د چا د ژوند په بدل کې! ډيره گرانه بيه ده. او خپل ژوند خو هرچا ته خوږ وي. په شين بڼ کې د لمرزرين گاډي ته کتل او د سپوږمۍ د مرغلرو په شان بگۍ نندارې ډيرې ښکلې وي. د گلابو وږمې او په دره کې ټوکيدلې د ريدي گلونه څومره خوند کوي. خو بيا هم مينه د ژوند نه زيات خوږ شې دې. ديو مارغه ژوند د يوانسان د زړه نه زيات ارزښت نه لري.”
بلبل خپلې نسواري وزرې وڅنډلې او په هوا کې پورته ولاړه. هغه لکه د سيوري د بڼ نه والوته. ځوان محصل اوس هم په واښو پروت و او د هغه په ملالو سترگو کې اوښکې نه وې وچې شوې. بلبل ورباندې غږ وکړو، ” خوشاله شه ، خوشاله شه…تا ته به خپل سور گلاب درورسيږي. زه به دا گل د سپوږمۍ په رڼا کې پخپله درته جوړوم او د خپل زړه وينې به ورکړم. په بدل کې غواړم چې ته يو ريښتونې مئين ووسې ځکه مينه تر فلسفې زياته پوه لري، که څه هم فلسفه د پوهې بل نوم دې. مينه ترځواکمن ډيرزورلري، که څه هم ځواکمن پرې زوره وردې. د مينې وزرې لکه د سرو لمبو وي او ددې وجود د اورلمبه وي. د مينې شونډې د شاتو خوږ والې او ددې ساه د عنبرو خوشبوي لري.”
محصل سر پورته کړو اوبلبلې ته غوږ شو. خود هغې په خبرو پوهه نشو ځکه دې يواځې په هغو خبرو پوهيدو چې په کتابونو کې ليکلي وي. د څيړۍ ونه پرې پوهه شوه او خاطر يې دروند شوځکه بلبله پرې گرانه وه. ددې په څانگو کې د بلبل کور و. څيړۍ په ورو غږ بلبلې ته وويل، ” ما ته يوه وروستۍ نغمه ووايه. ته چې ولاړې نو زه به يواځې پاتې کيږم” بلبل د څيړۍ ونې ته يوه وروستۍ نغمه وويله. دهغې غږ داسې و لکه د سپينو زرو په مرتبان کې چې اوبه خوټکيږي.
کله چې بلبلې خپله سندره وويله نو محصل راپورته شو. د خپل جيب نه يې قلم او کاغذ راوويستل او بيا يې ځان سره وويل، ” د بلبل په غږ کې يوه موسيقي شته. ددې نه څوک انکار نشي کولې. آيا دا بلبله احساس هم لري او که نه؟…زما په خيال بلبل احساس نه لري. په اصل کې دا د نورو هنرمندانو په شان، ادا گانې لري خو اخلاص پکې نشته. د نورو لپاره قرباني نشي ورکولې. دا يواځې د خپلې نغمې په اړه فکر کوي. هرڅوک خبردي چې هنر د خود خواهۍ نوم دې. بيا هم دا به منو چې د بلبل په غږ کې يوه موسيقي شته. خو افسوس چې ددې نغمې هيڅ مانا نه لري او نه دا چا ته گټه رسولې شي.
محصل خپلې کوټې ته ولاړو، په کټ پريوتواو د خپلې معشوقې په اړه يې سوچ کوو. لږه شيبه وروستو دې ويده شواو کله چې سپوږمۍ راوختله نو بلبله د گلابوبوټي ته ورغله او خپله سينه يې ددې ازغن څانگې ته ورنږدې کړه. د بلورو په شان يخه سپوږمۍ ورته ټيټه شوه او دې ته يې غوږ ونيولو. بلبلې ټوله شپه نغمې ويلې. ازغو ددې سينه سورۍ کړه او وينې ترې وڅڅيدې. ددې لومړۍ نغمه د يوې جينۍ او دهلک په زړه کې د مينې د زيږيدو په اړه وه. بيا د گلابو د بوټي په سرکې يوعجيبه گل راوټوکيدو. د بلبلې د نغمو سره ددې پاڼې وغوړيدې خو دا سپينې وې. داسې سپينې لکه په ژمي کې د سيند د پاسه د وريځو لړې وي. يا بيا د سپيدې د وزرو په شان سپين.
هغه گل لکه د سپينو زرو په هنداره کې د گلابو د سيوري په شان و او يا بيا د اوبو په تالاب کې د گلابو د تصويرغوندې. دا هغه گلاب و چې د بوتي په سرکې راوټوکيدو. نو بوټي بلبل ته په چيغه وويل چې د ازغو سره دې خپله سينه نوره هم جوخته کړي، که نه د گلاب د غوړيدو نه وړاندې به سپيده وچاودي. بلبله د ازغو سره نوره هم جوخته شوه او د نغمې غږ يې لوړ شو. اوس هغې د سړي او د ښځې په روح کې د جذباتو د راويښيدونغمه ويله. هغه وخت د گل په پاڼو کې پيکه گلابي رنگ ښکاره شو خو ازغي ترهغې هم د بلبلې زړه ته نه وې رسيدلې، ځکه خو د گلابو منځ تر اوسه سپين و. بوټي بيا بلبلې ته چيغه کړه چې ددې د ازغو سره دې نوره هم جوخته شي، که نه د سپيدې رڼا به د گل د غوړيدو نه وړاندې پيښه وکړي. بلبلې خپله سينه ازغو ته نوره هم ورنږدې کړه او دا ځلې ازغي د بلبلې د زړه نه بوټ ووتل. د درد يوه څړيکه د بلبل په وجود کې وغځيده، ديرسخت درد د بلبلې په غږ کې هم څرگند شو. د هغې نغمه د ليونتوب کچ ته ورسيده. اوس هغې د مينې هغه نغمه ويله چې پايله يې مرگ وه، هغه مينه چې په قبر کې نه مري.
او بيا هغه عجيبه گلاب تک سور واوختو. د اسمان د ختيځې څنډې په شان سور. د گل ټولې پاڼې سرې وې او ددې منځ داسې سور و لکه لعل. د بلبلې غږ ورواو ددې وړې وزرې په رپيدو شوې. د هغې په سترگو يوه پرده وغوړيده. د هغې نغمه ورو ورو تته شوه او د بلبلې په ستوني کې څه بند شول. خو هغې د وروستي ځل لپاره خپل غږ بيا راوويستو. سپينې سپوږمۍ چې دا غږ واوريدو نو سپيدې ترې هيرې شوې. هغه تر ډيره وخته په اسمان کې ولاړه وه. سورگلاب چې د بلبلې غږ واوريدو نو له مستۍ په نڅا شو او خپلې پاڼې يې د سهار باد ته پرانستلې.
د بلبل غږ د هوا په څپو، غرونو او ورشوگانو ته ولاړو او شپانه يې له خوبه راويښ کړل. دا غږ په اوبو کې لاهو شو او سمندر ته يې پيغام ورکړو. د گلابو بوټي، بلبل ته په چغه وويل، ” وگوره…وگوره…گلاب پورا غوړيدلې دې” خو بلبلې هيڅ ځواب ورنکړو. هغه په اوږدو واښو کې مړه پرته وه او يو ازغې يې له زړه وتلې و.
ماسپښين هغه محصل د خپلې کوټې کړکۍ پرانسته او بهريې کتل نود خلې نه د خوشالۍ چغه راوتله، ” دا څومره لويه نيکمرغي ده، دا دې سور گلاب…ما په ټول ژوند کې داسې گلاب نه و ليدلې. دا دومره ښکلې دې چې زه پورا باور لرم، د ساينس په کتابونو کې به يو اوږد نوم ولري.” هغه د کړکۍ نه لاس بهرکړو او گلاب يې د څانگې نه وشوکوو.
اخوا د پروفيسرلور، زرغون وريښم په لاس، د خپل کور په دروازه کې ناسته وه. د هغې وړوکې سپې هم په پښو کې ورته پروت و. محصل د ليرې نه ورباندې غږ وکړو، ” تا ويلي و چې که ما سورگلاب راوړو نو درسره به نڅيږم. دا دې په ټولې نړۍ کې به دومره تک سور گلاب پيدا نکړې. نن ماښام به دا گل ستا په جامو، ستا د سينې سره جوخت لگيدلې وي او مونږ دواړه به نڅا کوو. دا گل به درته وواي چې زه درسره څومره مينه کووم.”
جينۍ تندې تريو کړواو وې ويل،” دا زما د جامو سره نه ځي او ددې نه علاوه د خزانې د وزير وراره زما لپاره سوچا گاڼې راليږلي دي. هرڅوک په دې پوهيږي چې گاڼې د گل نه زيات ارزښت لري.”
محصل ورته په قهر وويل، ” په خداې قسم چې ته ډيره کبرژنه يې .” سورگلاب يې په سړک واچوو او په هم هغه شيبه ورباندې يواس گاډې تيرشو. ” کبرژنه!” جينۍ وويل، ” زه به درته ووايم چې ته څه شې يې؟ ته ډيرخله وريې…او دا راته ووايه چې ستا اصل حيثيت څه دې؟ ته…ته…يو محصل يې. زماباورنه کيږي چې ستا د بوټانوکونډې به د وزيرد وراره په شان د سپينو زرو وي.”
جينۍ پاسيده اوکوردننه ولاړه. محصل چې بيرته خپلې کوټې ته روان ونو په لاره يې چرت وهلو، ” دامينه هم څومره احمقانه شې دې. د منطق نيماي هومره گټه نه لري او هيڅ ترې نه ثابتيږي. مينه تل داسې خبره درته وکړي چې ناشونې وي او داسې احساس درکوي چې په دروغو دې باورکيږي. ريښتيا خو دا ده چې مينه يو بې عمله شې دې او په دې زمانه کې هرڅه په عمل ولاړ دي.” په کوټه کې هغه يو کتاب راواخستو چې دوړې پرې پرتې وې او په ولوستلو يې بوخت شو.

د ايرلينډ د نامتو ليکوال آسکر وايلډ ليکنه
صفيه حليم
 
د خپريدو نيټه
۹ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *