Category: ګندهارا

د مانسهرې ډبرليک

مانسهره يو وخت د قراقرم د وريښمو لارې په سر پروت مهم ښار و. د دې په لوړو غونډيو څو تيږې د دوو زرو کالو راهيسې لارويانو ليدلې چې پخوانۍ ژبه پرې کنده شوې ده. ليکنه ممکن په يوې لوی تيږې شوې وي چې وروسته په دريو برخو کې ماته شوه. په شلمې ميلادي پېړۍ […]

پشکارا ساني

په لرغوني ګندهارا کې ۶۴ ژبې ويل کېدې. د عيسوي پېړۍ نه سل کاله پخوا د پاکستان شمال او د افغانستان ختيځو سيمو کې د دغو ژبو نه يوه اوس لرغونپوهانو “پشکارا ساني” نومولې ده. دا ژبه تر یوولسمې عيسوي پېړۍ هم د پښتنو په سيمه کې ويل کېده چې د ګچ او د تيږو […]

تخت بهۍ

پېښور نه ۸۰ کلوميټر ختيځ کې سوات ته تلونکی سړک په ښې لاس يوه وړه لاره بره غرنډيو ته ورغلې ده. د يوې د پاسه دوه چينې وې چې اوبه يې ښکته رابهيدې نو دغه ځای د ” بهۍ” او بيا د تخت بهۍ په نوم مشهور شو. خو دا شهرت يواځې د اوبو له […]

زر ډېرۍ

د پاکستان د هزارې غرونه د اريايي وختونو نښې لري او يوه سيمه يې د بودايي دين مهم مرکز و. په دې سيمه اشوکا هم حکومت کاو او د هغه له خوا په تيږو ليکلي نصيحتونه د مانسهرې په اوګي کلي کې وموندل شول. د مانسهرې نه ۲۰ کلوميټر شمال کې د کونړاو شيران سيندونو […]

راني ګټ

د صوابۍ ښار نه ۲۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې د نوګرام کلي سره نږدې د راني ګټ غونډۍ ده. د ځايي خلکو کيسه ده چې په هغې غونډۍ يوه راڼۍ اوسېده او هرماښام به د شاوخوا سيمې د نندارې لپاره په هغه ګټ کيناسته چې د غر په جنوبي څنډې ولاړه (لکه) ده. د زمکې […]

د ټيکسلا چور

د ۲۰۱۵ م د مې په مياشت کې ټيکسلا ليدو ته ورغلم. د دغه ځای ميوزيم مې ۳۰ کاله پخوا ليدلې و چې پکې د ګندهارا تمدن د هرې دورې توکي اېښي وو. يوه ځانګړې وړه کوټه د سکو او د زيوراتو لپاره وه چې پخوا هر چا ليدلې شوه خو اوس بنده وه. د […]

د ستړو ځاې

شهباز گړه د گندهارا د څلورو لويو ښارونو نه يو و، چې هغه وخت دريو مهمو ځايونو ته د تلونکی لارې په سر وه. دا لارې د کابل نه پشکلا وتي(چارسده) د بونېر نه اوديانه (سوات) او د اباسين په غاړه د هنډ نه، ټېکسلا ته وتلې وې. د ښار په منځ کې “مکام” نومې […]

د ګندهارا مجسمې

هېڅوک په باور دا نه شي ويلې چې په درېيم ق م پېړۍ کې د افغانستان شمالي سيمو ته د تبت د لارې بودایي راهبان ورسېدل نو هلته د يوناني اسطورو “زيوس” او د “اتينا” مجسمې نمانځل کېدې که نه؟ د بودا منونکو لپاره دا يو لوی چيلنج و چې خپل خدای خلکو ته وروپېژني، […]

د هنډ نښې

د پېښور نه ۸۰ کلوميټر ختيځ کې د اباسين پر ښي لاس، د “هنډ” د دريو زرو کالو راهسې د افغانستان نه هند خوا ته د ورتلونکو په لار پروت و. دا د اټک کلا نه ۱۵ کلوميټر بره خوا ته او د سيند هغې برخې په غاړه دی چې اوبه پکې لږ او پورې […]

د کشمير سمڅه

د دې نوم په لوستو به خلک ګومان کوي چې دا سمڅه يا غار په کشمير کې وي. خو د غارونو دا لړۍ د پښتونخوا د مردان په ضلع کې ده. د پېښور ګزېتير(۱۸۹۷م) کې ليکلي دي چې د کشميرنوم ممکن د دې لپاره ورته ورکړی شوي وي چې دا ډېره ښکلي غرنۍ او شنه […]