د مجسمو جامې

norway
د ۱۹۹۲ م اوړې په وتلو و چې د کار لپاره ناروې ته ورواستول شوم. د زمکې په کره شمالي څنډو پروت د ۴ ميلينو خلکو دغه ملک ټول شين دی. دلته په اوړي کې شپه نه وي او ژمي کې ورځ. ترټولو لويه خبره دا ده چې جنګ پکې نه دی شوې. نه ورباندې چا حمله کړې او نه يې د خپلو تمدنونو نښې پريښې دي. ټول خلک ارامه او خاموشه، هيڅوک د هيېچا سره خبره نه کوي او تش ټرامونه يوې او بلې خوا ګرځيدل.
يورپ ته هغه وخت کډوال نه ورتلل او د ګوتو په شمير څو پښتنو کورنيو کې د ښځو سره مې مرکې پلان کړې وې. زما ملګرې نورسراج هم هلته وه نوفيصله وشوه چې زه به د هوټل په ځای د هغې کور کې ايسارېږم. هغه د ناروی په ختيځ کې د اوسلو نه ۴۰ کلوميټر ليرې په يو وروکي کلي “هوکسنډ” کې اوسيده.
زه د خپلو کارونو لپاره هره ورځ سهار په اورګاډي کې کيناستم او نيم ساعت کې اوسلو ته ورسيدم. د اور ګاډو محالويش راسره و او په وخت به مې ځان رسوو چې يو ګاډې به رانه لاړو نو بل به شلومينټو کې راتلو. د نارويجي ژبې “تک”(مننه) مې زده کړې او هرځای مې کاروو.
کله په ټرام کې يو ځای نه بل ته ورتلم، مرکې به مې وکړې او ماښام به بيرته روانه شوم. ناروې هيڅ تاريخ نه لري او په اوسلو کې د دې وړوکي ميوزيم کې سل کاله پخوانۍ توکي ايښي وو.
يوه ورځ د سټيشن سره جوخت د ټورسټانو دفتر نه مې پوښتنه وکړه چې دلته مشهور د سېل ځای کوم يو و. هغوی راته د” فراګنر پارک” نقشه راکړه چې د اوسلو ښار مرکز کې دی.
دا پارک په ۴۵ هيکټار زمکې کې خپور دی. خو د دې شهرت د مجسمو هغه ۸۰ ايکړ باغ له کبله دی چې پکې د برونزو او د ګرينايټ د تيږې ۲۱۲ مجسمې ولاړې دي. دا ټولې مجسمې يو کس “ګستاو ويجلېنډ” د ۱۹۲۰ م نه تر ۱۹۴۳ جوړولې. د شنو باغونو نه وراخوا د اوبو يو تالاو د پاسه وړوکې پل د تيږې يو لوی ميدان ته لاره ايستلې وه. هم هلته يو پليټ فارم په منځ کې لوړمينار، د يو جنګ يا د بريا څلې نه، بلکه د انساني هنر بيلګه ده. د انسان وجود په بربنډ او متحرک، په مختلفو حالتونو کې جوړشوی دی. ماشومان د لوبې، پهلوانان د غيږ بازي، ښځې او سړي په منډه او يا د يو بل سره خبرو په حال ښکاري. يو ځای ګڼ ماشومان په يو شي راټول دي، بل ځای د ښځو جوپه ده. يوې مور دوه ماشومان په شا کينولي دي او هغوی يې کمڅۍ نيولي دي. د هنرمند تخيل او د انساني وجود د ستاينې دغسې بيلګه ما بل چيرته نه وه ليدلې. د هرې يوې مجسمې عکس مې اخيستو خو اخرستړې په پوڼو کيناستم. د پارک معلوماتي پاڼه کې ليکلي وو چې د سړک نه تالاو د پاسه هغه پل په ۱۹۴۰ م کې جوړ او د خلکو د نندارې لپاره پرانستل شو نو ۵۸ مجسمې ورسره ايښې وې. د پل په اخر کې د ماشومانو د لوبو ځای دی چې هلته هم ۸ د ماشومانو مجسمې د لوبې په حال يې کيښودلې.
بيرته هوکسنډ کې مې خپلې ملګرې ته کيسه وکړه نو راته يې وويل، زمونږ خلک هغه پارک ته نه ځي، ځکه مجسمو جامې نه دي اغوستي.
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۶ اکتوبر ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *