د لرگي کشتۍ

old boat
زمونږ کور يو وخت د سيند پر غاړه و او په تېرو څو کالو کې رانه ليرې شوې دې. زمونږ مشرانو به کشتۍ چلولې او د سوونو کا راهيسی ماڼگو له دی سينده خلک پوری راپوری وړي.
ما سبق وېلې دې او د تېر يو کال نه کله يو او کله بل اېن – جې – او سره مې کار کوو. يو ملگري راته په دوبۍ کې کار وموندلو نو په کورکې څوک خوشاله او څوک خپه شول. اوس د ويزې په انتظار يم.
د شپی راته انا ووېل بچيه سبا له خېره د يوه ماڼگي نه د کشتۍ يو زوړ مېخ را واخلی چی د هغی نه درله گوته جوړه کړو. څلوېښت شپی چی دې دا په گوته کړه نو سفر به دی ښه وي.
په بل سهار ما غوښتل چی دا خبره هېره کړم خو انا د خپلې امسا سره د کور په دروازه کی ناسته وه او د يادونی سره سره يې راته دا هم ووېل چی کومی زړی کشتۍ ماڼگي ته ورشې او گورې چی مېخ د کشتۍ د تل نه وي.
ما د سيند په غاړه ټولی کشتۍ له نظره تېری کړی او د يوی زړی او خيرنی کشتۍ ته ورغلم. ماڼگي زما په ليدو خپله ملا سمه کړه او چپوانو ته يې لاس کړو خو ما ورته ووېل چې د کشتۍ د تل نه راته يو مېخ راوباسه او جېب ته مې لاس کړو چې څه پېسې ورله ورکړم.
هغه په خندا شو او پوښتنه يې وکړه چې په مېخ څه کوې.
دروغ مې ورته شو وېلې نو د مېخ د کرامت خبره وکړه. هغه يو سوړ اسوېلې وکړو او وی وېل ، دا ټوټکه په دې زمانه کې نه چلېږي. وگوره اوس خو ټولی کشتۍ د پلاسټکو نه جوړيږي.
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.