جان فشان

د نولسمې ميلادي پيړۍ په پيل کې د سيدانو ټبرپه پغمان کې زمکې لرلې. ددې تبرمشرهغه وخت قطب شاه نوميدواو ولس به ورته په درنه سترگه کتل. دده يوزوې سيد محمد شاه و او کله چې د انگريزانو د افغانستان په خاوره گام کيښودو نوهغه ورته د ملگرتيا لاس وغځوو. د انگريزيواستاځې اليگزانډربرنزيې د مرستې ستاينه وکړه او په ۱۸۴۰ م کې شاه شجاع ورته دده د خدماتو په بدل کې د جان فشان لقب ورکړو.
د لومړي افغان انگليس جنگ پروخت جان فشان د شاه شجاع او د انگريزانو ملاتړ کوو. انگريزانو به دې د “ليرډ اف پغمان” (د پغمان نواب) په لقب يادوو. په کوهستان کې ده د انگريز پوځ سره ډيره مرسته وکړه او د سيمې په اړه يې هغوي ته معلومات ورکول. کله چې د انگريز پوځ جنرال سررابرټ سيل د خپلو ځواکونو سره د کابل نه جلال اباد ته وروخوځيدو نوجان فشان هم ورسره مله و او دده د معلوماتو خبره سيل پخپلو راپورونو کې هم کړې دې. جان فشان د کابل نه د پاتې انگريزانو د خوندي ويستلو په بدل کې ترينه د مياشتې زرروپۍ معاش اخستو.
په افغانستان کې کله چې انگريزانو ماتې وخوړه نو د جان فشان لپاره هم د پغمان زمکه تنگه شوه او ده د پيرنگي په مرسته هند ته کډه وکړه. دده ټوله کورنۍ د اترپرديش په ” سردهنه” کې ميشت شوه چې د ميرټ ښار سره نږدې سيمه ده.
په هند کې د ۱۸۵۷ م د ملي پاڅون چې انگريزان ورته غدرواي جان فشان يووارې بيا د انگريزانو خدمت وکړو. ددې خدماتو په بدل کې هغوي د هندي باغيانو نه چې کومې زمکې په زوره واخستې، هغه يې خپلو ملاتړو او هغو کسانو ته ورکولې چې په دې پاڅون کې يې ورسره مرسته کړې وه. جان فشان ته يې هم زمکې ورکړې چې حاصل يې په هغه وخت کې د کال لس زره روپۍ و. ده ته د ماليېد نه ورکولو او نورمراعات هم ورکړې شوي و او وروستو د مياشتې پينشن يا معاش يې ورته مستقل کړو. ددې نه علاوه جان فشان ددوي له خوا د ” نواب بهادر” اعزازي لقب هم وگټلو.
دده د مړينې نه وروسته يې درې زامن پرله پسې دده ځاې ناستي نوابان شول . سيد احمد شاه په ۱۸۸۲ م کې وروستې نواب و. دده زامنو د نيکه په پيسو کاروباراو ښه ژوند کوو. وروسته د نيلو په تجارت کې يې تاوان وکړواوسرمايه ورسره پاتې نشوه.
په ۱۸۹۵ م ې ددوي زمکې د حکومت په تحويل کې شوې او دومره پور پرې باندې شو چې اخر په ۱۹۰۱ م کې د هند انگريزحکومت ورته يو لک (سل زره) روپۍ ورکړې چې خپل پور ادا کړي. د جان فشان د کورنۍ تر ټولونامتو کس د هندي فلمونو ستورې نصيرالدين شاه دې. دده د کورنۍ ځينو غړو د ليکوالانو په توگه او نورو د هند او پاکستان د پوځ او ملکي کارونو کې ونډه ولوبوله. يوتن ادريس شاه د اتيايمې په لسيزه کې د افغانستان د پيښوپه رڼا کې يوناول ” کره کش” وليکلو.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *