Category: کیسې

څټ

د کلي په هرکور کې ټول چرګان کورني (وطني) وو. د بې وزلو کره به هم يوه چرګه د هګيو لپاره ساتل کېده. خو په ښار کې يواځې هغو خلکو چرګان ساتل چې په درېیم پوړ به يې پراخ چت لرلو. چرګ به هغه وخت حلالېدو چې يا به يې بانګونه ډېر شول او يا […]

پوړۍ

په ځان مې باور نه کېږي او اوس هم سوچ کوم چې څنګه په دې عمر کې په غر وختلم. د صوابۍ د راني ګټ په اړه مې ډېر څه اوريدلي وو خو په هغه ګرمه ورځ د صوابۍ نه ۲۰ کلوميټر شمال لويديځ کې نوګرام کلي ته ورسېدو. د لارې په سر يو کټ […]

درمل

په څټ کې مې ناڅاپه داسې درد شو چې نور مې توان نه و. دا هغه درد نه و چې يو سهار راپاسې نو څټ دې کوږ نيولې وي. دا درد له ډيرې مودې و خو ما به کله ورباندې ګرمه توليه کيښوده او کله به مې د درد کريم ورباندې وتپلو. اوس چې کلي […]

حساب

د ژوند هره يوه ورځ په حساب دی. په ورځ کې هر کار په حساب، خوب په حساب- ډوډۍ په حساب، کار روزګار په حساب، خبرې په حساب، غم او خوشالي په حساب او خلک په حساب. خو د سوچونو حساب نشته. دا هر وخت او هر ځای زمونږ په دماغو کې ګرځي راګرځي. کله […]

د بزکشۍ اسونه

د ۲۰۰۵ م په سپرلې کې د بي بي سي له خوا په شبرغان ولايت کې د ژورناليزم يو کورس لپاره ايسار وو. زمونږ کوربه راته بلنه راکړه چې د بزکشۍ اسونه وګورو. د شبرغان په شمال کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ ۲۵ کلوميټرليرې وه. په يو جيپ کې د شنو ميدانونو نه تېر او […]

البترا او اس

د کال ۱۹۹۳ م د اوړي په وتلو مونږ د عمان لرغونې ښار “البترا” (پېټرا) ليدلو ته لاړو. دا ښار دوه سوه کیلومېتر د يوې دشتې نه وراخوا اوس د سېل ځای دی. يوه دره د موسا پېغمبر د تيرېدو روايت لري. خپل منزل ته ورسيدو نو د کنډوالو لاره په يوې تختې په نښه […]

د کولال انصاف

يوه ورځ باچا د کلي سېل له لاړو. په لاره يې د خرو يو قطار وليدو چې کولال ورپسې په ارام روان و. باچا د کولال نه پوښتنه وکړه چې څنګه يې حيوان لکه د پوځيانو په يوه ليکه روان کړي دي. کولال ورته وويل چې هر يو خر کله چې قطار ماتوي نو هم […]

درخانۍ او ادم خان

د پښتو ژبې تر ټولو مشهور داستان د سوات په ” بازدرې” کې پېښه شوې وه. دا کيسه په لومړي ځل د اکبر باچا په امر په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې وليکل شوه، نو ښايي چې د پينځلسمې پېړۍ شا و خوا به پېښه شوې وي. د کيسې اصلي وینا وال د ادم خان يو […]

بېجنگ

ټوله شپه د سفر نه وروسته سهار بېجنگ ته ورسېدو او مازديګر د سيلانيانو د يوې ډلې سره د تينانمېن مېدان ته ورغلو. د نومبرهوا دومره سړه وه چې په دوو جمپرونو او د څرمنې په جېکټ کې هم رېږديدم. د چين د انقلاب هغه لوی ميدان د پخواني شاهي ښار مخې ته جوړ دی […]

يوه ټکه

ډېر پخوا د هند په يو وړوکي کلي کې وليداد نومې يوغريب سپين ږيرې، ځان له يواځې اوسيدو. ده ټوله ورځ په ورشو کې واښه پريکول او ماځيګر په پينځو آنو(د هند سکه) بازار کې خرڅ کړل. يوه ټکه (ټنګه) به يې د ډوډۍ او نورو توکو نه سپما کړه چې په زمکه کې خښ […]