ما غوښتل چې د افغانستان په يو ښکلي او پاکې چينې او يا د سيند په اوبو کې پښې کيږدم، په لپه کې ترې اوبه وڅښم. خو هلته شپږ مياشتې د يو ښار نه بل ته په سفرونو ستړې شومه او دا ارمان مې پورا نشو.
يو وارې په جلال اباد کې د بېسودو د پله نه ښکته سيند ته مې کتل. نږدې وه چې بوټان مې ليرې کړې او سيند ته ورښکته شوې وای خو يو چا راته د ” خالص ژوند” د اوبو بوتل مخې ته کيښودو. وئيل يې که غواړې چې روغه پاتې شې نو د سيند په اوبو کې لاس هم وونه وينځې ځکه اوبه يې پاکې نه دي.
په ۲۰۰۴ م کې زمونږ د کابل ميلمستون ته هره ورځ د خالص ژوند څليرويشت لوې بوتلونه راوړل کيده چې پينځو کسانو پرې گوزاره کوله. اروپايانو خپلې چاې او کافي هم په دې اوبو کې جوړولې. يو تن خو د غاښونو پاکولو لپاره دا بوتلي اوبه غسل خانې کې ايښې وي ځکه د مايکروب نه ويريدو خو دی به تل ناروغه و.
ماځيگر چې مونږ د ورځې د کارونو نه ستړې په برنډه کې کښېناستو نو چا به چاې، چا شراب او چا د زړه وينې څښلې. په چمن کې د واښو د شنه ساتلو لپاره د يو حوض نه د ربړ پايپ غځيدلې و او مالي به پرې بوټي اوبه کولې. هغه راته ووئيل چې دا اوبه د پغمان د چينې نه راځي او ډيرې خوږې دي. يوه ورځ زما په فرمايش يې راته گيلاس راډک کړو خو اروپاې همکار راته ووئيل چې دا اوبه نشې څښلې ځکه په دې کې چې څومره مايکروب وي د هغې سره ستا وجود مقابله نشي کولې. ښه دا ده چې بوتلي اوبه وڅښې.
د بوتل د پاسه ليکلي دي، اوبه د ژوند سرچينه ده. زمونږ د بدن په سلو کې ۶۰ برخه اوبه وي. ما چې دا ولوستل نو خپل نيم وجود راته په هغه بوتل کې ښکاريدو. په بل اړخ يې ليکلي وو چې دا اوبه د زمکې د تل نه راويستل شوي دي. خو دا يې نه وو ليکلي چې د کومې زمکې نه؟
زما زړه ډاډه شو چې زه خېر د زمکې د تل اوبه پاکې وي. خو بله جمله يې زما داډ په اوبو لاهو کړه. ” دا اوبه تصفيه شوي دي” مانا دا چې په مشين يې صفا کړې دی. . .
او مانا دا چې د زمکې په تل کې هم اوبه پاکې نه دي.
بيا د کابل په يو دفتر کې غونډې ته ولاړم. د لوي اوږد ميز چاپيره لس دولس کسان ناست وو.
د هر چا مخې ته د اوبو يو بوتل ايښې و. غونډه پېل شوه، چا خبرې کولې، نورو اوريدل، ځينو به گړۍ ته کتل.
ما د هغه بوتل سر پرانستو چې زما مخې ته پروت و. اوبه مې ترې وڅښلې او ورباندې شين تپل شوي کاغذ ته ځيرشوم. د پاسه پرې ليکلي وو چې د ” څښلو اوبه” ما شکر اوويستو چې اوبه د څښلو لپاره و، نه چې د چايو او د غاښونو پاکولو لپاره.
د اوبو نوم و، ” د لمر پلوشې” او په بل نري خط ليکلي وو، ” دفتر يا کور ته د بوتلو د مفت راوړلو لپاره په دې ټيليفون زنگ ووهئ.”ما سوچ وکړو چې د غونډې جوړونکو لکه چې د دې بوتل انتخاب ځکه کړې و چې مفت يې ورته راوړي و.
ناڅاپه يو کس رانه څه پوښتنه وکړه نو ما ژر بوتل خلې ته ونيولو. اوبه مې کرار کرار څښلې چې لږ د سوچ موقع پيدا شي. بوتل مې کيښودو او خپلې خبرې مې وکړې. بيا مې بوتل ته پام شو چې د هغې بل اړخ ليکلي و، د اوبو دا بوتل بايد په سوړ او بې رنگه ځاې کې وساتل شي.
ما سوچ وکړو چې په دې نړۍ کې کوم ځاې بې رنگه وي؟ دويمې ليکې ته مې پام شو. ” ځان ډاډه کړئ چې د پلورلو پر وخت د بوتل سر بند وي.” مانا يې دا ده چې يو چا په تش بوتل کې د نل اوبه نه وي ډکې کړي.
مزارشريف ته د تلو لپاره په کابل هواي ډگر ناست و، يوه همکاره مې تږې شوه، مخامخ د مشروباتو هټۍ ته ولاړه او څو بوتلې سړې اوبه يې راوړې. ما ته يې هم يو راکړو چې پرې ليکلي و، “پغمان” زه خوشاله شوم چې اخر څو مياشتې وروسته نن د پغمان اوبه څښم. خو راسره مل افغان همکار وويل، دا اصلي نه دي.
په هرات کې د اوبو بوتلونه بل شان وو. په يو بوتل د کارټوني ماشومې انځور و، چې واي اې کليگن سړيه! (کليگن د اوبو نوم و). بې شکه دا نړۍ د سړو ده، ښځه د کوراو گورنه بهرځاې نه لري. په بوتل د غرونو او د چينې يو خيالي تصويرجوړ و او ورلاندې ليکلي و، “تازه کوونکي، منل شوې معيار”
په ليبل د اوبو په صيفت يو لنډ مضمون ليکلې و چې، “خالص اوبه د ژوند لپاره هم هغسې ضرور دي، لکه هوا او لمر. دا د فطرت تر ټولوښه نعمت دې. مونږ بې له دې ژوند نشو کولې. د بوتلي اوبو په توليد کې دا شرکت د نورو ټولو سردارگڼل کيږي. دا نوم په امريکه او نورو هيوادونو کې د يو معيار نوم دې چې لوړمعيارټاکونکې دې. مونږ په تيرو پنځوسو کلونو کې د داسې لوړ معيار اوبه خلکو ته رسولي دي، ځکه نو دا د ټولو لپاره غوره اوبه دي.”
ما سوچ کوو، د کافربچو په کوزه کې پورا درياب بند کړې دې. که اوس ملکه گوهرشاده ژوندۍ واې نو په دې ليکنه به يې د خپلې غاړې اميل ارو مرو ليکوال ته ورکړې واې.
ما هغه بوتل ښکته پورته واړوو چې وگورم، اوبه يې د کومې زمکې دي. په ډيرو نريو تورو ليکلي و، ” د پاکستان او د مکې اوبه” ما سوچ وکړو، “زمزم به وي”، که پورا نه خو نيمې به يې پکې ضرور وي. په بوتل د روغتيا د نړۍ والې ادارې تصديق نامه هم وه، خو په بل اړخ يې ليکلي و،; دا اوبه يواځې نورو ملکونو ته د ورليږلو لپاره دي- په انگريزي کې ” فار ايکسپورټ اونلي” مانا دا چې پخپله د پاکستان اود مکې خلک دا اوبه نشي څښلې.
د کندهار په ميلمستون کې د اوبو د بوتلو د پاسه په انگريزي اوعربي ژبو ليکلي و “فريش” مانا چې اوبه تازه دي. لږ ښکته يوه نيټه هم وه چې ۲۰۰۳ م يې په بوتل کې د بنديدو نيټه وه او ۲۰۰۵ م پورې څښلې شئ. بې شکه اوبه فريش وې چې ايله درې کاله پرې اوختي وې.
د وردگو په سيد اباد کې چا راته د اوبو يو بوتل راوړو نو ورباندې، “مياه بنع نقيـه” ليکلي و. دومره پوهيدم چې مياه اوبوته واي. نورمعلومات په انگريزي کې و، چې د اماراتو د “الوريد” د چينو اوبه وې او دا چينې په “الفجيره” کې وې. خو دا اوبه هم د اماراتو يوې کارخانې پاکې کړې وې. په بوتل د يو تش بوتل په چکيدلي حالت کې جوړ و. ورسره ليکلي و چې اوبه مو وڅښلې نو بوتل داسې وچکوئ او د اماراتو چاپيريال وژغورئ. دا يې نه وليکلي چې په سيد آباد کې به ورسره څه کوئ؟
په يو بوتل مې د اوبو ساينسي فارمولا وليده چې مونږ به په ښوونځي کې زده کوله، ” اکسيجن +هايډروجن.” په بل مې د اوبو غټ څاڅکي وليدل چې د عاشق د اوښکو په شان راتويدل. هم د دې بوتل په بل اړخ دا څاڅکي له وريځو څڅيدې چې عارفانو ته يې د کوثر پيغام ورکوو.
.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۸ جنوري ۲۰۱۳ م
دوېم ځلې- ۶ ستمبر ۲۰۱۶ م
I like it
i like it
الینګار ته به راغلی وی چی د سیند یخی اوبه د څکلی وای