جان بوېن

په ۱۹۸۶ م کې مې د یو انګریز شپږ کیسې پښتو ته د ژباړلو وروسته د بی بي سي ایډنبرا سټوډیو کې ریکارډ کړې. بیا یو کانفرنس لپاره لندن ته لاړم نود پښتو څانګې مشرګورډن ایډم “بش هاوس” ته وروبللم. هلته مې د کیسو لیکوال “جان بووېن” ولیدو. د خیبر درې د یو تصویر په […]

یورانیم

په ۱۸۹۶ م کې فرانسوي فزیک پوهه، هنري بیکرل یوه زیړبخن تیږه د خپل میز په دراز کې کیښوده. هلته دعکس یوه دړه (نیګیټو) په کاغذ کې پوښلې پرته وه. څو اوونۍ وروسته بیکرل، د دړې نه عکس چاپ کړو نو هغه ځای ورباندې د رڼا وړانګې ښکاریدې چې تیږه ورسره لګیدلې وه. دی حیرانه […]

د تیراه جنګ

دغه جنګ د انګریز پوځ او د قبایلو ترمنځ د ۱۸۹۷ م په نیمایی کې پېل شو او د بل کال تر سپرلي روان وو. د تیراه لام او د تیراه غزا په نوم هم مشهور دي. په ۱۸۷۹ م کې د افغانستان امیر او برطانویانو تر منځ د ګندمک تړون له مخې خیبردره د […]

جغ او جغونډی

تاسو کې ډېر به اوس جغ نه پېژني. ځکه چې “کولبه” يې نه ده لیدلې. كه کولبه هم نه پېژني نو غنم او جوار يې نه دي لیدلي. او اوړه نه پېژني ځکه تیاره ډوډۍ (برګر) له بازاره راوړي. که څوک جغ نه لږ خبر دی نو هغه بیا جغونډی نه پېژني. د پښتو دغه […]

علامه مشرقي

‎ ” که مسلمان يې! نو ریاضي زده کړه.” دا د علامه عنایت الله خان مشرقي مشهوره جمله وه. ده د هند وېش د انګریزانو یو سازش ګڼلو او د خپلو افکارو لپاره څو وارې جیل کې بند شو. عنایت الله خان په ۱۸۸۸ م کې امرتسر کې وزیږېدو. پلار يې د “وکیل” په نوم […]

د بدلون کتاب

د چین تر ټولو پخوانی کتاب چې پکې د ۲۵۰۰ کلونو نه زیاتې مودې تاریخ او تبصرې لیکلي دي، “آی چینګ” یا “آی جینګ” نومېږي. دا کتاب د ۱۰۰۰ او ۷۵۰ ق م ترمنځ د چین په لوېدیځ کې د “ژو” سلطنت د مذهبي چارو رهنما و. د ۵۰۰ ق م نه تر ۲۰۰ ق […]

یوناني تهېټر

زمونږ رهنما به تل دا تجربه کوله. د ایتهنز نه علاوه نورو ښارونو کې هم راته به يې وویل چې د تهیټر وروستۍ لیکې ته ورشۍ. یو کاغذ يې په لاسونو کې و مروړلو نو د هغې شغارې به اوریدی شو. ان تر دې چې د یو کس د ساه غږ مو هم اوریدلو. د […]

دلبرجین

د بلخ ولسوالۍ نه ۴۰ کلومیټر شمال لوېدیځ کې د یو پخواني ښار کنډوالې لږو خلکو لیدلي دي. په ۱۹۶۹ م کې روسي او افغان لرغون پوهانو د آقچې سیند نه ۲۰ کلومیټر شمال ختیځ په جوزجان ولایت کې هغه سیمه وسپړدله چې ” دلبرجین” نومیده او تر ۱۹۷۷ م دلته د دوو زرو کالو […]

بخت نامه او امیرجان

دا ځل د څلرم بارک په ځای په دوېم بارک کې وم. دلته یو سړی زما په خوا کې په وټله اوسېده. امیرجان نومېده، د ژوب د کلا سیف الله کاکړ و. په سر کې خو به ځکه زما ورته زیات پام و چې ده ته يې په جېل کې سرې جامې ورکولې چې د […]

شامي پیر

د ۱۹۳۸ م جون په ۳۰ د وزیرستان “کاڼيګروم” د انګریزانو پوځ کلابند کړو. د یوخانقاه نه يې ځوان پیر ورسره په پوځي ګاډي کې کیناستو او د کوهاټ هوای ډګر ته لاړل. دغه کس څو اوونۍ وړاندې د هند په خاوره قدم ایښې و او په قبایلو کې د “شامي پیر” په نوم مشهور […]