د صوبه سرحد ریفرنډم

ریفرنډم هغه انتخابات (ټاکنی) وي چې د ولس نه پکې یوه پوښتنه شوی وي. دا هغه حالت کې کېږي کله چې پارلیمان د یوې ستونزې په حل کې پاتې راشي او یا پخپلو کې سره وېشلي وي. خو ډېر خلک دې ته په ښه نظر نه ګوري ځکه دا یوه ستونزه هوارولو په ځای نوره […]

بید-ولی

اسپرین اوس په نړۍ کې تر ټولو زیات کاریدونکې دارو دي چې د “بید” له ونې جوړېږي. بید ته په انګرېزي کې “ویلو” واي چې ۴۰۰ قسمونه لري. د دنګو ونو نه علاوه، لویو وړو بوټو په شکل کې د نړۍ هر ګوټ کې شنه کیدای شي. د مختلف قسم بید پخپل منځ کې د […]

دوه شهزادګان

دا عکس په ۱۸۷۶ م کې اخیستل شوی دی. په وړو کرسیو د امیر عبد الرحمن دوه زامن ۳ کلن حبیب الله او ۲ کلن نصرالله ناست دي. ورسره د دوی ساتونکي او نور ملازمان دي. امیرعبد الرحمن څه موده په سمرکند کې جلاوطن و او هلته د بدخشان میر ورله خپله لور په نکاح […]

ګل او صنوبر

د ختیځ د یو ملک باچا ۷ زامن لرل. تر ټولو مشر شهزاده الماس ځنګل کې ښکار په وخت یوه ښکلې هوسۍ ولیده. هغه غوښتل چې هوسۍ ژوندۍ ونیسي نو خپل اس يې ورپسې خوشې کړو. دی د خپلو ملګرو نه بېل شو او یو ځای يې د اوبو چینه ولیده نو هلته ایسار شو. […]

د بوسو خوسی- سخی

په پښتو کې یوه محاوره ده چې ” په وهلو وهلو يې د بوسو سخی ترې جوړ کړو.” مانا هغه کس بیا لاس پښې نشي خوزولې. د مړ خوسکي ټول پوستکی به يې وويستو، پکې به يې بوس (پروړه) ډک او یو پړي سره به يې ځوړند کړو. دغه د بوسو سخی وي. ځینې پښتانه […]

د مالاکنډ جنګ

دا جنګ د انګریز لښکر او د پښتنو ګډ لښکر ترمنځ په ۱۸۹۷ م د ۲۷ جولاي نه تر ۳۰ اګست) وشو. د نوښار نه مالاکنډ درې او کیمپ تر منځ ۴۷ میله فاصله ده. د نوښار سره نزدې د کابل سیند نه پورې، په ۱۵ میله کې مردان د انګریز چاوڼۍ لرله. د جلاله […]

د افغانستان قادیانی

په ۱۸۸۰ م کې د پنجاب د قادیان مرزا غلام احمد د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یو کتاب ” براھین احمدیہ” د دې دعوی سره خپور کړو چې که څوک د دې کتاب پینځمه برخه هم دروغ ثابته کړي نو دی به ورته یو لک روپۍ انعام ورکوي. کتاب ډېر شهرت […]

عبدالغفارخان

“سیمانت ګاندهي، فخرافغان، باچا خان” د هغه شخصیت څو لقبونه دي چې ټول ژوند يې خپلې ټولنې په خدمت تېر کړو. عبدالغفار د بهرام خان کشر زوی په ۶ فروری ۱۸۹۰ م اتمانزو کې وزیږېدو. ۵ کالو په عمر کې د کلي جومات ته قران درس لپاره تلو. په ۱۹۰۷ م کې د خپل وروعبدالجبار […]

اوګۍ- اوږۍ

اوګۍ دغاړې امیل چې ځینو سیمو کې ورته تش “ګۍ یا ږۍ” نوم اخلي. په پښتو کې د غاړې چاپېره هډوکې اوګۍ نومېږي چې ځینو سیمو کې ورته “ګرګس” هم وایی. داسې ښایی چې د ژبې د ودې او په غاړه د امیل فیشن سره دغه نوم رواج شو. هغه وخت ګاڼې به مریو او […]

بېلیو

د ۱۹۸۰ م په لسیزه کې د انګریزي نه پښتو ته ژباړې لپاره به مونږ د “بېلیو” قاموس کارو. دغه قاموس په لومړي ځل ۱۸۶۰ م کې پیښور کې ترتیب او چاپ شو او وروسته څو ځلې د دې کاپیانې خپاره شول. بېلیو پوځي ډاکټر و چې پلار يې د لومړي افغان جنګ په وخت […]