Category: کیسې

په کتاب څه کوې؟

” دومره کتابونه؟” دا پوښتنه هم ده، ملنډې هم او زما په اړه يو ناڅرگنده شک هم. زه هيڅ نه وايم، بس يوه جبري موسکا زما ځواب او دفاع دواړه وي. خو د بل کس دا پوښتنه زما د زغم امتحان وي، ” تاسو په دومره کتابونو څه کوئ؟” زړه مې وي چې وې ترټم. […]

زال او رودابه

يو وخت د کابل باچا مهراب نومېدو چې د ضحاک نمسې و. ده د سيستان والي ” سام ” ته باج ورکوو چې د منوچهر باچا له خوا هلته حاکم و. د څه مودې راهيسې ” منوچهر” ورته امر کړې و چې د کابل صوبه دې هم د ده په سلطنت کې شامل کړې شي. […]

يونان

هغه کوم ملک دې چې د مېلمستيا نه وروستو خلک قابونه زمکې ته راخلاصوي او د ماتولو نه يې خوند اخلي؟ او هغه کوم ملک دې چې په لومړي ځل يې د اولمپک لوبې وکړې؟ بې شکه يونان دې چې د فلسفې، طب، پارليمان او د هنر اصل ټاټوبې گڼل کيږي. پخپلې ژبې کې دا […]

انځورگره

فوزيه ډېره ناهيلې وه…د خپل کور نه…ماشومانو نه او د مشين غوندې خپل ژوند نه چې نه يې څرخوونکې او نه چلوونکې يې ليدلې شو. د ځان په شان نورو ښځو نه يې پوښتنې کولې او ټولو ورته ويل چې د کور د ښځو ژوند هم داسې وي. د هغې لپاره دا د منلو نه […]

خوشاله شهزاده

دښارپه منځ کې په لوړې مينارې د يو شهزاده مجسمه ولاړه وه. خلکود مينې نه ورته خوشاله شهزاده وېل. مجسمه په طلاي پترو پوښلې، سترگوکې يې نيلم اود تورې په لاستي يوغټ او تک سور ياقوت خښ و. هرڅوک چې د مينارې څنگ نه تېريدل نو يوه شېبه مجسمې ته به يې وکتل، ددې ښايست […]

کيسه څنگه جوړيږي؟

يو وخت الوتکه د دوبۍ نه پيښورهواي دگر کې ښکته شوه اوپخپل ځاې ودريده. پښتانه دومره بې صبره وي چې هغه شيبه هيڅ خبره نه اوري. ما په خپل غوږوزي کې د پايلټ اعلان واوريدو چې د الوتکې يوه پايه تخنيکي ستونزه لرې ده نودا به په کومک وړاندې وړل کيږي. ما د کړکۍ نه […]

کتاب

“شاه صيب دا کتاب هم دا نن رارسيدلې دې” د سليم غږ د هغه پښې ونيولې او دې د کتابونو رېړې (کراچي) ته ودريدو. د ښار په دې لوۍ بازار کی ملک زرغون شاه به هره ورځ څه نا څه کار پسې راتلو. يو څو ځلې د کتابونو ډکې دې رېړې ته يې هم پام […]

ايسپ

هغه هوښيار کارغه چې د اوبو څښلو لپاره يې په منگي کې کاڼي واچول، هغه موږک چې په جال کې بند زمري مرسته وکړه، هغه سپې چې په اوبو کې يې بل سپي پسې وغپل اود خپلې خلې هډوکې ترې پريوتو: داسې بې شميره د ځناورو کيسې دي چې يو به پکې تاسواوريدلي يا ولوستي […]

د بلخ پټه خزانه

په بلخ کې دعباسي خلفاو په وخت يو والي ټاکل شوې و چې داود بن علي نوميدو. يو ځل عباسي خليفه د بلخ خلکو ته په قهرشو چې دوي ورته ماليه او جزيه نه ورکوله. دبغداد نه يوچارواکې بلخ ته ورغلو چې د اسلامي حکومت لپاره د خلکو نه پيسې راټولې کړي. د ښار د […]

د ترهگرو سره جگړه

د يو اوږد سفر نه وروستو خپل کورته چې راغلم نوپه فرش د ديوالونو سره د بادامي رنګ وړې وړې ګولۍ مې وليدې. دهرې کوټې په ګوټونو کې په وړو وړو شنو پلاسټيکي کاسو کې ايښې دا گولۍ زه ډېرې ښې پيژنم چې د موږکانو د وژلو لپاره وې. دسړي نه مې پوښتنه وکړه چې […]