Month: January 2014

د دعا سفر- د هيلۍ مومند ليکنه

د پردو په منځ کې د لمر څړیکه راننوته نو له کټ پاڅیدم چې د کړکۍ پرده ليرې کړم. مخامخ د سمندر په غاړه د ونی لاندی په چوکې ناست دوه کسان مې وليدل چې یو بل نه یی لاسونه تاوو کړی. زه هره ورځ سهار اته بجې له خوبه را ويښه شم او د […]

ارهټ يا رهټ

د کلي د پټيو نه وراخوا د څو ونو په سيوري کې دوو غوايانو يو لوې څرخ په يوې دايرې کې گرځوو. د څرخ سره بې شمېره د خاورو کنډولي تړلي وو چې د کوهي له اوبو ډکيدل. کنډولي چې بره راپورته شول نو اوبه به ترې يو وړوکي لښتي کې توې شوې او هغه […]

ايلامي ژبه

دا ژبه د ايلامي خلکو له خوا ويل کيده چې په لرغونې عراق او پارس په خاوره د ۲۸۰۰ ق م نه تر ۵۵۰ ق م اوسېدل. د ايلامي ژبې نورې څانگې نه دي معلومې او په عامه توگه پوهان يې ځان له يوه جلا ژبه گڼي. دا په مېخي خط ليکل کيده چې ځينې […]

کيم – ناول

کيم د نولسمی پيړۍ د انگريزي ژبی يو شاهکار ناول گڼل کيږي. د دی ليکوال ، رډيارد کيپلنگ د انگلستان اوسيدونکی اوډيرې نوری لنډی کيسی او ناولونه يې کښلي دي. دی شاعر او ژورناليسټ و او د ماشومانو لپاره يې هم ليکنې کړي دي. په کال ۱۹۰۷ م کی کيپلنگ د ادب نوبل انعام وگټلو […]

اراکوزيا کوم ځاې و؟

په ۳۲۷ ق م کې اسکندر مقدوني د هرات د لارې ترکمانستان، ورپسې باختر، پنجشېر او بيا د بگرام نه اراکوزيا ته ولاړو. په ځينو تاريخونو کې دا د ” اسکندريه” يوه بڼه بلل شوې ده. اروپايي تاريخ ليکونکو د اسکندر د قهرمان ثابتولو لپاره دا هم ليکلي دي چې د هغه په نوم ښارونه […]

گوگ – د نورجهان سيد ليکنه

د کليو د کورونو لوې خونې د دېوال په وروستۍ سر کې د کالیو، بسترو او قيمتي شيان د ایښودلو لپاره به ” گوگ” جوړيدل. د دې رواج اوس هم په يو نا يو ډول پاتې دی. پښتانه چې له اره یې ډېره برخه غریبان دي نو اولادونه له موراو پلار سره یو ځای په […]

د نيبو غر

په انجيل کې راغلي دي چي موسا پېغمبر د معاب د زمکې نه د نيبو لوړې ته وختلو. او بيا خداې تعالی هغه ته د اريحه، بېت المقدس او بېت اللحم ووښودل. ” پاک پروردگار ورته وويل چې ابراهيم اسحاق او يعقوب ته مې د دې زمکې قسم ورکړې دی.” د ۲۰۰۱ م کال په […]

د نړۍ تر ټولو کوچنې – د بلوچستان جربوع

جربوع هغه واړه موږک وي چې په شگو کې موندل کېږي، د کنگرو په شان ښکاري او وړانديني پښې يې لنډې وي نو د په وروستيو دوو پښو ودرېږي. د د ې پوست نرم او د شگو د رنگ وي او د سوي په شان اوږده غوږونه لري. د بلوچستان لېشې جربوع په نړۍ کې […]

د انگرېز جاسوس

د هند ” ډېره دون” غرنۍ سيمه د خپلې ښکلا او ونو لپاره شهرت لري. په ۱۸۰۲ م کې دلته د انگرېزانو جاسوسان روزل کيده. دوي د هند د زمکې او د اوبو د کچ کولو يوه پراجه پېل کړه چې تر مرکزي اېشيا د غرونو او هلته د اوسېدونکو په اړه پورا معلومات ولري. […]