Category: زمکه او اوبه

حاجيګک

د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول. دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او “دره فولادي” […]

تاشقرغان

د پاکستان او چين تر منځ هغه سړک چې قراقرم هاي وې نوميږي، د خنجراب دره کې ۱۶۰۰۰ فوټه لوړوالی لري. څو ميله وراخوا د چين د گمرک پوسټ دی چې “پيرعلي” نومې ځای کې جوړ شوی دی. دا سيمه د نړۍ بام په نوم شهرت لري او د چين په خاوره د تاشقرغان لرغونی […]

د قره باغ او جاغوري څمڅې

د ايټاليې ده لرغون پوهان د يويشتمې ميلادي پېړۍ په سر کې د افغانستان د مرکزي سيمو په یولړڅمڅو وګرځيدل او د خپلو څېړنو لپاره يې د هغه ځاې مطالعه وکړه. دوي د خپلې دغې کتنې اوڅیړنې په ترڅ کې د هرې سيمې څمڅې یا غار ته نومرې ورکړي دي. په دغو څمڅو اوعبادت ځايونوکې […]

د عربستان خيبر

د مدينې منورې نه ۱۷۰ کلوميټر شمال کې د تبوک په لاره پروت د خيبر ولايت د زمکې نه ۸۵۰ ميتر لوړې د تيږو غونډۍ لري. خيبر په عبراني ژبې کې کلا ته واي. دلته د غونډيو نه بهيدونکي د باران اوبه يو سيند کې توېږي چې شا و خوا شنه پټي خړوبوي. د کجورو […]

جلال اباد

د دوېمې ميلادي پېړۍ نامتو يوناني جغرافيه پوهه بطليموس، د سيند پرغاړه هغه سيمه چې اوس يې د جلال اباد په نوم پېژنو، د ” بناګره” په نوم يادوي. بن په سانسکرت کې باغ او نګره ښار ته واي. دا نوم پخپله د جلال اباد يو تعريف دی چې يو قدرتي لوې بڼ کې ښار […]

د خېبر دره

د سمندر نه درې نيم زره فټه لوړ د هندوکش د سپين غر په شمال ختيځ کې د خېبر دره د حقيقت نه زيات د افسانو سيمه ښکاري. شا و خوا ۵۳ کلوميټر اوږد د دې لارې تر تولو تنګه برخه ۳ ميټر او په پلنوالي تر ۱۳۷ ميتر پورې رسېږي. په تاريخ کې زيات […]

خراسان

خراسان د دوو تورو مرکب دی چې ” خور” د نمر او اسان د ځاې مانا ورکوي. ښايي دا نوم په پارس کې د هغې سيمې لپاره وکارول شو چې د دې په ختيځ يا نمرخاته اړخ ته وه. د پارس سلطنت په درېم ميلادي پېړۍ کې د خپلې خاورې شمال ختيځې برخې د خراسان […]

خوست

په افغانستان کې څلور ځايونه د خوست په نوم يادېږي يو خوست د فراه ولايت ۷۰ کلوميټر لوېديځ کې دی. دوېم خوست په غور کې دی. درېم د خوست و فرنگ په نوم ولسوالي د بغلان په ختيځ کې ده چې تر ۱۹۷۰ م د تخار يوه ولسوالي وه او د دې شمال ته د […]

د سيستان وېش

د افغانستان په جنوب کې د کندهار او د بلوچستان هغه سيمې چې تر زاهدان غځېدلي دي، سيستان نومېدل. زيات تاريخ پوهان باور لري چې سيستان د عربي سجستان و چې تر هغې وړاندې ساگستان بلل کيدو او دا د ساکستان يا د ساکايي قبيلو د مېشت ځاې و چې د مرکزي اېشيا کوچيان وو. […]

اراکوزيا کوم ځاې و؟

په ۳۲۷ ق م کې اسکندر مقدوني د هرات د لارې ترکمانستان، ورپسې باختر، پنجشېر او بيا د بگرام نه اراکوزيا ته ولاړو. په ځينو تاريخونو کې دا د ” اسکندريه” يوه بڼه بلل شوې ده. اروپايي تاريخ ليکونکو د اسکندر د قهرمان ثابتولو لپاره دا هم ليکلي دي چې د هغه په نوم ښارونه […]