درخانۍ او ادم خان

د پښتو ژبې تر ټولو مشهور داستان د سوات په ” بازدرې” کې پېښه شوې وه. دا کيسه په لومړي ځل د اکبر باچا په امر په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې وليکل شوه، نو ښايي چې د پينځلسمې پېړۍ شا و خوا به پېښه شوې وي. د کيسې اصلي وینا وال د ادم خان يو […]

د موسا خيلو انځورونه

په لورلایي کې د موسا خيلو سره نږدې څو سمڅې دي چې ځايي لرغون پوهانو پکې د برونزو د دورې نښې لټولې. دا ۵ زره کاله پخوانۍ زمانه وه چې د اباسين سره نژدې خلکو ژوند کوو. د بلوچستان حکومت د قديمه اثارو د شعبې مشر فضل داد کاکړ په تېږو ځينې انځورونه وموندل. ورپسې […]

د زديان مناره

په شلمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان په اړه معلوماتي پاڼو او کتابونو کې هيچا د دې منارې ذکر نه دی کړی. سبب يې دا و چې د بلخ او دولت اباد تر منځ په خام سړک ورتلل ګران وو. د بلخ نه ۲۷ کلوميټر ليرې د دولت اباد په ولسوالۍ کې يو ترکمن کلی […]

د ګندمک تړون

په ۲۲ جولاۍ ۱۸۷۸ م کې د روسانو يوه استاځې ډله، بې بلنې کابل کې د اميرشيرعلي خان دربارته ورسېده. په کلکتې کې انګريزان چې خبر شول نو دوه اونۍ وروستو د دوی يو ليک اميرته ورسېدو چې د برطانيه د استاځو يوه ډله هم کابل ته درځي. تصادف داسې و چې د امير شيرعلي […]

د ښځو يوه ورځ

زما په کلي کې د جینکو ښوونځی نه و. د طالبانو له تګ وروسته، يوه جمله به مو له رسنيو ډېره اوريدل کېدله چې، “ښځو ته یاید د هغوي حقونه ورکول شي”. هغه مهال زه نوې خبریاله شوې وم ماته هم یوه خپرونه راکول شوه چې د افغان ښځو غږ اوچت کړم. که رېښتیا ووایم […]

هندو باغ

د سانسکرت “سندهو” يا هندو اوبو ته وايي او د بلوچستان هندو باغ د چينو او کاريزونو په اوبو خړوبيده. دلته د کاکړو څو خيلونه ميشت دي او ځينې لرغونې کاريزونه اوس هم د دوی په نوم مشهور دي. د کارېزګي کلي په لوېديځ کې د اوبو يوه چينه ده چې وايي ۱۲۵ کاله پخوا […]

سپن ډاکټر

پخوانیو وختونو کې د هند کليوالو په اونۍ کې يو ځلې خپل مال د خرڅلاو لپاره منډۍ ته بیولو. څوک چې پخپله به نشول ورتللی، مال به يې بل کس ته وسپارلو چې خرڅ يې کړي او په ګټه کې به يې څو پېسې ورله ورکړې. داسې کس ته به يې دلال ويل، چې يوه […]

دوه کتابونه

دوه کتابونه د لنډو کيسو ټولګه ده چې په جلال اباد کې د مومند خپرندوی ټولنې له خوا په ۲۰۱۴ م کې چاپ او خپور شو. په دې کې هم د تيرو کتابونو په شان شل کيسې دي. دا په بيلا بيلو وختونو او ځايونو کې ليکل شوي وو او ځينې يې په دې ويبپاڼه […]

قرنطين

ډاکټرې زما لاس ولید، تندی یې تریو او ورېځې پورته کړلې، “وبخئ، تاسو باید ژر تر ژره متخصص ډاکټر ته ولاړ شئ او د خپلو سږو او سینې اکسرۍ واخلئ. داسې ښکاري چې تاسو توبرکلوز یاست.” دغې ډاکټرې زما د جلد د پي پي ډي ازموینه اخیستې وه چې په لاس کې درته پیچکارۍ کوي […]

پارس که ايران

په تاريخي توګه د پارس خليج په شمال کې زمکې نوم پارس و چې په يوناني کې به يې ورته پرسيس او لاطيني کې پرشيه شو. عربانو “پ” په “ف” واړوله او دا فارس شو. د ايران مانا د ” اريايانو خاوره” کېږي او ځينې خلک باورلري چې دا نوم په څلورمې ميلادي پېړۍ کې […]